تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز ډ ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې د خپلې ۶۳مې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانانو د ساتنې لپاره عملي اقدامات پیاوړي کړي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (HRC) خپله ۶۳مه غونډه د سپټمبر په ۷مه د سویس په جنیوا ښار کې پیل کړي. د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
دغه شورا د هغو ټولنو لپاره چې له جدي ظلمونو او جنایتونو سره مخ شوې دي، د هغوی د ستونزو د مطرح کولو، د نړیوالې پاملرنې راجلبولو او د عاملانو د حسابورکولو لپاره مهمه زمینه برابروي. همداراز، شورا د هېوادونو لپاره یو مهم نړیوال چوکاټ دی، څو د «ساتنې مسوولیت» (R2P) پر بنسټ د خلکو د ساتنې لپاره خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.
د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو زیانګالو ډلو اساسي حقونه له جدي محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. دې وضعیت، د مرکز په ارزونه کې، د بشري حقونو د سرغړونو او احتمالي پراخو جنایتونو د خطرونو د څار او مخنیوي اړتیا ډېره کړې ده.
مرکز له شورا څخه غواړي چې د بشري حقونو د څار او راپور ورکولو موجود میکانیزمونه پیاوړي کړي، د افغانستان وضعیت په دوامداره توګه وڅاري او د جدي سرغړونو د مستندولو او حسابورکولو لپاره لازمې لارې چارې وساتي.
د «ساتنې د مسوولیت» د اصل له مخې، د بشري حقونو شورا باید د هغو هېوادونو په اړه چې خلک پکې د نسلوژنې، جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو یا قومي تصفیې له خطر سره مخامخ وي، د لومړني خبرداري، مخنیوي او حسابورکولو لپاره خپل امکانات وکاروي. دغه مرکز ټینګار کوي چې د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، څېړنیز میکانیزمونه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
د مرکز په یوه تازه سپارښتنه کې د شورا له غړو غوښتل شوي چې د افغانستان په څېر د اوږدمهالو بحرانونو په اړه یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او د مسوولیت د تامین لپاره منظم، اصولي او دوامدار اقدامات ترسره کړي.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
«د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز» په باور، د دې شورا د میکانیزمونو اغېزمن استعمال د افغانستان د بشري حقونو په وضعیت کې د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی شي.