د یوې ژبې ښکلا په دې کې هم ده چې ویونکي یې یو د بل په خبرو په اسانۍ او چټکۍ سره پوه شي. په نړۍ کې ډېرې ژبې شته چې ډېرې لهجې لري، خو د ویلو، لیکلو او اورېدلو ترمنځ یې دومره نږدېوالی دی چې لهجوي توپیر یې نه احساسېږي. همدا نږدېوالی د یوې ژبې په پوهاوي، پراختیا او پرمختګ کې مهم رول ادا کوي.
پښتو، که څه هم د ډېرو خلکو ژبه ده او په لروبر کې ډېر ویونکي لري، خو د لیکوالو او په ځانګړي ډول د لیکلو کچه یې لا هم د پام وړ کمه ده. له مهمو ننګونو څخه یوه یې د لهجو ګڼوالی دی.
په داسې وخت کې، که د یوې ګډې او معیاري ژبې لپاره علمي او عملي لارې چارې ونه لټول شي، کېدای شي یو شمېر ویونکي نورو ژبو ته مخه کړي، یا د لهجوي توپیرونو له امله په خبرو کې د نهپوهاوي له ستونزې سره مخ شي.
له بده مرغه، پښتانه په تعلیمي برخه کې هم ګڼې ستونزې لري. د ښځو یوه برخه له زدهکړو بېبرخې شوې او په نارینهوو کې هم د لوستو کچه ټیټه ده. دا حالت له ولایت څخه تر ولایت او له سیمې څخه تر سیمې توپیر کوي، خو اغېز یې پر ټولنه او ژبني پرمختګ څرګند دی.
د دې لپاره چې ټول پښتانه، د یوې ګډې او کره پښتو له لارې، یو د بل په خبرو په اسانۍ پوه شي، او په خپله مورنۍ ژبه کې د ژباړن اړتیا ونه لري، یا یو بل ته ونه وايي چې: «ته ډېر ښه سړی یې، خو پر یوه خبره دې هم نه پوهېږم!» لازمه ده چې ژبپوهان، لیکوالان، علما، سیاستوال او اړوندې حکومتي ادارې په ګډه کار وکړي. موخه باید دا وي چې د پښتو د معیاري کېدو لپاره داسې علمي تګلاره رامنځته شي چې د بېلابېلو سیمو ویونکي پکې ځانونه وویني او ټول د خپلې ژبې له یوې کېږدۍ لاندې کېني.
که د اوسني او راتلونکي نسل لپاره دې موضوع ته جدي پام ونه شي، لرې نه ده چې د نن ورځې لهجوي توپیرونه سبا په ژبني واټن واوړي. څو چې هر لوری د خپل ضد، کرکې او قبیلوي دریځ بیرغ لوړ نیولی وي، نو دا واټن به یوازې د خبرو تر بریده نه وي؛ بلکې د فکر، پوهاوي او فرهنګي اړیکو ترمنځ به هم فاصله پراخېږي.
نن چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برکت ډېرې فاصلې لنډې شوې، پښتانه هم کولی شي، له دغو پرمختللو امکاناتو څخه د پوهاوي، او د خپلې ژبې د پیاوړتیا لپاره رغنده ګټه واخلي. رسنۍ، ټولنیزې شبکې، ډیجیټلي زدهکړې او د لیکلو نوې وسیلې کولای شي د بېلابېلو سیمو د ویونکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
هیله ده چې د اوسنیو امکاناتو له برکته، دې موضوع ته ژر پام وشي، د پښتو د کره او معیاري کېدو لپاره، علمي هڅې ګړندۍ او داسې ژبنۍ فضا رامنځته شي، چې هر پښتون پکې د خپلې مورنۍ ژبې خوږلت، ښکلا، فکري ارامتیا او د یوه ګډ لیکدود اسانتیا احساس کړي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ د اګست ٢٦مه