تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه)د خیبر پښتونخوا د پوهنې وزارت د کلنۍ سروې له مخې، په ټول ایالت کې ۶۲۷ دولتي ښوونځي لا هم په بشپړ ډول غیر فعال دي.
د راپور له مخې، ۴۱۱ ښوونځي په پخوانیو قبایلي اجنسیو کې، چې اوس د خیبرپښتونخوا په ولسوالیو بدلې شوي، او ۲۱۶ ښوونځي په بندوبستي (غیرقیابلي سیمې) سیمو کې تړلي دي. له دې ډلې ۲۲۶ ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي او ۶۶ د زدهکوونکو د نشتوالي له امله بند دي.
شمالي وزیرستان د ۱۱۱ غیر فعالو ښوونځیو په لرلو سره لومړی ځای لري، ورپسې بر جنوبي وزیرستان ۹۹، بر کوهستان ۶۸ او کورمه ۵۳ غیر فعال ښوونځي لري.
د راپور له مخې، ۲۸ ښوونځي د شخړو او ۱۱ نور د غصب له امله هم غیر فعال پاتې دي.