Homeمقالېژوند کله ډېر سخت_شي …| عبدالاول بشارت

ژوند کله ډېر سخت_شي …| عبدالاول بشارت

ژوند طبعاً د هر چا له ستونزو ډک وي، هر سړی؛ له پیره تر فقیره له پاچا نېولې تر عادي کارګره ؛ ټول په خپل ژوند کې، يو ډول ستونزي خامخا لري او په یو ډول نهٔ یو ډول، پخپل ژؤند کې، د دې ستونزو له عذابه ځورېږي او کړېږي ..
چې په نتېجه کې یې، مجبوراً، متقابلاً له دې ستونزو سره، د جګړې په ډګر کې، د یؤ جنګي او جبهه یې سرتېري په څېر په جګړیزه مبارزه کې په مدافعه بوخت او مصروف وي، دا د خدای رضا او د طبیعت تقاضا ده، چې په دې نړې کې، چې تر ټولو تکه توره ،تاریکه شپه هم وي، په هغې پسي هم سبا راځي، او خامخا لمر راخیېزي، او د وړانګو او رڼا د پلو په غوړولو سره ، د شپې توره لمن ور ټولوي .
نو د ژؤندانه د ستونزو او کړاوونو، د تاریکي شپې او سختي شېبې هم طبعاً لنډمهاله دي، د ستونزو د طوفان په باد، ګرد او غبار کې ،دې باید د جونګړې د کېږدۍ مراندې سستې نهٔ شي، د خپل همت، غیرت او متانت په رسۍ باندې، د ژوندانه د خېمې ستنې محکمې، کلکې او ټینګي کړه، دا د ستونزو وخت هرومرو تېرېږي هېڅکله باید مأیوس نه شې، خپل ژوند ته د شرایطو په مقتضی برابر عادي دوام ورکړې، تر څو د روڼ سهار په راتګ سره، د ژؤندانه ښې ورځې او ښې شېبې تجربه کړې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...