تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د ډونالډ ټرمپ ادارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا په سفارتونو او قونسلګریو کې د کډوالۍ ویزو د مرکو نوبتونه ځنډولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ټولو ډیپلوماتیکو استازولیو کې د قونسلي کارکوونکو لپاره یو نړیوال روزنیز پروګرام پیل شوی او د ویزو د خدماتو نوبتونه به له دغه پروګرام سره د همغږۍ لپاره بدل شي. وزارت د دې ځنډ د مودې په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړي.
د چارواکو په وینا، د دې روزنې یو هدف دا دی چې قونسلي کارکوونکي وکولای شي هغه غوښتونکي په ښه توګه وپېژني چې ښايي په راتلونکي کې د امریکا پر دولتي مرستو متکي شي، او د ویزو غوښتنلیکونه په «جامع او یو شان» ډول وڅېړل شي.
راپورونه وايي، هغه کسان چې د کډوالۍ ویزو لپاره یې مخکې د مرکې وخت اخیستی و، د برېښنالیک له لارې خبر شوي چې ټاکل شوې نېټه به یې بدله شي او نوې نېټه به وروسته ورسره شریکه شي.
دا اقدام د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د سختو پالیسیو د دوام په توګه مطرح شوی دی. د ټرمپ حکومت وايي، دغه اقدامات د کورني امنیت د زیاتولو، د کډوالۍ قوانینو د لا سخت پلي کولو او هغو کسانو ته د ویزو د مخنیوي لپاره دي چې چارواکي یې د شرایطو وړ نه بولي یا اټکل کېږي چې په راتلونکې کې به دولتي مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
په وروستیو میاشتو کې د ټرمپ ادارې د غیرقانوني کډوالو پر ایستلو سربېره، د ځینو ویزو او ګرین کارتونو د لغوه کولو او د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د ردولو اقدامات هم زیات کړي دي.
د بشري حقونو مدافعې ډلې د حکومت د کډوالۍ ځینې پالیسۍ تبعیضي بللې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې دغه اقدامات ښايي د ځینو کسانو قانوني حقونه محدود کړي او د قومي او نژادي پروفایل جوړونې اندېښنې زیاتې کړي.
په ورته وخت کې، د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ په اړه قانوني او سیاسي اختلافات هم دوام لري او د ټرمپ حکومت د کډوالۍ د قانوني لارو شرایط هم سخت کړي دي.