Home+د مذهبي او سلفي فکر ترمنځ، د عقل او نقل لانجه

د مذهبي او سلفي فکر ترمنځ، د عقل او نقل لانجه

ولي الله ملکزی

د «جدال رأی و روایت» کتاب چې ډاکټر خواجه بشیر احمد انصاري لیکلی، د عقلانیت او مذهب محوره فکر د ارزونې او د حدیثو او روایت د تاریخ په ډګر کې یوه پراخه، علمي او ژوره څېړنه ده. دا اثر د «اهل رأی» او «اهل حدیث» یا په بل عبارت د عقل او نقل د پېروانو ترمنځ د مهمې مذهبي لانجې مختلف اړخونه راسپړي. دلته د امام اعظم ابوحنیفه او امام بخاري اړوند، له معتبرو سرچینو څخه په استفادې هڅه شوې چې اجتهادي اختلاف له تنګو قضاوتونو او دودیزو قالبونو څخه راوباسي او په بې طرفۍ سره یې په اکاډمیکې بڼې وڅېړي. د لیکوال موخه نه د کوم ځانګړي مسلک متعصبانه دفاع ده او نه هم مذهبي سپرغیو ته لمن وهل؛ بلکې غواړي د دغه تفکر یوه برخه په مستندو شواهدو بیا ولولي، روایتونه په انتقادي ډول وارزوي او د پیروانو ترمنځ د علمي بحث او تفاهم زمینه پیاوړې کړي.

ډاکټر انصاري خپله ځنځیري څېړنه له لومړیو پېړیو څخه پیلوي؛ هغه مهال چې د اسلامي قلمرو د پراخېدو سره مسلمانان له داسې نوو مسئلو سره مخ شول چې د ډېرو په اړه یې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې څرګند نص موجود نه وو. نو ځکه په تدریج سره د شرعي احکامو د استنباط په ډګر کې دوه جلا جلا تګلارې او مسلکونه رامنځته او د تقلید لمن سوکه سوکه وغوړېدله. په حجاز (مکې او مدینې) کې د صحابه کرامو (رض) پراخه حضور او د روایتونو د پرېمانۍ له وجې پر نقل ټینګار غالب وو او همدا فکري بهیر وروسته د «اهل حدیث» په نوم مشهور شو. برعکس، په ځانګړې توګه د عراق په کوفې کې د ټولنیزو شرایطو او د معتبرو روایتونو د محدودیت له امله فقهاوو د قرآن او سنت ترڅنګ له قیاس، اجتهاد او رأی څخه هم کار واخیست او د مذهبونو لړۍ پېل شوه.

دغه فکري بهیر د «اهل رأی» په نوم وپېژندل شو او امام ابوحنیفه یې بېساری سالار ګڼل کېږي. مؤلف ټینګار کوي چې دا دواړه جریانونه د عقیدې په اصولو کې دوه متضاد مکتبونه نه وو، بلکې د شریعت د فهم او د احکامو د لټون دوه بېلابېل علمي منهجونه وو. د کتاب یوه مهمه برخه د امام اعظم په ژوند، فقهي تګلارې او علمي مقام باندې لنګر اچوي او څرګندوي چې له احادیثو سره د امام صیب مخالفت له تاریخي شواهدو سره هېڅ سمون نه لري. هغه د رسول الله ﷺ صحیح سنت قطعي حجت ګڼي؛ خو د روایتونو د منلو لپاره یې ځانګړي علمي معیارونه درلودل او هرهغه ځای کې چې څرګند نص نه وو، له قیاس او اجتهاد څخه یې ګټه اخیستې ده. له همدې امله، د هغه او ځینو محدثینو ترمنځ اختلاف د استنباط او ارزونې په منهج کې وو، نه د سنتو د حجیت په اصل کې.

د کتاب بله مهمه برخه د هغو روایتونو کره کول دي چې د حدیث، راویانو او تاریخ په سرچینو کې د امام ابوحنیفه په اړه نقل شوي دي. د سند اعتبار، د رجالو علمي مقام او د زمان د سیاسي او ټولنیزو شرایطو چاڼول، د دې کتاب بله ځانګړتیا ده. د همدې تحلیل پربنسټ، خواجه انصاري دې پایلې ته رسېږي چې ځینې تاریخي نیوکې د منلو وړ علمي بنسټ لري، خو ځینې نورې ښايي د علمي سیالیو او مذهبي منازعو په فضا کې رامنځته شوې وي او یا هم د وخت په تېرېدو سره په کې مبالغه او مذهبي لېوالتیا ورګډه شوی وي.

لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا امام بخاري ته منسوبې نیوکې د امام ابوحنیفه علمي شخصیت ته متوجې وې؛ که د شرعي احکامو له استنباط سره یې تړاو درلود؟ ښايی عامه انګېرنه همدا وي چې د دغه اختلاف ډېره برخه فقهي او منهجي بڼه ولري او نه باید د دواړو سترو امامانو ترمنځ شخصي تقابل یا د یو بل د علمي مقام څخه انکار وګڼل شي. کتاب یوازې د روایتونو په راټولولو بسنه نه کوې، بلکې د متعارضو روایتونو په بهیر کې د مذهبي تعصب د اغېزو په اړه هم بحث کوي. ځکه هېڅ تاریخي روایت له علمي نقد څخه بې‌ نیازه نه دی؛ څېړونکی باید هر روایت په خپلواکه توګه د علمي معیارونو له مخې وارزوي او د بې پرېتوب لمن پرېنږدي.

زما په آند، د کتاب بنسټیز پیغام دا دی چې د اسلامي مذاهبو ترمنځ د نن ورځې زیاتره اختلافات د تاریخي برداشتونو او کله ناکله د متعارضو روایتونو پایله ده. له همدې امله، د تاریخ انتقادي بیا کتنه، اصلي سرچینو ته مستقیمه مراجعه او علمي بحثونه کولای شي د مذهبي سوء تفاهم په کمولو کې مهم رول ولوبوي. که څه هم په ټولیز ډول، کتاب د امام اعظم په اړه نسبتا د خواخوږئ ژبه کارولې، خو لیکوال هڅه کړې چې دغه دریځ د تاریخي تحلیل، د اسنادو د نقد او د سرچینو د علمي میتود پربنسټ ولاړ وساتي، نه د مذهبي تعصب په هندارې کې. پرته له کومې مبالغې، دا اثر د اسلامي فقهې د تاریخ د یوې برخلیک ټاکونکې مسئلې په بیا ارزونې کې یوه ارزښتمنه هڅه شمیرل کېدای شي.

ډاکټر انصاري زموږ د هېواد له وتلو لیکوالانو او شنونکو څخه شمېرل کېږي او ګڼ شمېر کتابونو یې له چاپخانو څخه کتابخانو ته ځانونه رسولي چې وروستنی یې همدا څېړنیز اثر دی. «جدال رأی و روایت» څلور فصلونه لري او په ۶۸۲ مخونو کې د روان کال په پېل کې چاپ او خپور شوی دی. دا کتاب د کلاسیکو اسلامي سرچینو د پراخې استفادې او د تخصصي موضوعاتو د تحلیلي څېړنې له امله، په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ، فقهې، حدیثو او اسلامي فکر د څېړونکو، د پوهنتون د استاذانو او محصلینو لپاره خورا ګټور او د مطالعې وړ دی.

په پای کې، قدرمند دوست ښاغلي انصاري ته مبارکي وایم او د لا زیاتو ارزښتمنو علمي او څېړنیزو اثارو د پنځونو او څېړنو هیله کوم؛ ترڅو دا هڅې د نوې بېدارۍ، فکري ودې او ذهني بیارغونې په برخه کې اغېزمنې تمامې شي. زموږ مذهبي ټولنه د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو له زیانونو څخه د ساتنې او مخنیوي په موخه د داسې اثارو تالیف او مطالعې ته سخته اړتیا لري، ترڅو د تاوتریخوالي پرځای د فکر او قلم دود پیاوړی شي.

یار زنده، صحبت باقي

—————————–

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...