تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۲مه/ ایلن مسک، د «نورالېنک» شرکت بنسټګر، اعلان کړی چې دغه شرکت غواړي په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو کې د خپلې «Blindsight» په نوم د لیدلو چپ کلینیکي ازموینې پر انسانانو پیل کړي.
د دې ټکنالوژۍ هدف دا دی چې هغو کسانو ته د لیدلو د ادراک زمینه برابره کړي چې د سترګو یا د لید عصب د زیان له امله یې د لیدلو وړتیا له لاسه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې دا چپ هڅه کوي د لیدلو زیانمنې شوې لارې تېرې کړي او تصویري سیګنالونه مستقیماً د مغز د لیدلو برخې ته ولېږدوي.
مسک ادعا کړې چې په پرمختللو پړاوونو کې ښايي دا ډول ټکنالوژي انسان ته د هغو رڼاګانو د لیدلو وړتیا هم ورکړي چې د انسان له طبیعي لید څخه بهر دي.
خو کارپوهان ټینګار کوي چې «Blindsight» لا هم یوه تجربوي ټکنالوژي ده او د انسانانو پر بدن یې اغېز، خوندیتوب او اغېزمنتیا لا باید د کلینیکي ازموینو له لارې ثابته شي.
دوی وایي، له همدې امله، د مسک دا ژمنه هیلهورکوونکې ده، خو د ړندو کسانو د بېرته لیدلو لپاره لا نورو علمي شواهدو ته اړتیا شته.