تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د ترکیې د ساحل ساتو ادارې ویلي چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ ساحل مې یې ۳۶ افغان او یو ایرانی کډوال نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.
د ترکیې د ساحل ساتو په وینا، دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د چاناکقلعه ولایت د آیواچیک ولسوالۍ په ساحل کې وشول چې چارواکو ته په ایژه سمندرګي کې په یوې ربړي کښتۍ کې د کډوالو راپور ورکړل شو.
ساحل ساتو ځواکونو کښتۍ ودروله او ټول ۳۷ کډوال یې ونیول او ساحل ته یې ولېږدول. په دې عملیاتو کې دوه تنه چې د کډوالو د قاچاق په تړاو پرې شک کېږي هم نیول شوي دي. چارواکو د دغو کسانو د هویت یا تابعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ایژه سمندرګی د هغو کسانو لپاره چې غواړي له ترکیې څخه یونان او اروپايي ټولنې ته ولاړ شي، د کډوالو د تګ یوه مهمه لار ده. افغانان لا هم له هغو کډوالو څخه دي چې له دې لارې د تېرېدو هڅه کوي او ډېری وخت د قاچاقبرانو له خوا په کوچنیو کښتیو کې، چې ظرفیت یې کم وي خو دوی ډېر کسان پکې سپروي، لېږدول کېږي.
ترکیې په لوېدیځو ساحلي سیمو کې د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې عملیات زیات کړي دي.
د ترکیې د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې کابو ۹۲ زره بېاسناد کډوال د پولیسو او ساحل ساتونکو له خوا نیول شوي چې له ډلې یې تر ۲۴ زره ډېر افغان اتباع دي.
په وروستيو عملیاتو کې نیول شوي کډوال به د ترکیې د کډوالۍ د قوانینو له مخې وڅېړل شي، او د شکمنو قاچاقبرانو په اړه تحقیقات لا هم دوام لري.