Homeخبرونهپر فېسبوک او انسټاګرام د تنکیو ځوانانو لپاره نوي محدودیتونه

پر فېسبوک او انسټاګرام د تنکیو ځوانانو لپاره نوي محدودیتونه

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵مه) «مېټا» شرکت، چې د فېسبوک او انسټاګرام مور شرکت دی، د چهارشنبې په ورځ ومنله چې د تنکیو ځوانانو لپاره به په خپلو ټولنیزو شبکو کې نوي محدودیتونه ولګوي او د ۲۹ ایالتونو له دعوې سره د جوړجاړي لپاره به نژدې ۱۷ میلیارده ډالر ورکړي.

دغه جوړجاړی د کلیفورنیا په فدرالي محکمه کې ثبت شوی او د ۲۹ ایالتونو هغه دعوه یې پای ته رسولې چې میټا یې تورنه کړې وه چې د ځوانانو د راجلبولو لپاره یې خپل پلاتفورمونه قصداً داسې طرحه کړي، د ټولنیزو شبکو د خطرونو په اړه یې خلک منحرف کړي او له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو معلومات یې په غیرقانوني ډول راټول کړي دي.

د کلیفورنیا لوی څارنوال ران بانټا ویلي، مېټا منلې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په خپلو پلاتفورمونو کې اساسي بدلونونه راولي، څو د ماشومانو پر وړاندې خطرونه کم شي.

د نوو بدلونونو له ډلې یو یې د شپې اتوماتیک قولف (قفل) دی چې له نیمې شپې (د شپېئ دوولس بجې) څخه د سهار تر ۶ بجو پورې به د تنکیو ځوانانو فېسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی بندوي.

د راپور له مخې، د ۲۹ ایالتونو دعوه له دومره جدي او پېچلي قضیو څخه وه چې د مېټا د محکمې د ماتې په صورت کې تر یو ټریلیون ډالرو د جریمې احتمال هم مطرح شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...