Home+شاه‌محمود هوتکي،؛ د افغانستان د تاریخ ستر فاتح، نومیالی رهبر او د سترواکۍ سمبول

شاه‌محمود هوتکي،؛ د افغانستان د تاریخ ستر فاتح، نومیالی رهبر او د سترواکۍ سمبول

لیکوال: داکتر سمیع الله خالد سهاک

سریزه

د افغانستان تاریخ د هغو مشرانو ډک دی چې د خپل ملت د آزادۍ، عزت او خپلواکۍ لپاره یې نه یوازې د جګړې ډګرونه تود کړي، بلکې د خپل سیاسي تدبیر، ملي احساس او رهبرۍ له لارې یې د خپل عصر پر تاریخ ژور اغېز پرې ایښی دي. د دغو نومیالیو مشرانو له ډلې څخه یو هم شاه محمود هوتکي دی، چی په دې لړې کی ځانګړی ځای لري. هغه د هوتکي دولت دوهم واکمن، د میرویس نیکه زوی، او هغه شخصیت و چې د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې یې د صفوي سترواکۍ تر ټولو ځواکمن مرکز، یعنې اصفهان، فتح کړ او د ایران پر لویه برخه یې د افغانانو واک ټینګ کړ (Axworthy 72).

شاه محمود هوتکي یوازې یو جنګي قوماندان نه و بلکه، هغه یو سیاسي مشر، ستراتیژیست او د خپل وخت زړور رهبر و. د هغه ژوند د افغان ملت د خپلواکۍ، ملي یووالي، قربانۍ او سیاسي هوښیارۍ یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي. د هغه بریاوو د افغانستان نوم د سیمې له غرونو څخه تر ایران، منځنۍ اسیا او حتی اروپایي دربارونو پورې ورساوه، ځکه چې د صفوي دولت سقوط د نړیوال سیاست په توازن کې لوی بدلون راوست (Lockhart 187).

په اسلامي تمدن کې هم د ظلم پر وړاندې درېدل، د حق دفاع کول او د عدالت ټینګول د مسلمانانو له مهمو مسئولیتونو څخه ګڼل کېږي. قرآن کریم مسلمانان د استقامت، صبر او د حق د ساتنې لپاره هڅوي. چی شاه محمود هوتکي یی یوه بیلګه ده.  الله تعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾

“اې مؤمنانو! صبر وکړئ، په صبر کې یو بل ته قوت ورکړئ، تل چمتو اوسئ او له الله څخه ووېرېږئ، ترڅو بریالي شی ( آل عمران ، ۲۰۰).

دغه الهي لارښوونه د هغو مشرانو د ځانګړتیاوو څرګندونه کوي چې د ستونزو پر وړاندې مقاومت کوي او د خپل ولس د عزت لپاره مبارزه کوي. که څه هم تاریخي شخصیتونه هم لکه د نور انسانانو په شان د انساني نیمګړتیاوو څخه خالي نه وي، خو د هغوی د زړورتیا، تدبیر او د خپل وطن د دفاع اړخونه د تاریخ مهم درسونه ګڼل کېږي.

که څه هم  موږ اکثراً د ښوونځیو په کتابونو او نورو تاریخي کتابونو کی د احمدشاه بابا په هکله ډیر لوسټي دي، خو ډیر لږ خلکو به د شاه محمود هوتکي په هکله لوستي وي او یا به د هغه د ژوند په هکله معلومات ولري. که څه هم چی د احمد شاه بابا چی د ملت مشر ګنل کیږي تر شاه محمود هوتکي ډیر لوی نوم لري، خو چی کله د زړورتوپ کیسي ویل کیږي، شاه محمود هوتکي تر هغه ډیر لیری نه دی.

زه تاریخ لیکوونکی نه یم او دا مقاله می یوازی په ویاړ سره د محمود هوتکي د ملی شخصیت  او د هغه د میړاني د یادولو لپاره ولیکله. دې مقالې موخه دا ده چې د شاه محمود هوتکي ژوند، شخصیت، نظامي او سیاسي فعالیتونه، د صفوي دولت پر ضد مبارزه، د هغه بریاوې، ننګونې او تاریخي میراث د معتبرو تاریخي سرچینو پر بنسټ وڅېړي.

د هوتکي کورنۍ تاریخي مخینه

د هوتکي کورنۍ د پښتنو د غلجیو له سترې قبیلې څخه ده. د غلجي قوم د افغانستان په تاریخ کې له لرغونو زمانو راهیسې مهم سیاسي او نظامي رول لوبولی دی. د کندهار، زابل، غزني او شاوخوا سیمو ډېری اوسېدونکي د همدې قوم اړوند وو، چې د سوداګرۍ، کرنې او پوځي چارو اوږده سابقه یې لرله (Noelle-Karimi 94).

د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې کندهار د صفوي دولت تر واک لاندې و. صفوي واکمنانو د دې سیمې د خلکو پر وړاندې سخت مالي مالیات، قومي توپیر او مذهبي فشارونه زیات کړي وو. د کندهار ډېری اوسېدونکي سني مسلمانان وو، حال دا چې صفوي دولت رسمي شیعه مذهب تعقیباوه. دغه مذهبي اختلافونه د سیاسي ستونزو ترڅنګ د خلکو ناراضی توب نور هم زیات کړ (Lockhart 41).

په همدې وخت کې میرویس خان هوتک، چې وروسته په میرویس نیکه مشهور شو، د افغانانو د ملي یووالي لپاره کار پیل کړ. هغه لومړی د صفوي چارواکو سره سیاسي اړیکې وساتلې، خو وروسته یې درک کړه چې د افغانانو د عزت او خپلواکۍ یوازینۍ لار د خپلواک حکومت جوړول دي (Axworthy 61).

میرویس خان د مکې مکرمې سفر وکړ، د اسلامي علماوو نظرونه یې واخیستل او وروسته یې په ۱۷۰۹ کال کې د کندهار تاریخي پاڅون رهبري کړ. د ګورګین خان وژل کېدل د همدې پاڅون تر ټولو مهمه پېښه وه، چې د صفوي واکمنۍ بنسټ یې په کندهار کې ونړاوه (Dupree 338).

دغه بریا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د خپلواک دولت د بنسټ اېښودلو پیل ګڼل کېږي.

د شاه محمود هوتکي زېږېدنه او ماشومتوب

شاه محمود د میرویس خان هوتک مشر زوی و. ډېری تاریخپوهان د هغه د زېږېدنې کال شاوخوا ۱۶۹۷ کال ګڼي، که څه هم د دقیق کال په اړه بشپړ اتفاق نشته (Axworthy 70).

هغه د کندهار په داسې چاپېریال کې لوی شو چې د جګړو، قومي سیالیو، سیاسي بدلونونو او د آزادۍ غوښتنې روحیه پکې حاکمه وه. له ماشومتوبه یې د خپل پلار له سیاسي مجلسونو، قومي مشرانو او پوځي روزنې څخه ډېر څه زده کړل.

د هغه کورنۍ یوازې یوه قومي مشري نه وه؛ بلکې د ټول افغان ملت د آزادۍ سمبول ګرځېدلې وه. همدې چاپېریال د محمود په شخصیت کې څو مهمې ځانګړتیاوې رامنځته کړې لکه زړورتیا، ‌لوړ همت، چټکه پرېکړه، د جګړې مهارت، د رهبرۍ وړتیا، د وطن پالنې احساس.

افغان ټولنه په هغه وخت کې د شفاهي ادبیاتو، اتلولیو کیسو او اسلامي ارزښتونو تر اغېز لاندې وه. د همدې فرهنګي چاپېریال له امله محمود د کوچنیوالي څخه د مېړانې او غیرت کیسې اورېدلې او د هغو اتلانو د لارې تعقیبولو ته هڅېدلی و.

د هغه د شخصیت جوړېدل

د هر ستر مشر شخصیت یوازې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د ژوند په لومړیو کلونو کې جوړېږي. د محمود د شخصیت په جوړېدو کې درې مهم عوامل اغېزمن وو.

۱. کورنۍ روزنه: میرویس نیکه د خپل زوی په روزنه کې ځانګړې پاملرنه کوله. هغه غوښتل چې زوی یې نه یوازې جنګي قوماندان، بلکې هوښیار سیاستوال هم شي. په تاریخي روایتونو کې راغلي چې محمود به د قومي مشرانو په جرګو کې ناست و او د سیاسي خبرو اترو څخه یې زده کړه کوله (Lockhart 65).

۲. اسلامي تعلیمات: افغانه ټولنه ژوره اسلامي ټولنه وه. د قرآن، حدیث او اسلامي اخلاقو زده کړه د ماشومانو د تعلیم مهمه برخه وه. قرآن کریم فرمایي، ﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ﴾

“که الله ستاسو مرسته وکړي، نو هېڅوک پر تاسو نشي بریالی کېدای.” ( آل عمران، ۳۰۰).

دغه آیت د مسلمانانو لپاره د توکل، باور او استقامت درس ورکوي، او د هغه مهال د افغان مجاهدینو په ذهني نړۍ کې ورته مفاهیم مهم ځای درلود.

۳پوځي روزنه: د هوتکي کورنۍ ځوانان له کوچنیوالي څخه د آس سپرلۍ، غشي ویشتلو، تورې کارولو او جګړه‌ییزو تاکتیکونو سره بلد کېدل. محمود ډېر ژر د خپلې زمانې له غوره آس سپرو څخه شو او د جګړې په ډګر کې یې د چټکو بریدونو ځانګړی مهارت درلود.

تاریخپوهان لیکي چې د هغه د پوځ د حرکت سرعت د صفوي پوځ لپاره تل د حیرانتیا وړ و (Axworthy 74).

د میرویس نیکه تر څنګ سیاسي تجربه

کله چې میرویس نیکه د کندهار د خپلواک حکومت بنسټ کېښود، محمود لا ځوان و، خو د حکومت په ډېرو چارو کې یې برخه اخیسته. هغه د قومي مشرانو ترمنځ د اړیکو، د مالیاتو راټولولو، د پوځ د تنظیم او د سیمې د امنیت په چارو کې تجربه ترلاسه کړه. دا عملي تجربه وروسته د هغه د سلطنت تر ټولو مهمه پانګه شوه.

د افغانستان سیاسي وضعیت

کله چې محمود د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد، افغانستان د څو سترو ګواښونو سره مخ و.

۱. صفوي دولت: صفوي دولت هڅه کوله چې کندهار بېرته ونیسي او د افغانانو خپلواکي پای ته ورسوي.

۲. مغولي هند: په ختیځ کې د مغولو سترواکي لا هم ځواکمنه وه او د کندهار ستراتیژیک اهمیت یې له نږدې څاره.

۳. ازبکان: په شمال کې د بخارا ازبک واکمنان هم د سیمې پر سیاسي بدلونونو سترګې لګولې وې.

په همدې شرایطو کې د افغان دولت بقا یوازې د قوي پوځ، واحدې رهبرۍ او ملي یووالي له لارې ممکنه وه.

.(Noelle-Karimi, 108)

د رهبرۍ د نښو څرګندېدل

له ځوانۍ څخه د محمود په شخصیت کې د رهبرۍ نښې څرګندې وې. هغه د ستونزو پر مهال چټک تصمیم نیوه، د عسکرو ترمنځ محبوب و، او د جګړې په پلان جوړولو کې یې ځانګړی استعداد درلود.

تاریخپوهان یادونه کوي چې د هغه همدا ځانګړتیاوې وروسته د اصفهان د اوږدې محاصرې پر مهال مهم رول ولوباوه (Axworthy 81).

د میرویس نیکه له مړینې وروسته سیاسي وضعه

په ۱۷۱۵ ز کال کې د افغانانو ستر مشر میرویس نیکه وفات شو. د هغه مړینه د نوي افغان دولت لپاره یوه ستره ازموینه وه، ځکه چې دولت لا د جوړېدو په لومړیو پړاوونو کې و او د کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخ و (Lockhart 76).

د میرویس له مړینې وروسته د هغه ورور عبدالعزیز هوتک واک ته ورسېد. که څه هم عبدالعزیز د هوتکي کورنۍ غړی و، خو د صفوي دولت په وړاندې یې د نرمې پالیسۍ ملاتړ کاوه. هغه غوښتل له اصفهان سره سوله وکړي او د جګړو مخه ونیسي. د افغان مشرانو او قومي سپین ږیرو یوه برخه دا تګلاره د میرویس نیکه د مبارزې له موخو سره په ټکر کې ګڼله (Axworthy 82).

د دې اختلافونو له امله په کندهار کې سیاسي بې ثباتي رامنځته شوه. ځوان محمود، چې د خپل پلار د خپلواکۍ فکر ته ژمن و، باور درلود چې که افغانان کمزوري شي، صفوي دولت به یو ځل بیا کندهار ونیسي او د خپلواکۍ ټولې لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

د شاه محمود واک ته رسېدل

په ۱۷۱۷ ز کال کې، د سیاسي اختلافونو او کورنیو شخړو په پایله کې، محمود هوتکي واک ترلاسه کړ. د دې پېښې په اړه تاریخي سرچینې بېلابېل روایتونه وړاندې کوي، خو ډېری لیکوالان موافق دي چې د واک بدلون د هوتکي دولت د بقا لپاره یو مهم سیاسي بدلون و (Lockhart 81).

واک ته له رسېدو وروسته محمود څو مهمې موخې وټاکلې:

  • د دولت داخلي یووالی پیاوړی کول.
  • د پوځ بیا تنظیمول.
  • د صفوي یرغلونو مخنیوی.
  • د کندهار اقتصادي ثبات.
  • د افغان قبایلو ترمنځ د همغږۍ زیاتول.

هغه پوهېده چې یوازې د مېړانې په وسیله دولت نه شي پاتې کېدای. د دې کار لپاره منظم پوځ، مالي سرچینې او قوي رهبري هم اړینې دي.

د پوځ بیا تنظیم: شاه محمود د واک تر لاسه کولو وروسته لومړی د پوځ د پیاوړتیا کار پیل کړ. د هغه پوځ د څو قومونو له جنګیالیو جوړ و، چې پکې هوتکي، توخي، اندړ، ترین، ابدالي او نور پښتانه شامل وو. د جګړې پر مهال ګڼ شمېر بلوڅ او ځینې سیمه ییز متحدین هم ورسره یوځای کېدل (Axworthy 85).

هغه د پوځ په جوړښت کې لاندې اصلاحات راوستل:

۱د آس سپرو ځواک پیاوړتیاد افغان جګړه‌ییز دود له مخې آس سپاره ځواک د پوځ اصلي برخه وه. محمود د سپرو ځواکونو شمېر زیات کړ او د چټکو بریدونو لپاره یې ځانګړي واحدونه جوړ کړل.

۲د قوماندانانو ټاکنه: هغه د قومي اړیکو پر ځای وړتیا ته ارزښت ورکاوه. تجربه لرونکي قوماندانان د جګړې د پلان جوړولو او د عسکرو د روزنې مسئول وټاکل شول.

۳د لوژستیک برابرولهغه هڅه وکړه چې پوځ ته د خوړو، اوبو، اسونو او وسلو دوامداره اکمالات برابر کړي، ځکه اوږدې جګړې یوازې د زړورتیا په وسیله نه ګټل کېږي.

د رهبرۍ ځانګړتیاوې: شاه محمود یوازې د تخت له شا قومانده نه ورکوله. هغه خپله به د پوځ په لومړۍ کرښه کې ولاړ و او د عسکرو ترمنځ به یې مورال لوړاوه. د همدې ځانګړتیا له امله افغان جنګیالي پر هغه ژور باور درلود.

قرآن کریم د یووالي او ثبات په اړه فرمایي: ﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾.

ژباړه:

“د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، خپلمنځي شخړې مه کوئ، ځکه کمزوري کېږئ او ځواک مو له منځه ځي؛ صبر وکړئ، بېشکه الله د صبر کوونکو مل دی.” (الانفال، ۸:۴۶).

دغه آیت د یووالي او نظم اهمیت څرګندوي. که څه هم د شاه محمود سیاسي پرېکړې د خپل وخت د شرایطو محصول وې، د منظمې رهبرۍ او ګډ عمل ارزښت د اسلامي اخلاقي ښوونو له عمومي اصولو سره سمون لري.

د صفوي دولت کمزوري کېدل

سیاسي ستونزې: شاه سلطان حسین نسبتاً کمزوری واکمن ګڼل کېده. د دربار د اشرافو ترمنځ اختلافونه، اداري فساد او د ولایتي چارواکو خپلمنځي سیالۍ د دولت بنسټونه کمزوري کړي وو (کله چې شاه محمود واک ته ورسېد، صفوي سترواکي له سختو داخلي ستونزو سره مخ وه Matthee 214)).

اقتصادي ستونزې: درنې مالیې، د سوداګرۍ کمزوري کېدل او د حکومت مالي بحران د خلکو ناراضیتوب زیات کړی و.

پوځي ستونزې: د صفوي پوځ پخوانی ځواک له لاسه ورکړی و. ډېری عسکر روزل شوي نه وو او د جګړې روحیه یې کمزورې شوې وه (Axworthy 89).

محمود دغه حالت په دقت څاره او باور یې درلود چې دا د افغان دولت لپاره یو تاریخي فرصت دی.

د کندهار ساتنه او د دفاعي کرښې جوړول

تر هر څه وړاندې شاه محمود د خپل دولت امنیت خوندي کړ.

هغه د کندهار شاوخوا کلاګانې ورغولې او ترمیم یې کړې، د مهمو لارو ساتنې ته یې ځانګړي ځواکونه وټاکل، او د احتمالي صفوي بریدونو لپاره یې د څارنې شبکه جوړه کړه.

دغه اقدامات د دې سبب شول چې صفوي پوځ ونه توانېږي کندهار په ناڅاپي ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د جګړې لپاره ستراتیژیک پلان

شاه محمود پوهېده چې یوازې دفاع د افغان دولت بقا نه شي تضمینولای. هغه د جګړې نوې ستراتیژي غوره کړه.

د هغه پلان درې پړاوونه لرل:

  1. د افغان دولت دننه بشپړ ثبات.
  2. د صفوي سرحدي ځواکونو کمزوري کول.
  3. د صفوي دولت اصلي مرکز ته پرمختګ.

دا هغه ستراتیژي وه چې وروسته یې د اصفهان د محاصرې لامل شوه (Lockhart 102).

د کرمان پر لور لومړني عملیات: له څو کلونو تیاریو وروسته شاه محمود خپل لومړني لوی پوځي عملیات پیل کړل.

هغه د کرمان پر لور حرکت وکړ، ځکه دا سیمه د صفوي دولت لپاره مهمه دفاعي کرښه وه.

که څه هم د لومړیو بریدونو ټول اهداف بشپړ ترلاسه نه شول، خو افغان پوځ څو مهمې بریاوې خپلې کړې.

د دغو عملیاتو درې مهمې پایلې وې:

  • د افغان پوځ عملي تجربه زیاته شوه.
  • صفوي دولت د افغان پوځ وړتیا درک کړه.
  • د راتلونکو عملیاتو لپاره د اکمالاتي لارو ارزونه وشوه.

د افغان پوځ ځانګړتیاوې

د افغان پوځ بریالیتوب یوازې د شمېر له امله نه و. تاریخپوهان د دوی څو ځانګړتیاوې یادوي:

چټک حرکت: افغان سپاره ځواک کولای شول په لنډ وخت کې اوږده واټنونه ووهي.

ساده اکمالات: دوی د صفوي پوځ په څېر د لویو کاروانونو اړتیا نه لرله، نو په سختو شرایطو کې هم جګړه کولای شول.

لوړ مورال: د افغان جنګیالیو ډېری د خپلواکۍ د دفاع احساس درلود، چې دا یې د جګړې روحیه پیاوړې کوله (Axworthy 93).

د شاه محمود سیاسي لید

سره له دې چې محمود یو پوځي مشر و، خو سیاسي لید یې هم درلود. هغه هڅه کوله چې د ایران په هغو سیمو کې چې د صفوي حکومت څخه ناراضه ول، ملاتړ پیدا کړي. ځینې سیمه اییز مشران د صفوي ادارې له فساد او کمزورۍ ستړي وو او له همدې امله د افغانانو پر وړاندې یی سخت مقاومت ونه کړ (Matthee 220).

خو دا ملاتړ په ټولو سیمو کې یو شان نه و، او د سیمې د خلکو دریځونه له ځایه تر ځایه توپیر درلود.

د جګړې اخلاقي اړخ: اسلام مسلمانانو ته د جګړې پر مهال هم د عدالت، نظم او له ظلم څخه د ډډه کولو لارښوونه کوي.

الله تعالی فرمایي: ﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ﴾

ژباړه: “او د هغوی پر وړاندې تر خپلې وسې هر ډول ځواک او تیار اسونه چمتو کړئ، ترڅو د الله دښمن او خپل دښمن پرې ووېروئ.” (سورة الأنفال، ۸:۶۰).

په اسلامي تفسیر کې دا آیت د ځواک د چمتووالي او دفاعي وړتیا د اهمیت څرګندونه کوي. د تاریخي جګړو ارزونه باید د خپل وخت د سیاسي او ټولنیزو شرایطو په رڼا کې وشي، او دا آیت د ځانګړو تاریخي پېښو د تایید په توګه نه، بلکې د اسلامي اصولو د عمومي بیان په توګه یادېږي.

د اصفهان پر لور د حرکت پرېکړه

تر څو کلونو تیاریو وروسته شاه محمود دې پایلې ته ورسېد چې که د صفوي دولت مرکزي واک مات نه شي، نو کندهار به تل د بریدونو له ګواښ سره مخ وي. له همدې امله هغه د خپل پوځ مشران راوغوښتل، جګړه‌ییز پلانونه یې بشپړ کړل، او د اصفهان پر لور د ستر لښکرکښۍ پرېکړه یې وکړه. دا پرېکړه د افغانستان او ایران د تاریخ یو له مهمو بدلونونو څخه وه. ډېری معاصر تاریخپوهان دا عملیات د اتلسمې پېړۍ له تر ټولو اغېزمنو پوځي خوځښتونو څخه ګڼي، ځکه چې یوه نسبتاً کوچنۍ سیمه‌ییزه واکمني د سیمې له تر ټولو لویو سترواکیو څخه یوې سره مخامخ شوه (Lockhart 118).

د اصفهان پر لور تاریخي لښکرکښي

له څو کلونو پوځي او سیاسي چمتووالي وروسته، شاه محمود هوتکي د خپل پوځ په مشرۍ د صفوي دولت د پلازمېنې، اصفهان، پر لور حرکت وکړ. دا لښکرکښي یوازې د یوې سیمې د نیولو لپاره نه وه، بلکې د هغه په اند د صفوي دولت د پرله‌پسې ګواښونو د پای ته رسولو یوه ستراتیژیکه هڅه وه (Lockhart 121).

په هغه وخت کې اصفهان د اسلامي نړۍ له سترو ښارونو څخه ګڼل کېده. ښار پراخ بازارونه، لوی جوماتونه، ښکلي ماڼۍ، علمي مرکزونه او د سوداګرۍ نړیوالې لارې لرلې. د صفوي دولت شاهي دربار هم په همدې ښار کې و، او ځکه یې نیول د دولت د سیاسي بقا لپاره حیاتي اهمیت درلود (Axworthy 98).

سره له دې چې د صفوي پوځ شمېر د افغان ځواکونو په پرتله ډېر و، افغان پوځ د چټک حرکت، لوړې جګړه‌ییزې روحیې او اغېزمنې قوماندې له امله ستره ګټه درلوده.

د ګلن‌آباد جګړه

د ۱۷۲۲ ز کال په مارچ میاشت کې د ګلن‌آباد تاریخي جګړه د دواړو لوریو ترمنځ ونښته. دا جګړه د اصفهان ختیځ ته ترسره شوه او د صفوي دولت د برخلیک ټاکونکې جګړه بلل کېږي.

صفوي پوځ د شمېر، توپخانې او تجهیزاتو له پلوه برلاسی و، خو د هغوی د قوماندې ناسم تنظیم، د سرتېرو کمزورې همغږي او د جګړې د روحیې کمښت د افغان پوځ لپاره فرصت برابر کړ (Lockhart 127).

برعکس، شاه محمود د جګړې پر مهال خپل ځواکونه په منظم ډول تنظیم کړل، د آس سپرو بریدونه یې په مناسب وخت ترسره کړل او د صفوي پوځ د لیکو ترمنځ یې ګډوډي رامنځته کړه.

د جګړې په پایله کې افغان پوځ بریا خپله کړه او د صفوي پوځ اصلي دفاعي کرښه ماته شوه.

تاریخپوه مایکل اکسورتي لیکي چې د ګلن‌آباد بریا یوازې یوه پوځي بریا نه وه، بلکې د صفوي دولت د سقوط پیل و (Axworthy 103).

د اصفهان محاصره

د ګلن‌آباد له جګړې وروسته شاه محمود د اصفهان ښار کلابند کړ. د دې پر ځای چې ښار په مستقیم برید ونیسي، هغه د محاصرې تګلاره غوره کړه. د ښار د اکمالاتي لارو تر کنټرول لاندې راوستلو سره، د خوړو او نورو اړتیاوو کمښت ورځ تر بلې زیات شو (Lockhart 135).

محاصره نږدې اووه میاشتې دوام وکړ. د دې مودې په اوږدو کې د ښار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شول؛ لوږه، ناروغۍ او اقتصادي ګډوډي په ښار کې پراخه شوه. د ډېرو معاصرو او وروستیو سرچینو له مخې، د اصفهان د خلکو رنځ د دې محاصرې تر ټولو دردناک اړخ و (Matthee 228). د همدې لپاره، د تاریخ څېړونکي د جګړې د پوځي بریا تر څنګ د هغې د بشري لګښت یادونه هم کوي.

د شاه سلطان حسین تسلیمېدل

د اوږدې محاصرې وروسته، صفوي واکمن شاه سلطان حسین نور د مقاومت توان نه درلود. هغه د ۱۷۲۲ ز کال په اکتوبر کې تسلیم شو او د ایران واک یې شاه محمود هوتکي ته وسپاره (Lockhart 142).. دا پېښه د منځني ختیځ او مرکزي اسیا په تاریخ کې یوه ستره سیاسي بدلون بلل کېږي، ځکه د نږدې دوه سوه کلنې صفوي سترواکۍ واکمني پای ته ورسېده.

افغان پوځ د سیمې د یوه ستر امپراتورۍ پلازمېنه ونیوله، او د هوتکي دولت نفوذ د افغانستان له سرحدونو څخه ډېر واوښت.

د ایران د پاچا په توګه د شاه محمود اعلان

له تسلیمېدو وروسته، شاه محمود د ایران د نوي واکمن په توګه اعلان شو.

دا د افغانانو په تاریخ کې لومړی ځل و چې یو افغان مشر د ایران پر ستره برخه واکمن شو (Axworthy 109).

خو له دې سترې بریا سره یوځای، هغه له بې‌ساري مسئولیت سره هم مخ شو. د نوې واکمنې سره سم هغه د نوویو تاریخي ننګونو سره مخ شو او هغه باید اوس:

  1.          د میلیونونو وګړو اداره وکړي.
  2.          د ایران اقتصادي بحران کنټرول کړي.

   III.         د صفوي پلویانو مخالفتونه مهار کړي.

  1.          د پوځ اکمالات برابر کړي.
  2.          د افغان او ایراني اشرافو ترمنځ اړیکې تنظیم کړي. یعنی د راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړي.

دا ټولې چارې د یوه نوي او محدودو سرچینو لرونکي دولت لپاره ډېرې ستونزمنې وې.

د شاه محمود د حکومتدارۍ ننګونې

که څه هم شاه محمود د جګړې په ډګر کې بریالی و، خو د حکومتدارۍ شرایط له جګړې سره ډېر توپیر درلود.

۱. اقتصادي بحران: د اوږدې محاصرې له امله د اصفهان بازارونه کمزوري شوي وو، کرنیز تولید راټیټ شوی و او د دولت عواید کم شوي وو.

۲. اداري ستونزې: د صفوي دولت ډېری پخواني چارواکي یا تښتېدلي وو او یا یې د نوي حکومت ملاتړ نه کاوه. د نوې ادارې جوړول وخت او تجربه غوښتله.

۳. امنیتي ګواښونه: په بېلابېلو ولایتونو کې د صفوي کورنۍ پلویانو پاڅونونه کول او د مرکزي حکومت واک یې ننګاوه (Matthee 236).

د شاه محمود شخصیت او د واک وروستي کلونه

تاریخي سرچینې د شاه محمود د واکمنۍ د وروستیو کلونو په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کوي. ځینې معاصر او وروستني لیکوالان یادونه کوي چې د جګړو، سیاسي فشارونو، د توطیو وېره او دوامدارو ستونزو د هغه پر رواني حالت اغېزه وکړه . (Lockhart 156)  ځینې نور تاریخپوهان بیا خبرداری ورکوي چې د هغه په اړه ځینې منفي روایتونه د هغه د سیاسي مخالفانو یا وروستنیو لیکوالانو له خوا اغېزمن شوي دي، نو باید له احتیاط سره وڅېړل شي.

 (Axworthy 116).

له همدې امله، د هغه د ژوند وروستي پړاوونه د تاریخي بحث او څېړنې موضوع پاتې دي. د ډېرو تاریخي سرچینو له مخې، شاه محمود د ناروغۍ او سختو سیاسي فشارونو له امله له واکه لرې شو او لږ وروسته وفات شو

 (Lockhart 163).او په ۱۷۲۵ ز کال کې شاه اشرف هوتکي واک ترلاسه کړ.

که څه هم د هغه واکمني یوازې څو کاله دوام وکړ، خو اغېزې یې د سیمې پر تاریخ ژورې پاتې شوې.

د شاه محمود مهمې لاسته راوړنې

۱. د افغان دولت نړیوال شهرت: د اصفهان تر فتحې وروسته د هوتکي دولت نوم په عثماني، روسي، هندي او اروپایي دربارونو کې وپېژندل شو (Axworthy 118).

۲. د افغانانو سیاسي ځواک: هغه وښوده چې افغانان یوازې قبایلي جنګیالي نه دي، بلکې د دولت جوړونې او لویو پوځي عملیاتو وړتیا هم لري.

۳. پوځي نوښت: شاه محمود د چټکو آس سپرو بریدونو، خوځنده جګړې او انعطاف منونکي تاکتیکونو له لارې د خپل وخت د لویو پوځونو پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

۴. د خپلواکۍ ساتنه: هغه د خپل پلار د خپلواکۍ غورځنګ دوام ورکړ او د کندهار د نوي افغان دولت د بقا لپاره یې ستراتیژیک اقدامات وکړل.

د شاه محمود د واکمنۍ پر دورې نیوکې

د هر تاریخي مشر په څېر، د شاه محمود واکمني هم یوازې د بریاوو له اړخه نه ارزول کېږي.

تاریخپوهان څو مهمې نیوکې هم مطرح کوي:

  • د اصفهان اوږدې محاصرې د ملکي وګړو لپاره سخت بشري زیانونه لرل (Matthee 228).
  • د ایران د پراخې سیمې اداره د هوتکي دولت له اداري ظرفیت څخه لویه وه.
  • د حکومت د ثبات لپاره کافي اداري اصلاحات ونه شول.
  • داخلي سیاسي اختلافونو د دولت اوږدمهاله بقا کمزورې کړه.

له همدې امله، د معاصرو څېړنو ډېری لیکوالان د شاه محمود شخصیت په متوازن ډول ارزوي او هغه د پام وړ پوځي مشر ګڼي، خو د حکومتدارۍ په برخه کې ورسره جدي ننګونې هم تړي. که څه هم هغه د اوږدي مودې لپاره په قدرت کی پاتی نه شو، خو هغه دویم کس وو چی افغانستان ته یی نړیوال نوم ا شهرت پریښود.

د شاه محمود هوتکې په دوره کی د واک ویش

اسلام واکمني د امانت په توګه ګڼي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ۖ وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ﴾

ژباړه: “بېشکه الله تاسو ته امر کوي چې امانتونه د هغوی مستحقو کسانو ته وسپارئ، او کله چې د خلکو ترمنځ حکم کوئ، په عدالت سره حکم وکړئ” (سورة النساء، 4:58).

دغه آیت د اسلامي حکومتدارۍ یو بنسټیز اصل بیانوي او هغه داچی قدرت باید له عدالت، مسئولیت او امانتدارۍ سره مل وي. د تاریخي شخصیتونو ارزونه هم هغه وخت بشپړه کېږي چې د هغوی بریاوې او نیمګړتیاوې دواړه په علمي او بې پرې ډول وڅېړل شي. د شاه محمود هوتکي د واکمنۍ پر مهال، چې له ۱۷۱۷ تر ۱۷۲۵ میلادي پورې یې د اصفهان پر مرکز د هوتکي دولت واک درلود، د واک جوړښت تر ډېره متمرکز و، خو د پراخې سیمې د اداره کولو لپاره واک د بېلابېلو پوځي، اداري او قومي مشرانو ترمنځ هم وېشل شوی و. شاه محمود د هوتکي دولت تر ټولو لوړ سیاسي او پوځي مشر و. هغه د اصفهان له نیولو وروسته د صفوي دولت د واکمنۍ پر ځای خپل حکومت جوړ کړ. د دولت مهمې سیاسي او پوځي پرېکړې د هغه تر مشرۍ لاندې ترسره کېدې. خو په دولت او د هیواد په ادره کولو کی نورو هم تر یوه حده رول درلود لکه د هوتکي قبایلي مشران، پوځی واکداران، ولایتي او سیمه ایز واکداران او دیني مشران.

د صفوي دولت سقوط او په نړیوال سیاست یی اغېزه

د صفوي دولت سقوط یوازې د ایران کورنۍ پېښه نه وه. دا بدلون یو تاریخي بدلون وو چی له امله یی نور نړیوال قدرتونو خپل جګړه ایز پیاوړتیاوي بیا وارزولي او ضروري اقدامات یی وکړل د هغې له جملې څخه عثماني سترواکۍ خپلې ختیځې پولې بیا وارزولې. د روسیې سترواکۍ د قفقاز پر لور خپل نفوذ پراخ کړ او د هند مغولي واکمنانو د افغانستان د سیاسي ځواک په اړه خپلې پالیسۍ بدلې کړې (Axworthy 121).

له همدې امله، د شاه محمود بریا د اتلسمې پېړۍ د سیمه ا‌ییز سیاست یو مهم فصل ګڼل کېږي.

د شاه محمود هوتکي تاریخي میراث

د تاریخ په اوږدو کې داسې مشران ډېر لږ لیدل کېږي چې د یوې سیمه‌ اییزې واکمنۍ له چوکاټه ووځي او د سیمې د سیاسي جغرافیې په بدلون کې بنسټیز رول ولوبوي. شاه محمود هوتکي له همدې شخصیتونو څخه شمېرل کېږي. که څه هم د هغه واکمني لنډه وه، خو د هغې اغېزې د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا د سیاسي تاریخ په مسیر کې څرګندې پاتې شوې (Axworthy 122).

د محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې افغانانو وښوده چې د هغوی نظامي وړتیا یوازې د دفاع تر کچې محدوده نه ده، بلکې د لویو ستراتیژیکو عملیاتو د ترسره کولو توان هم لري. د اصفهان نیول د هغه وخت د نړۍ د ډېرو سیاستوالو لپاره حیرانوونکې پېښه وه، ځکه یوې نسبتاً نوې او محدودې واکمنۍ د سیمې له تر ټولو پخوانیو سلطنتونو څخه یو نسکور کړ.

 (Lockhart 168).

سره له دې، تاریخي میراث یوازې د بریاوو په شمېر نه ارزول کېږي. د هغه د واکمنۍ په اړه د حکومتدارۍ ستونزې، د اوږدې جګړې بشري زیانونه او د دولت د ادارې محدود ظرفیت هم د تاریخي بحث مهم اړخونه دي. له همدې امله، ډېری معاصر څېړونکي د شاه محمود شخصیت د اتلولۍ او نیوکې دواړو له زاویو ارزوي.

د افغانستان په تاریخ او فرهنګ کی د شاه محمود ځای

په افغانستان کې شاه محمود هوتکي د خپلواکۍ، زړورتیا او ملي غرور له سمبولونو څخه ګڼل کېږي. د هغه نوم د میرویس نیکه، احمد شاه بابا او نورو تاریخي مشرانو ترڅنګ د افغان دولت د لومړنیو بنسټ اېښودونکو او پیاوړو رهبرانو په کتار کې یادېږي (Dupree 339).

د پښتو ولسي ادب، تاریخي روایتونو او شفاهي کیسو په اوږدو کې د هغه مېړانه او د اصفهان فتحه د افغانانو د سیاسي ځان ‌باورۍ یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. که څه هم د تاریخي روایتونو ترمنځ توپیرونه شته، خو د هغه د پوځي استعداد او جرئت په اړه پراخ توافق لیدل کېږي.

د ایران په تاریخي روایتونو کې د شاه محمود انځور

د ایران په ډېرو دودیزو تاریخي سرچینو کې د شاه محمود هوتکي د واکمنۍ یادونه د صفوي دولت د سقوط له دردناکې دورې سره تړلې ده (Matthee 240). ځکه چې د اصفهان محاصره او د صفوي سلطنت پای د ایران د خلکو په زړونو اوفکرونو کې یوه ستره تاریخي ضربه ګڼل کېږي.

خو معاصرو تاریخپوهانو هڅه کړې چې له احساساتي روایتونو هاخوا د هغه د واکمنۍ سیاسي، اقتصادي او پوځي شرایط په علمي ډول وارزوي. دوی ټینګار کوي چې د صفوي دولت کمزوري، داخلي فساد، اقتصادي بحران او اداري بې‌ثباتي هم د سقوط مهم عوامل وو، او دا پېښه یوازې د افغان پوځ د برید له امله نه رامنځته شوې.

. (Axworthy 124، Matthee 242)

د معاصرو تاریخپوهانو ارزونه

د معاصر تاریخ او عسکري نظامونو څېړونکي د شاه محمود په اړه څو مهم ټکي یادوي:

۱. پوځي وړتیا: اکثره تاریخپوهان موافق دي چې شاه محمود د خپل وخت له تکړه پوځي قوماندانانو څخه و. هغه د لږ شمېر خو چټکو او منظم ځواکونو په مرسته د یوه ستر امپراتورۍ پوځ ته ماتې ورکړه (Axworthy 125).

۲. ستراتیژیک لید: هغه د صفوي دولت کمزورۍ په دقت درک کړې وه او د همدې پر بنسټ یې خپل عملیات پلان کړل.

۳. د حکومتدارۍ محدودې تجربې: د جګړې او حکومت ترمنځ توپیر لوی و. د ایران د پراخ قلمرو اداره د نوې افغان واکمنۍ لپاره ستره ننګونه وه، او د ادارې د نشتوالي ستونزې د دولت د کمزوري کېدو سبب شوې (Lockhart 172).

۴. تاریخي پیچلتیا: هیڅ تاریخي شخصیت یوازې اتل یا یوازې ناکام نه وي. د شاه محمود ژوند هم د بریاوو، تېروتنو، سختو پرېکړو او د خپل وخت د شرایطو ګډ انځور وړاندې کوي.

د شاه محمود هوتکي له ژوند څخه څو مهم درسونه اخیستل کېدای شي:

  • ملي یووالی د دولت د ځواک بنسټ دی.
  • د رهبرۍ لپاره زړورتیا او تدبیر دواړه اړین دي.
  • نظامي بریا د دوامدارې ادارې بدیل نه شي کېدای.
  • اقتصادي ثبات او اغېزمنه اداره د هر دولت د بقا لپاره مهم دي.
  • د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ساتنه او د عدالت ټینګښت د اوږدمهاله مشروعیت لپاره اساسي ارزښت لري.

دا درسونه یوازې د اتلسمې پېړۍ لپاره نه، بلکې د معاصر دولت جوړونې لپاره هم ارزښت لري. یو بل مهم اصل دا دی چی د افغانستان په شان نورو اسلامی هیوادونو او ټولنو کی اسلام ته احترام او اسلامي لارښوونې په دقت سره پلي کول او په ځانګري ډول د عدالت پلي کوول، د بریالیتوب لپاره لاره خلاصوي. او څنګه چی الله تعالی فرمایی:

﴿وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ﴾

ژباړه: “له هغوی سره په چارو کې مشوره وکړه، او کله چې دې پرېکړه وکړه، نو پر الله توکل وکړه.”

(سورة آل عمران، ۱۵۲: ۳)

دا آیت د اسلامي رهبرۍ دوه مهم اصول بیانوي: مشوره او مسؤلانه پرېکړه.

همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ﴾

ژباړه: “اې مؤمنانو! د عدالت ټینګ ساتونکي او د الله لپاره د حق شاهدان اوسئ.”(سوره النساء   ۴:۱۳۵).

دغه آیتونه د عدالت، مشورې، استقامت او توکل پر ارزښت ټینګار کوي. د تاریخي شخصیتونو د ارزونې پر مهال هم دا اسلامي اصول د اخلاقي تأمل لپاره ګټور دي، که څه هم د هغوی ټولې سیاسي او پوځي پرېکړې د دیني حکمونو مستقیم انعکاس نه ګڼل کېږي.

پایله

شاه محمود هوتکي د افغانستان د تاریخ له هغو اغېزمنو شخصیتونو څخه دی چې نوم یې د اتلسمې پېړۍ له مهمو بدلونونو سره تړلی دی. هغه د خپل پلار میرویس نیکه، د خپلواکۍ غورځنګ ته دوام ورکړ. د افغان دولت بنسټونه یې پیاوړي کړل او د صفوي سترواکۍ پر وړاندې یې داسې پوځي بریا ترلاسه کړه چې د سیمې سیاسي توازن یې بدل کړ.

د اصفهان فتحه د هغه د پوځي استعداد څرګندونه وه، خو د پراخ قلمرو اداره، اقتصادي ستونزې او داخلي مخالفتونه هغه ننګونې وې چې د هغه حکومت یې کمزوری کړ. له همدې امله، د شاه محمود تاریخي ارزونه باید متوازنه وي. هغه نه یوازې د افغانانو یو زړور قوماندان و، بلکې یو داسې واکمن هم و چې له هغو پېچلو ستونزو سره مخ شو چې د هغه د دولت له اداري ظرفیت څخه وتلې وو.

د افغانستان د معاصر نسل لپاره د هغه د ژوند تر ټولو مهم پیغام دا دی چې خپلواکي، ملي یووالی، علم، اغېزمنه اداره او عدالت باید د هر دولت د بنسټ ډبرې وي. تاریخ ښيي چې یوازې پوځي بریاوې د تلپاتې ثبات ضمانت نه شي کېدای. قوي بنسټونه، قانون، اقتصاد او د خلکو باور د هرې بریالۍ واکمنۍ اساسي ستنې دي.

له همدې امله، د شاه محمود هوتکي نوم به د افغانستان په تاریخ کې د زړورتیا، رهبرۍ او ستر سیاسي بدلون د یوه مهم فصل په توګه پاتې وي، او د هغه ژوند به د څېړونکو لپاره د بحث، ارزونې او زده کړې یوه ارزښتناکه موضوع وي.

پای

داکتر سمیع الله خالد سهاک

کلیفورنیا، د امریکا متحد ایالات

جولای- اګست، ۲۰۲۶

ماخذونه

Axworthy, Michael. The Sword of Persia: Nader Shah, from Tribal Warrior to Conquering Tyrant. I.B. Tauris, 2006.

Dupree, Louis. Afghanistan. Princeton University Press, 1980.

Encyclopaedia Iranica. “Hotak Dynasty.” Encyclopaedia Iranica, Encyclopaedia Iranica Foundation, https://iranicaonline.org.

Encyclopaedia Britannica. “Hotaki Dynasty.” Encyclopaedia Britannica, Encyclopaedia Britannica, Inc., https://www.britannica.com.

Lockhart, Laurence. The Fall of the Safavi Dynasty and the Afghan Occupation of Persia. Cambridge University Press, 1958.

Matthee, Rudi. Persia in Crisis: Safavid Decline and the Fall of Isfahan. I.B. Tauris, 2012.

Noelle-Karimi, Christine. The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan. Austrian Academy of Sciences Press, 2014.

Savory, Roger. Iran under the Safavids. Cambridge University Press, 1980.

The Qur’an. The Qur’an: A New Translation, translated by M. A. S. Abdel Haleem, Oxford UP, 2004.

The Qur’an. The Noble Qur’an, King Fahd Complex for the Printing of the Holy Qur’an, Medina, Saudi Arabia.

https://quran.comThe Qur’an. Quran.com,

شاه‌محمود هوتک او د صفوي امپراتورۍ پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...