تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د کاناډا د برېټش کولمبیا ایالت پولیسو وروسته له هغه څېړنه پیل کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې او پکې ښکاري چې یو کس د Golden Ears Provincial Park په یوه خوندي طبیعي سیمه کې پر لویو ډبرو د یوه افغان د یاد په مناسبت په سپرې لیکنې کوي. پولیس وايي، دغه لیکنې ښايي د هغه کس د یاد لپاره شوې وي چې د همدې میاشتې په لومړیو کې د Gold Creek Lower Falls په سیمه کې ډوب شوی و.
په ویډیو کې پر ډبرو د «REST IN PEACE»اروا دې ارامه اوسه تر څنګ د «بارکزی» نوم، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۴مه نېټه او په پښتو ژبه ځینې لیکنې هم لیدل کېږي. د کاناډا پولیسو او د پارک ادارې ویلي چې د ویډیو جوړوونکي کس د هویت او د ډوب شوي کس د تابعیت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي تایید شوي.
A man was filmed spray painting a memorial message on boulders near Gold Creek in Golden Ears Park a day after a man drowned in the Lower Falls area 👀 https://t.co/7eGDOX8OvW pic.twitter.com/DOHbG7cFaD
— 604RAW (@604RAW) August 24, 2026
پولیس وايي، که څه هم داسې ښکاري چې رنګول د یوه مړي د یاد لپاره شوي، خو په خوندي طبیعي پارک کې پر ډبرو لیکنې او رنګ وهل تخریب او ناقانونه عمل ګڼل کېږي. چارواکي وايي دغه کار طبیعي چاپېریال ته زیان رسوي، د نورو لیدونکو تجربه اغېزمنوي او د پاکولو اضافي لګښت سبب کېږي.
د پارک ادارې هم ویلي چې د دغو لیکنو د پاکولو لارې ارزوي، خو دا سیمه خپله د خطرناکو اوبو، تېرو ډبرو او قوي جریانونو له امله محدوده شوې ده. چارواکي له خلکو غواړي چې د خپلو مړو عزیزانو د درناوي لپاره له قانوني او مناسبو لارو کار واخلي. تر اوسه په دې تړاو د چا د نیول کېدو یا تورنېدو خبر نه دی ورکړل شوی خو څېړنه روانه ده.
رشتیا چی په نړی کی تر ټولو احمق قوم یهود او دویم یی افغانان دی جی هیڅ په اداب معاشرت نه پوهیږی الله ج دی دوی ته هدایت وکړی دا کار دوی ته یوه غټه قهرمانی ښکاری
دا ستاسو ادعا فکر نه کوي چې غټه مبالغه او سپکاوی یوه ملت ته ده، حال دا جې یهودو داسې بچیان نړې ته راو ړې : Albert Einstein, Niels Bohr, Richard Feynman, Lise Meitner, J. Robert Oppenheimer, Emmy Noether, Fritz Haber, Irving Langmuir, Paul Ehrlich, Selman Waksman, Rosalind Franklin, Jonas Salk, John von Neumann, Paul Erdős, Georg Cantor. او نن هم یو غټ قدرت دی چې د پوهې په هره برخه کی چې سړی فکر وکړي دوۍ ناست د کار کوې. همدا شانته افغان اولس ته هم سپکا وی ده، دا په د ویدیو کي افغانان ښه کار ښه نه کي خو دومره غټ جنایت هم نه ده دا څو کسه چي په د فلم کي لیدل دا زموږه او تاتاسو افغانانو افغاني مسولیت ده چي ورته ووایوو چې په د شاهکرې د ټولو افغانانو نوم بده وي او د کوم ملک میلمه چي يي د هغو نه خوښیږي.
لوګیه وروره، زه هم له تاسو سره کاملا موافق یم. څنګه چې یو څوک نورو ته د ادب او احترام توصیه کوي او بیا خپله نورو قومونو او ټبرونو ته بې احترامي کوي. دا یوهٔ نا مناسبه او احمقانه خبره ده چې یهودو او پښتانو ته د نړۍ تر ټولو جاهل قوم خطاب وشئ. د یوه سپږې لپاره پوستین ته اور اچول د هوښیارانو کار ندئ. خدای دې مونږ ته انصاف په نصیب کړي.
Very good works .
خبره خو دا ده چی د پورته درو واړو ګرانو
وطنوالو څرګندنی د خبر د محتوا سره هیڅ اړخ نه لګوی. بله دا چی په یوه طبیعی منظره کی د یو هنری یا یادګاری اثر لیکل نه یوازی جرم نه ګڼل کیږی بلکه د پاملرنی او حتی ستائنی وړ ګڼل کیږی بناً د کاناډا پولیس خوشی ګوزونه ولی چی ګواکی په سره سپرې د لیکنی د لیکونکی د موندلو هڅه کوی.