لیکوال: پروفیسور دکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی
درنو لوستونکو، دا متن د « د صفوي دولت په ړنګېدو کې د افغان قبایلو ونډه» مقالې درېیمه او وروستۍ برخه ده چې تاسو سره شریکوم، دوه نورې برخې یې پخوا زما پر فېسبوک پاڼه خپرې شوې دي.
په کندهار کې د میرویس خان تر مړینې وروسته، د هغه ورور او ځایناستی عبدالعزیز واک ته ورسېد. خو نوموړی د خپل مخکیني واکمن په څېر وړ، پیاوړی او باصلاحیته شخصیت نه و. له همدې امله د صفويانو له ګواښونو څخه په وېرې، له هغوی سره د اتحاد او همکارۍ د رامنځته کولو په لټه کې شو (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۱۵ب).
د قبیلو مشرانو او مخورو د عبدالعزیز دغه دریځ د منلو وړ ونه باله او د میرویس خان اتلس کلن زوی، میر محمود واک ته د رسولو لپاره یې عملي هڅې پیل کړې. میر محمود د قبایلي مشرانو له ملاتړ څخه په برخمنېدو سره د واک د ترلاسه کولو مبارزې ته ورودانګل او د خپل تره عبدالعزیز تر وژلو وروسته یې په کندهار کې واک ترلاسه کړ (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۱۵۰؛ بلنټ، ۱۹۶۶: ۱۵۳).
په هرات کې د ابدالیانو خپلواکي او د فراه د کلا نیول، د کندهار واکمن میر محمود اړ کړ چې د دې وضعیت د مهارولو لپاره لازم تدابیر ونیسي. میر محمود د خپلو راټولو شوو ځواکونو په ملتیا له ابدالیانو څخه د فراه کلا د بېرته را نیولو په موخه پوځي لښکرکښۍ ته ووت. د هغه ځواکونه د اسدالله خان تر قوماندې لاندې له ابدالي لښکر سره د فراه او زمينداور ترمنځ په دلارام نومي کوچنۍ کلا کې مخامخ شول.
په دې سخته او خونړۍ جګړه کې دواړو لورو درانه تلفات ورکړل، خو کله چې اسدالله خان د جګړې په ډګر کې ووژل شو، ابدالیان له ماتې سره مخ شول او اړ شول چې هرات ته شاتګ وکړي (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۲).
میر محمود د جګړې په ډګر کې د وژل شوي اسدالله خان او نورو ابدالي قوماندانانو د سرونو د پرې کولو امر وکړ او هغه یې شاه حسین ته ولېږل (بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ، ۱۹۷۵: ۱۰۹). له دې بریا وروسته محمود په کندهار کې د یوه خپلواک او رښتیني واکمن په توګه چلند پیل کړ. شاه حسین هم د خلعت او ډالیو په لېږلو سره هغه ته د «حسین قلي خان» لقب ورکړ او د کندهار د والي په توګه یې وټاکه (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۲ او ورپسې مخونه).
ابدالیان د غلجیانو له لاسه تر دې سختې ماتې وروسته په خپل منځ کې د مشرۍ پر سر په سیالیو او اختلافونو کې ښکېل شول، له همدې امله یې بیا د خپلو ځواکونو د منظمولو توان پیدا نه کړ او په پایله کې د میر محمود تر واکمنۍ لاندې راغلل.³¹ میر محمود، د ابدالیانو تر پوځي ځواک کمزوري کولو وروسته، د هزارهوو پر لور لښکر یووړ او هغوی یې هم تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۱۵۲). په همدې پړاو کې، په هند کې روان سیاسي کړکېچ هم میر محمود د بشپړې خپلواکۍ پر لور هڅولی و. په ۱۷۰۷ زېږدیز کال کې د لومړي عالمګیر شاه، چې په اورنګزېب هم مشهور و، تر مړینې وروسته د هغه د زامنو ترمنځ د تخت پر سر جګړې پیل شوې. دغو شخړو دولس کاله دوام وکړ او د دې لامل شوې چې بابري واکمنان په کندهار کې د روانو تحولاتو او پېښو پر وړاندې بېپروا پاتې شي.
په ورته وخت کې، ایران هم د ژور زوال او پراخې ګډوډۍ له پړاو سره مخ شوی و. په ځانګړي ډول، اصفهان ته نږدې په همدان او شاوخوا سیمو کې د کُردانو پاڅونونو، د هېواد په شماللوېدیځ کې د لزګیانو پرلهپسې ناکراریو، په داغستان او شروان کې له سني مېشتو وګړو سره د عثماني دولت نږدې لېوالتیا او اړیکو، او د روسیې د تزار پتر ټول پام د ایران پولو ته اوښتلو، هغه حساس او کړکېچن وضعیت په څرګنده توګه انځوروه چې صفوي دولت ورسره مخ و. سربېره پر دې، د مسقط واکمنانو او نورو عربو قبایلو، چې د هرمز په تنګي کې یې بحرین، قشم او لارک ټاپوګان نیولي وو، پر سوداګریزو بېړیو پرلهپسې بریدونه کول او په دې توګه یې د صفوي دولت سوداګریزو فعالیتونو ته ستر زیانونه اړول.³²
میر محمود، چې صفوي دولت ته د ورپېښو دغو ټولو ګواښونو له بشپړ پراخوالي څخه لا پوره خبر نه و، د افغان قبایلو د یوه ګډ آرمان تر چتر لاندې د راټولولو او د هغوی د معیشت د تأمینولو په موخه، د ایران خاورې ته سترګې واړولې. میر محمود په کندهار کې د خپل واک تر ټینګولو وروسته د ایران خاورې ته مخه کړه. په دې پرېکړه کې هغو معلوماتو مهم رول درلود چې هغه له خپل پلار میرویس خان، څخه اورېدلي و. د دغو معلوماتو له مخې، صفوي دولت سخت کمزوری شوی او د ړنګېدو پر درشل ولاړ و (فرهنګ، ۱۲۷۸: ۷۲).
میر محمود په کندهار کې د خپل ځایناستي او استازي په توګه د لزګي مشرانو له ډلې بیجان سلطان پرېښود (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۴ او ورپسې مخونه). تر اړینو اداري او پوځي ټاکنو وروسته، نوموړی د ۱۷۱۹ زېږدیز کال د اوړي په وروستیو کې له یوولس زره کسیز پیاوړي لښکر سره د شماللوېدیځ پر لور وخوځېد. صفوي چارواکو ګومان کاوه چې د دې پوځي خوځښت موخه د ابدالیانو پر ضد د یوې بلې لښکرکښۍ پیلول دي.
خو میر محمود لږه موده وروسته د خپل لښکر مسیر د سوېللوېدیځ پر لور واړاوه او په چټکۍ سره د سیستان خاورې ته ننوت. د دښتِ لوط د تېرېدو پر مهال، د سختې ګرمۍ او اوبو د کمښت له امله یې ګڼ شمېر سرتېري له لاسه ورکړل. سره له دې، هغه خپل پرمختګ ته دوام ورکړ او د کرمان تر دروازو ورسېد. د کرمان والي، حسین خان سیستاني، چې د غلجیانو پر وړاندې د مقاومت لپاره کافي ځواک نه درلود، په بیړه ښار پرېښود (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۳).
افغانان چې له هېڅ ډول مقاومت سره مخ نه شول، کرمان ته ننوتل. د هغوی له راتګ څخه تر ټولو ډېر هغه زردشتیان خوښ شول چې د شیعه ملايانو له چلند څخه یې شکایت درلود. میر محمود په ښار کې د ورانۍ او لوټمار اجازه ورنه کړه او خپل سرتېري یې په کلا کې ځای پر ځای کړل. هغه نه د ښار اوسېدونکو ته زیان ورساوه او نه یې هغو انګلیسي سوداګرو ته لاس وروړ چې په هغه وخت کې د ختیځ هند کمپنۍ په استازیتوب د وړیو د سوداګرۍ لپاره په ښار کې مېشت و. خو د خپل لښکر د اکمالاتو او معاشونو د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې پر ښار درانه مالیات ولګول. سره له دې، د ښار خلکو د غلجیانو پر وړاندې هېڅ ډول پاڅون ونه کړ. میر محمود نهه میاشتې په کرمان کې پاتې شو، خو له هغه ځایه یې د لا زیات پرمختګ لپاره کوم بل پوځي اقدام ونه کړ (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۱۵۰ او ورپسې مخونه).³³
صفوي دولت، چې د میر محمود له خوا د کرمان د نیولو پر وړاندې یې د مقاومت توان نه درلود، یوازې نهه میاشتې وروسته وتوانېد چې سیمې ته یو لښکر واستوي. په هغه وخت کې صفویانو له پرتګالیانو سره هوکړه کړې وه، څو هغه عرب ځواکونه له نیول شوو ټاپوګانو څخه وباسي چې سمندري سوداګري یې له خنډ سره مخ کړې وه. خو صفوي حکومت دغه سمندري عملیات وځنډول او په سیمه کې مېشت ځواکونه یې د اعتمادالدوله فتحعلي خان داغستاني د وراره، لطفعلي خان، تر قوماندې لاندې کرمان ته ولېږل.
لطفعلي خان بیا محمدقلي بېګ قزویني د نهه زره کسیز ځواک په مشرۍ د مخکښ پوځي واحد په توګه کرمان ته واستاوه (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۳). میر محمود، چې له دې پرمختګ څخه خبر شو، له صفوي لښکر سره یې د مخامخ او پراخې جګړې خطر ونه مانه، له همدې امله یې په بېړه کرمان پرېښود او د کندهار پر لور روان شو (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۱۵۹ او ورپسې مخونه).³⁴
میر محمود د هغه صفوي لښکر پر وړاندې، چې د ده د ځپلو لپاره استول شوی و، له مقاومت پرته شاتګ وکړ. د دې شاتګ تر ټولو مهم لامل دا و چې د کرمان او کندهار ترمنځ د اوږده واټن له امله یې کافي پوځي او لوژستیکي مرستې نهشوې ترلاسه کولای. سربېره پر دې، په همدې وخت کې په کندهار کې د بیجان سلطان د واکمنۍ له امله ځینې اداري او امنیتي کمزورۍ هم رامنځته شوې وې.³⁵ له همدې امله، میر محمود کندهار ته له رسېدو سره سم پر ایران د یوې لا سترې لښکرکښۍ لپاره په پوځي چمتووالي پیل وکړ. هغه د ابدالیانو، هزارهوو، مکرانیانو او بلوڅانو په ملاتړ پنځه څلوېښت زره کسیز لښکر راټول کړ او د ۱۷۲۱ زېږدیز کال په اوړي کې د دویم ځل لپاره د ایران پر لور وخوځېد (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۵ او ورپسې مخونه). میر محمود تر یوې خورا سختې او ستړې کوونکې لارې وهلو وروسته د دښتِ لوط له صحرا څخه واوښت، د ۱۷۲۱ زېږدیز کال د اکتوبر په ۲۲مه د کرمان تر څنډو ورسېد او ښار یې کلابند کړ (لاکهارټ، ۱۹۵۸: ۱۳۰).³⁶
په همدې موده کې د کرمان والي حسین خان سیستاني، له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې رستم محمد سعدلو ټاکل شوی و. د رستم خان له خوا په بشپړه توګه ټینګ او دفاعي چمتو شوي کرمان نیول چندان اسانه نه و. میر محمود د کلا پر ضد په لومړنیو بریدونو کې تر یو نیم زر زیات سرتېري له لاسه ورکړل. کله چې پوه شو چې ښار په دې ډول نه شي نیولای، د کلابندۍ کړۍ یې لا پسې تنګه او عملیات یې پراخ کړل. هغه د درنو توپونو د راوړلو امر وکړ او د کلا پر دېوالونو یې توپچي بریدونه پیل کړل. که څه هم د رستم خان سعدلو له خوا د ښار زړورې دفاع او د ژمي ورځ تر بلې سختېدونکو شرایطو د غلجیانو او د هغوی د متحدانو په لیکو کې ناهیلي او ستړیا رامنځته کړې وه، خو میر محمود له خپل دریځه پر شا نه شو او کلابندي یې د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ تر وروستیو پورې روانه وساتله.
رستم خان سعدلو، چې د صفوي پلازمېنې له لوري یې هېڅ ډول مرسته ترلاسه نه کړه، په همدې موده کې ومړ. د هغه تر مړینې وروسته ښار نور د مقاومت توان له لاسه ورکړ او د افغانانو لاس ته ولوېد. افغانانو کرمان څو ورځې لوټ کړ او د پام وړ غنیمتونه یې ترلاسه کړل (مرعشي، ۱۳۴۲: ۵۶). میر محمود د دې بریا او ترلاسه شوو غنیمتونو په پایله کې پر خپل لښکر بشپړ واک او نظم ټینګ کړ. له دې وروسته یې یزد ښار د خپلې بلې موخې په توګه وټاکه. غلجي لښکر د انار له لارې د فبرورۍ په نیمایي کې د یزد ښار بهرنیو سیمو ته ورسېد. د غلجي ځواکونو په لیدلو سره د یزد اوسېدونکو سمدستي د ښار دروازې وتړلې او دفاعي چمتووالی یې ونیو. خو میر محمود، چې نه یې غوښتل په اوږدې کلابندۍ کې وخت ضایع او سرتېري له لاسه ورکړي، د یزد د محاصرې پر ځای په مستقیم ډول د صفوي دولت د واکمنۍ د زړه، یعنې پلازمېنې اصفهان، پر لور حرکت وکړ (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۱۹۸).
میر محمود د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د مارچ په لومړۍ نېټه، د اصفهان پر لاره د زایندهرود سیند پر غاړه پروت د ورزنې کلي ته ورسېد. په همدې ځای کې د شاه حسین یو استازی ورغی او وړاندیز یې وکړ چې د شپږ سوه کڅوړو سپینو زرو په بدل کې دې افغان لښکر بېرته ستون شي. خو میر محمود دغه وړاندیز ونه مانه، خپل پرمختګ ته یې دوام ورکړ او د محمدآباد شاوخوا لس کیلومتره ختیځ ته یې د سگزي په کلي کې خپل پوځي قرارګاه جوړه کړه. په همدې ځای کې میر محمود ته خبر ورسېد چې یو پیاوړی صفوي لښکر له اصفهان څخه د ده پر لور خوځېدلی دی. له دې خبر وروسته یې امر وکړ چې د مخامخ میداني جګړې لپاره د سیمې جغرافیایي او طبیعي جوړښت په دقت وڅېړل شي. تر څېړنې وروسته ګلناباد، چې له اصفهان څخه شاوخوا څلور ساعته واټن درلود او شاوخوا یې کرنیزې ځمکې پرتې وې، د جګړې لپاره مناسب ځای وبلل شو، نو میر محمود خپله پوځي قرارګاه همدغه ځای ته ولېږدوله (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۱۸ب).
صفويانو د دې لپاره چې د اصفهان له ښار څخه بهر د میر محمود پر وړاندې ودرېږي، اعتمادالدوله محمدقلي خان یې د دېرش زره کسیز ځواک په مشرۍ ګلناباد ته ولېږه (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۴). دغه اصلي لښکر، چې په څلورویشتو درنو توپونو او نورو درنو وسلو سمبال و، دوه ورځې وروسته د عربستان د والي، سید عبدالله، تر قوماندې لاندې له دولس زره کسیز عرب ځواک سره یوځای شو. د ګرجستان د والي، میرزا رستم خان، او د لرستان د والي، عليمردان خان، د ځواکونو په ورګډېدو سره، صفوي لښکر د افغانانو پر وړاندې د جګړې لپاره خپل ټول چمتووالی بشپړ کړ (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۲۰۲).
صفوي لښکر د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د مارچ په ۴مه له اصفهان څخه د یزد پر لور وخوځېد او د مارچ په ۷مه د ګلناباد شاوخوا سیمو ته ورسېد. ګلناباد، چې د مخامخ میداني جګړې لپاره خورا مناسب ډګر و، دواړو لښکرو په کې د یو بل پر وړاندې خپل جنګي لیکونه منظم کړل. د صفوي لښکر په مرکز کې اعتمادالدوله محمدقلي خان له پنځلس زره کسیز ځواک سره ځای پر ځای شوی و. د لښکر په ښي برخه کې د عربستان والي عبدالله خان او د ګرجستان والي رستم خان، او په چپه برخه کې د لرستان والي عليمردان خان او عليرضا خان له خپلو ځواکونو سره ولاړ وو (لاکهارټ، ۱۹۵۸: ۱۳۸ او ورپسې مخونه). په مقابل کې، د افغان لښکر په مرکز کې میر محمود له شپږ زره سرتېرو سره ځای پر ځای شوی و. امانالله سلطان د پنځه زره کسیز ځواک په مشرۍ د لښکر ښی برخې ته او ړوند نصرالله سلطان د درې زره کسیز ځواک په مشرۍ چپه برخه اداره کوله (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۲۰ب).
د مارچ په ۸مه، د غرمې پر مهال، د صفوي لښکر د چپې برخې قوماندان عليمردان خان تر امر لاندې ځواکونو برید پیل کړ. امانالله خان، چې د افغان لښکر د ښي جبهې مشري یې کوله، زنبرک توپونه پر شپېتو اوښانو بار کړي وو او اوښان یې د لښکر تر شا په ګونډو کړي او د جګړې لپاره چمتو نیولی و. د عليمردان خان له برید سره سم، امانالله خان په سنجول شوي ډول شاتګ پیل کړ. صفوي ځواکونه د افغان سرتېرو په ظاهري شاتګ وغولېدل او په چټکۍ سره یې د هغوی تعقیب پیل کړ. په همدې شېبه کې امانالله خان د شاتګ لړۍ ودروله، اوښان یې ودرول او زنبرک توپونو یې پر صفوي ځواکونو ډزې پیل کړې (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۲۲الف؛ اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۵).
د دې ناڅاپي برید په پایله کې د عليمردان خان ځواکونه له ماتې سره مخ شول او د هغوی ګډوډه تېښته د صفوي لښکر د ټولو لیکو د نظم د ړنګېدو لامل وګرځېده.
اعتمادالدوله محمدقلي خان، چې د پنځلس زره کسیز مرکزي ځواک مشري یې کوله، په چټکۍ سره شاتګ وکړ. په همدې حال کې میر محمود او نصرالله خان د صفوي لښکر په ښي برخه کې د رستم خان او د هغه د سرتېرو ځواکونه له دوو خواوو محاصره او له منځه یووړل. میر محمود د ورځې د ژر تیاره کېدو له امله د محمدقلي خان تعقیب ونه کړ او بېرته خپل پوځي مرکز ته ستون شو. سبا سهار د جګړې په ډګر کې د پاتې شویو مړو شمېر وشمېرل شو.³⁸ د صفوي لښکر ټول هغه پوځي تجهیزات، توپونه او مهمات چې د جګړې په ډګر کې پاتې و، د افغانانو لاس ته ولوېدل (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۷).
میر محمود، د دې احتمال له امله چې ښايي صفوي لښکر په درواغجن شاتګ لاس پورې کړي او دی په دام کې راګیر کړي، پوره درې ورځې د جګړې له ډګر څخه ونه خوځېد (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۲۰۵).
تر دې انتظار وروسته یې له خپلو ټولو ځواکونو سره د اصفهان پر ښار برید ته مخه کړه. هغه له ښار څخه پنځه کیلومتره لرې په شهرستان کې اته ورځې له صفوي ځواکونو سره جګړه وکړه. خو کله چې پوه شو له دې لارې ښار ته ننوتل ورته ناشوني دي، خپل مخکښ ځواکونه یې د ګاسک، ایروان، کوچر او جلفا سیمو ته واستول (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۷ او ورپسې مخونه). کله چې څرګنده شوه چې په دغو سیمو کې صفوي ځواکونه نه شته، میر محمود د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د مارچ په ۲۱مه فرحآباد ته لاړ، هغه ځای چې شاه حسین د اوړي د ماڼۍ په توګه کاروه، او هلته مېشت شو (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۲۳ب–۲۴الف).³⁹
له دې وروسته د میر محمود یوازینۍ موخه د اصفهان ښار نیول و. اصفهان په هغه دور کې، له شپږ سوه زرو څخه د ډېر نفوس په لرلو سره، د خپل عظمت او شکوې تر لوړې کچې رسېدلی و. ښار په خورا ټینګو دېوالونو او ژورو خنډقونو پوښل شوی و. څرګنده وه چې افغان لښکر، چې په نسبتاً ساده وسلو سمبال و، د دغو دفاعي خنډونو د ماتولو وړتیا نه درلوده. له همدې امله میر محمود پرېکړه وکړه چې ښار ته د اکمالاتو او تدارکاتو لارې پرې کړي. افغان لښکرو، چې یوازې شل زره سرتېري یې درلودل، د اصفهان په څېر ستر ښار کلابند کړ او ښار ته یې د هر ډول مرستو او اکمالاتو د رسېدو لارې وتړلې. په پایله کې، په ښار کې سخته لوږه او پراخه بېوزلي رامنځته شوه.⁴⁰
د دوبي له سختې ګرمۍ سره یوځای، په ښار کې د خوړو لپاره نه پسونه پاتې شول، نه غواګانې، نه آسونه او نه اوښان. خلک اړ شول چې د خرو غوښه وخوري، چې یو مَن یې په دوو تومانونو پلورل کېده. د نورو خوراکي توکو د بیو د بېسارې لوړېدو او د قحطۍ د شدت له امله، د کلابندۍ په وروستیو پړاوونو کې د ښار اوسېدونکو د سپیو، پیشوګانو، څرمنو، څپلیو او هر هغه ژوي په خوړلو پیل وکړ چې نیولای یې شول. ان داسې راپورونه هم خپرېدل چې خلکو د انسانانو جسدونه خوړلي وو (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۱۲).
په دې موده کې صفوي ځواکونو څو ځله هڅه وکړه چې پر افغانانو برید وکړي، کلابندي ماته او له بهر څخه د مرستو د رسېدو لپاره یوه لار پرانیزي، خو په دغو هڅو کې یې درانه تلفات وګالل.⁴¹ د دې کلابندۍ پر مهال، له ښار څخه یوازې د شاه حسین ولیعهد، شهزاده طهماسب، په تېښته بریالی شو او قزوین ته ولاړ (فرهنګ، ۱۲۷۸: ۷۷). د اصفهان د نږدې اته میاشتنۍ کلابندۍ په پایله کې، شاه حسین، چې د خلاصون هېڅ بله لار یې ونه موندله، د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د اکتوبر په ۲۳مه د دربار او دولت د لوړپوړو چارواکو په ملتیا فرحآباد ته ورغی، چېرې چې د افغانانو پوځي مرکز پروت و، او میر محمود ته تسلیم شو (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۲۵۵). شاه حسین هلته «جیقه» چې د پاچاهۍ نښه وه، له خپل سر څخه لرې او د میر محمود پر سر کېښوده، بیا یې وویل: «زویه! زما د ګناهونو له امله الله تعالی زه د خپلې واکمنۍ د دوام وړ ونه ګڼلم او پاچاهي یې تا ته درکړه. دا دی، د پاچاهۍ نښه ستا پر سر ږدم. ستا واکمني دې اوږدمهاله وي» (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۱۴).
شاه حسین، چې درې ورځې د فرحآباد په ماڼۍ کې د مېلمه په توګه پاتې شوی و، د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د اکتوبر د ۲۶مې ورځې په سهار له میر محمود سره یوځای د اصفهان پر لور وخوځېد.⁴² کله چې د «شیراز پل» په نوم ځای ته ورسېدل، شاه حسین اجازه وغوښته او له یوې بلې لارې ښار ته ننوت. میر محمود بیا د دیوان له لارې، د وسلهوالو پوځي قطعاتو په بدرګه، د خواجو له دروازې اصفهان ته داخل شو.⁴³
افغان سرتېرو د شاه حسین حرم تر خپل واک لاندې راوست او شاهي خزانه یې ضبط کړه. درې ورځې وروسته میر محمود د شاه حسین له کشرې لور سره واده وکړ.⁴⁴ د اکتوبر په ۲۸مه محمود د شاه د خزانې د پرانیستلو امر وکړ او په هغې کې موجود څلور زره تومانه نغدې پیسې، ګڼ شمېر قیمتي جواهرات، ملغلرې، په سرو او سپینو زرو ګنډل شوې ټوکرې او بېلابېل زینتي توکي یې تر خپل واک لاندې راوستل (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۱۶).
میر محمود د شاه حسین او د هغه د زامنو لپاره د ماڼۍ په یوه څنډه کې د استوګنې ځانګړي ځایونه وټاکل او هغوی یې تر یو ډول کورني نظارت لاندې ونیول.⁴⁵ وروسته یې د صفوي دولت لوړپوړي چارواکي بېرته پر خپلو دندو وګومارل.⁴⁶ نوموړي همدارنګه د جارچیانو له لارې اعلان وکړ چې هېڅ افغان سرتېری حق نه لري د خلکو پر مال، ځان او ناموس تېری وکړي، او که څوک په داسې عمل لاس پورې کړي، په خورا سخته توګه به مجازات شي. په دې توګه هغه اوسېدونکي چې د کلابندۍ پر مهال له خپلو مېنو بېځایه شوي و، بېرته خپلو کورونو ته ستانه او هلته مېشت شول (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۲۹الف). میر محمود په اصفهان کې پر تخت تر کېناستو وروسته د «شاه» لقب خپل کړ، په خپل نوم یې سکه ووهله او خطبه یې هم د خپل نوم په یادولو ولوستله.⁴⁷
ورپسې یې د خپل لښکر د هڅو او زغملو کړاوونو د جبران په موخه د شتمنیو او غنیمتونو راټولولو ته مخه کړه او د اصفهان له اوسېدونکو څخه یې څلور زره او اته سوه کڅوړې آقچه راټولې کړې. همدارنګه یې له هندي سوداګرو او د ښار له شتمنو مخورو څخه د څلور زره کڅوړو په ارزښت مالیه واخیسته. د هغو کسانو شتمنۍ یې هم ضبط کړې چې د کلابندۍ پر مهال یې خپل کورونه پرېیښي او له ښاره تښتېدلي و. سربېره پر دې، په هغه وخت کې په اصفهان کې پر مېشتو انګلیسي، پرتګالي، هالنډي او فرنګي بالیوزانو یا سیاسي او سوداګریزو استازو هم مالیه ولګول شوه، چې ډېره برخه یې راټوله او ترلاسه شوه (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۲۹ب–۳۰الف).
میر محمود، د دې لپاره چې ټول ایران تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي، د نویو ځواکونو د راوستلو په موخه د خزانې مشر، ملا موسی، له شپږ زره کڅوړو نغدو پیسو سره کندهار ته ولېږه. خو دغه خزانه په سیستان کې د بمسي کلا د ساتونکي، میرزا اسماعیل، لاس ته ولوېده او هغه یې شهزاده طهماسب ته واستوله، چې په هغه وخت کې په قزوین کې د افغانانو پر ضد د ځواکونو په راټولولو بوخت و. دې پېښې میر محمود اړ کړ چې د طهماسب پر وړاندې لازم تدابیر ونیسي. نوموړي د ۱۷۲۲ زېږدیز کال د نومبر په ۹مه په جوړه شوې دیواني غونډه کې لومړی شاه حسین ته امر وکړ چې فرمانونه ولیکي او د شاوخوا سیمو خلک د میر محمود اطاعت ته راوبولي. همدارنګه یې حکم وکړ چې د طهماسب د نیولو او اصفهان ته د راوستلو لپاره دې بېړني چمتووالی ونیول شي.
ورپسې میر محمود، د امانالله سلطان، اشرف سلطان⁴⁸ او ړوند نصرالله سلطان تر قوماندې لاندې شپږ زره کسیز افغان ځواک او د اعتمادالدوله تر مشرۍ لاندې دوه زره کسیز ایراني ځواک د قزوین پر لور واستاوه. دغه لښکر د لارې په اوږدو کې کاشان، ساوه او قم تر خپل واک لاندې راوستل او وروسته د قزوین تر څنډو ورسېد. په همدې وخت کې، کله چې شهزاده طهماسب د افغان ځواکونو له راتګ څخه خبر شو، د زنجان له لارې تبریز ته وتښتېد (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۱۸ او ورپسې مخونه). د طهماسب له وتلو وروسته قزوین له اغېزمنې دفاع څخه بېبرخې پاتې شو او امانالله خان په اسانۍ سره ښار ونیو (کروسینسکي، ۱۷۲۹: ۲۶۱ او ورپسې مخونه).
امانالله خان د قزوین له اوسېدونکو څخه د لښکر لپاره خوراکي توکي، شل زره تومانه نغدې پیسې او د ښار له مخورو کورنیو څخه شپېته نجونې غوښتې وې، خو کله چې د هغه غوښتنې پوره نه شوې، پر خلکو یې فشار راوړل پیل کړل. د همدې فشارونو په پایله کې، د دسمبر په ۳۱مه د قزوین خلکو پاڅون وکړ او د قاجارانو په ملاتړ یې افغان ځواکونه له ښاره وایستل. امانالله سلطان اصفهان ته وتښتېد، خو اشرف سلطان په مستقیم ډول د کندهار پر لور ولاړ. د هغو ځواکونو ګډوډېدل او تیتپرک کېدل، چې د طهماسب د نیولو لپاره استول شوي و، میر محمود سخت وارخطا کړ، ځکه وېره یې درلوده چې د اصفهان اوسېدونکي به هم د قزوین د خلکو په څېر پاڅون وکړي. له همدې امله، هغه په ورځ کې دوه ځله له خپلې ماڼۍ څخه وته او د ښار په کوڅو او سیمو کې یې ګرځېدل پیل کړل (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۲۱ او ورپسې مخونه).
په همدې وخت کې عثماني دولت د صفوي دولت له بحراني او کړکېچن وضعیت څخه خبر شوی و او غوښتل یې د روانو پېښو ماهیت او حقیقت په سمه توګه درک کړي. له همدې امله، د بغداد والي حسن پاشا په ایران کې د تحولاتو او پېښو د څېړلو لپاره، د عثمان آغا په مشرۍ یو سفارتي پلاوی اصفهان ته واستاوه. عثمان آغا د ۱۷۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۶مه اصفهان ته ورسېد. نوموړی تر لسو ورځو انتظار وروسته، د خپل اعتبارلیک د وړاندې کولو لپاره د میر محمود حضور ته ورغی. په دې توګه د عثماني دولت او افغانانو ترمنځ لومړنۍ رسمي اړیکه هم ټینګه شوه.⁴⁹
میر محمود، وروسته له هغه چې په اصفهان کې یې نسبي ارامي ټینګه کړه، د ړوند نصرالله سلطان تر قوماندې لاندې یو ځواک د شیراز او همدان پر لور ولېږه. خو افغان ځواکونو، سره له دې چې همدان یې دوه ځله کلابند کړ، بریا ترلاسه نه کړه، له همدې امله یې د ښار شاوخوا کلي ویجاړ کړل او بېرته اصفهان ته ستانه شول (اندریاسیان، ۱۹۷۴: ۲۶). په همدې وخت کې، کله چې میر محمود خبر شو چې د شاه حسین له زامنو څخه یو تن تښتېدلی دی، د سختې غوسې په حالت کې یې سمدستي د شاه د کورنۍ ټول غړي، پرته له دې چې د ښځو او ماشومانو ترمنځ توپیر وکړي، راوغوښتل او ټول یې له تېغه تېر کړل.⁵⁰
له دې خونړۍ ډلهییزې وژنې وروسته، د میر محمود رواني وضعیت ورځ تر بلې خرابېده. د طبیبانو له ټولو هڅو سره سره، د هغه روغتیا بېرته ښه نه شوه او په ۱۷۲۵ زېږدیز کال کې، په داسې حال کې چې لا یوازې اووهویشت کلن و، ومړ.⁵¹ د میر محمود تر مړینې وروسته، په اصفهان کې راټولو شوو افغان مشرانو او مخورو د محمود د تره زوی، میر اشرف، د «شاه» په لقب د ۱۷۲۵ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۶مه پر تخت کېناوه او په دې توګه یې په ایران کې د افغانانو واکمنۍ ته دوام ورکړ (فرهنګ، ۱۲۷۸: ۸۲).
پایله
کندهار او شاوخوا سیمې چې صفویانو د خراسان یوه برخه بللې او له ۱۶۲۲ زېږدیز کال راهیسې یې نږدې په پرلهپسې توګه اداره کولې، د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې یې پرې واکمني په کمزورۍ او زوال پیل شوه. هم د شاه حسین اداري ناتواني او هم کندهار او شاوخوا سیمو ته د استول شوو والیانو ناوړه حکومتولي د دې لامل شوه چې د سیمې له پیاوړو افغان قبایلو څخه لومړی ابدالیان او وروسته غلجیان د صفوي واکمنۍ پر وړاندې پاڅون وکړي. په ۱۷۰۹ زېږدیز کال کې، د غلجیانو مشر میرویس خان د صفوي والي ګورګین خان، تر وژلو او ورپسې د هغو ځواکونو تر ماتولو وروسته چې د ده د ځپلو لپاره استول شوي و، کندهار په بشپړه توګه د صفوي واکمنۍ له ولکې څخه وایست.
د کندهار تر خپلواکۍ لږه موده وروسته، هرات هم د صفوي واکمنۍ له ولکې ووت. د کندهار واکمن میر محمود، وروسته له هغه چې په دلارام کې یې ابدالیانو ته ماتې ورکړه او هغوی یې تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل، د افغان قبایلو د یوه ګډ آرمان پر محور د راټولولو په موخه په ۱۷۱۹ زېږدیز کال کې پر کرمان لښکرکښي وکړه او ښار یې ونیو. نوموړی نهه میاشتې په کرمان کې پاتې شو، خو د هغو صفوي ځواکونو پر وړاندې د جګړې پر ځای، چې د ده د ځپلو لپاره استول شوي وو، بېرته کندهار ته شاتګ وکړ.
میر محمود په کرمان کې د خپلې استوګنې پر مهال د ایران سیاسي او پوځي وضعیت په ډېر دقت سره وڅېړه. وروسته یې له کندهار او شاوخوا سیمو څخه یو ستر لښکر راټول کړ او د دویم ځل لپاره یې پر ایران لښکرکښي وکړه. هغه په ۱۷۲۲ زېږدیز کال کې د ګلناباد په جګړه کې د شاه حسین لښکر ته ماتې ورکړه او د اصفهان تر دروازو ورسېد. میر محمود تر اته میاشتنۍ سختې کلابندۍ وروسته پلازمېنه هم ونیوله، ځان یې «شاه» اعلان کړ او په دې توګه یې د صفوي دولت واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. نوموړي پر تخت تر کېناستو وروسته، له یوې خوا د شهزاده طهماسب پر وړاندې لازم تدابیر ونیول؛ هغه مهال طهماسب په آذربایجان کې د ځواکونو په راټولولو بوخت و او ځان یې د ایران شاه اعلان کړی و. له بلې خوا، میر محمود په ټول هېواد کې د خپلې واکمنۍ د ټینګولو لپاره پراخ اقدامات پیل کړل.
خو د ایران د جغرافیایي پراخوالي، د دغه هېواد د اوسېدونکو له خوا د افغان واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت، او همدارنګه د روسیې او عثماني دولت د لاسوهنو له امله، چې غوښتل یې په ایران کې له رامنځته شوې واکمنۍ تشې څخه ګټه واخلي، افغانان ونه توانېدل چې پر ټول ایران خپل بشپړ او ټینګ اقتدار جوړ کړي. د افغانانو له خوا د صفوي دولت تر ړنګېدو وروسته، روسانو داغستان او ګیلان ونیول، په داسې حال کې چې عثمانیانو شروان، ګرجستان او د آذربایجان سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې. په دې توګه، د افغانانو واکمني تر خراسان، اصفهان، شیراز او د همدان تر شاوخوا سیمو پورې محدوده پاتې شوه.
د میر محمود تر مړینې وروسته، میر اشرف چې له ۱۷۲۵ څخه تر ۱۷۳۰ زېږدیز کال پورې واکمن و، پر تخت کېناست. نوموړي له یوې خوا د شهزاده طهماسب پر وړاندې مبارزه کوله او له بلې خوا یې هڅه وکړه چې عثمانیان او روسان د ایران له هغو سیمو څخه وباسي چې تر خپل واک لاندې یې راوستې وې. په دې توګه، میر اشرف اړ شو چې په درېیو جبهاتو کې یوه پراخه او سخته مبارزه پیل کړي.
د درېيمې برخې لمنلیک
۳۱. ابدالیان، چې د غلجیانو له خوا تر سختې ماتې وروسته تیتوپرک شوي و، له ملتان څخه یې محمد زمان خان سدوزی راوباله او د خپل مشر په توګه یې وټاکه. خو کله چې نوموړی هم له غلجیانو سره په یوې بلې جګړه کې ووژل شو، مشر زوی یې ذوالفقار خان د ابدالیانو مشري پر غاړه واخیسته. د ذوالفقار خان له مشرۍ سره سم، د ابدالیانو ترمنځ سختې داخلي شخړې پیل شوې. ابدالي مخورو، د خانۍ او مشرۍ پر سر د روانې مبارزې د پای ته رسولو په موخه، ذوالفقار خان باخرز ته او عبدالله خان، چې د هغه له مشرۍ سره یې مخالفت کاوه، فراه ته تبعید کړل؛ وروسته یې اللهیار خان د ابدالیانو د مشر په توګه وټاکه.
خو ذوالفقار خان دغه پرېکړه ونه منله او یو ځل بیا یې د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره مبارزه پیل کړه. د قبیلې مخورو، چې داخلي شخړې او خپلمنځي سیالۍ یې د ابدالیانو په ګټه نه بللې، بیا سره راټول شول او پرېکړه یې وکړه چې اللهیار خان ماروچک او ذوالفقار خان فراه ته تبعید کړي. وګورئ: میرزا مهدي خان استرآبادي، جهانګشای نادري، تهران: د فرهنګي آثارو او مفاخر د ټولنې خپرندویه اداره، ۱۳۷۷، مخ ۸۸.
۳۲. د هغو عربي بریدونو په اړه چې د هرمز په تنګي کې یې د صفوي دولت سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي وو، او همدارنګه له پرتګالیانو سره د شاه حسین د اتحاد په تړاو د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ: میرزا محمد خلیل مرعشي صفوي، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په تصحیح، کتابخانه سنایي، ۱۳۴۲، مخونه ۳۲–۴۷؛ لارنس لاکهارټ، د صفوي کورنۍ سقوط او د فارس نیول، کمبریج: د کمبریج پوهنتون مطبعه، ۱۹۵۸، مخ ۱۰۹ او ورپسې مخونه.
۳۳. د کروسینسکي په اثر کې، له ۱۵۴م مخ وروسته د چاپي تېروتنې له امله د ۱۵۵ پر ځای ۱۴۵ لیکل شوی دی. دغه تېروتنه په دویم ټوک کې هم له اصلاح پرته دوام موندلی دی. په راتلونکو اقتباسونو کې د مخونو شمېرې د اثر د اصلي چاپ له بڼې سره سمې راوړل شوې دي. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي، د فارس د انقلاب تاریخ، لومړی او دویم ټوک، ډبلین: د اېس پاول مطبعه، ۱۷۲۹، مخ ۱۵۴ او ورپسې مخونه.
۳۴. د زکریا سلطان تر قوماندې لاندې درې سوه افغانان، چې د کرمان پر لور د محمدقلي بېګ له خوځښت څخه خبر نه وو، په کمین کې راګیر او ووژل شول. کله چې میر محمود له دې پېښې خبر شو، د صفوي لښکر پر وړاندې یې پوځي اقدام وکړ؛ خو بریالی نه شو او بېرته د کرمان کلا ته شاتګ ته اړ شو. وګورئ: میرزا محمد خلیل مرعشي صفوي، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په تصحیح، کتابخانه سنایي، ۱۳۴۲، مخ ۵۴.
۳۵. بیجان سلطان، چې په کندهار کې یې د میر محمود د نایب په توګه دنده ترسره کوله، د میر محمود له نشتون څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه چې له ایرانیانو سره د اتحاد له لارې خپل مقام لا ټینګ کړي. له همدې امله، نوموړی له خپلو ملګرو سره یوځای اعدام شو. وګورئ: میر صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، میوند: بنگاه انتشارات میوند، ۱۲۷۸، مخ ۷۳.
۳۶. د میر محمود په هغه څلوېښت زره کسیز لښکر کې چې د کرمان په کلابندۍ کې یې برخه اخیستې وه، د بېلابېلو دینونو او ملیتونو سرتېري هم موجود وو؛ له هغې ډلې پولنډیان، مسکویان یا روسان، سویډنیان، ساکسونیان او قزاقان یادولای شو. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي، د فارس د انقلاب تاریخ، لومړی او دویم ټوک، ډبلین: د اېس پاول مطبعه، ۱۷۲۹، مخ ۱۹۶.
۳۷. د صفوي لښکر په جوړښت کې د مرکز او ولایتونو د خانانو، بېګانو او د دربار د قاپو ځواکونو اړوند ټولټال دېرش زره سرتېري شامل وو، چې اتلس زره تنه یې ټوپکوال وو. له دې لښکر سره د یوه ماهر فرانسوي توپچي افسر تر قوماندې لاندې یوه توپچي قطعه هم ملګرې وه، چې په لسو «بالیَمَز» درنو توپونو، څوارلسو «شاهي» توپونو، سل بارونو باروتو او ګڼ شمېر توپګولیو سمبال وه. سربېره پر دې، د څلور زره کېندونکو او بېلچهوالو یوه نقبوهونکې قطعه هم ورسره وه. وګورئ: یوزیفو تفلیسي، واقعاتِ میرویس او شاه حسین، استانبول، ۱۱۳۷، ورق ۹الف.
۳۸. د ګلناباد په جګړه کې د دواړو لورو د تلفاتو په اړه سرچینو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي. د ګیلانتز په روایت، د صفوي لښکر یو زر او اووه سوه سرتېري او د افغان لښکر یو سل او دېرش کسان وژل شوي وو. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۷. خو یوزیفو تفلیسي د تلفاتو شمېر شپږ زره صفوي او پنځه سوه افغان سرتېري ښودلی دی. وګورئ: یوزیفو تفلیسي، واقعاتِ میرویس او شاه حسین، استانبول، ۱۱۳۷، ورق ۲۳الف.
۳۹. میر محمود د جلفا له شتمنو اوسېدونکو څخه لس زره تومانه، چې شاوخوا څلور سوه زره پونډه کېدل، مالیه راټوله کړه. همدارنګه یې د ښار د مخورو ارمني کورنیو څلوېښت ځوانې نجونې خپل ځانګړي استوګنځي ته یووړې. وروسته یې له دغو نجونو څخه څو تنه له خپلو بېګانو او لوړپوړو قوماندانانو سره په نکاح کړې او نورې یې بېرته خپلو کورنیو ته وسپارلې. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي، د فارس د انقلاب تاریخ، لومړی او دویم ټوک، ډبلین: د اېس پاول مطبعه، ۱۷۲۹، مخ ۲۲۲ او ورپسې مخونه.
۴۰. د کروسینسکي د روایت له مخې، د اصفهان د کلابندۍ له پیل سره سم په ښار کې د خوراکي توکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې. د بېلګې په توګه، د ۱۷۲۲ زېږدیز کال په جولای میاشت کې د ډوډۍ بیه له اتو تر لسو کرونو پورې وه؛ خو د اګست په میاشت کې دېرشو، په سپتمبر کې سلو، او د اکتوبر تر وروستیو پورې دوه سوه کرونو ته لوړه شوه. لوږه او بېوزلي دومره شدیده شوې وه چې ان د مړو د جسدونو د خوړل کېدو راپورونه هم خپرېدل. خلک د مړو له ښخولو څخه عاجز شوي وو او د ښار کوڅې له هډوکو او اسکلیټونو ډکې شوې وې. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي، په فارس کې د انقلابونو تاریخي بیان، لندن: د جې. رابرتس لپاره چاپ شوی، ۱۷۲۷، مخ ۳۲ او ورپسې مخونه.
۴۱. د اصفهان د نږدې اتهنیم میاشتنۍ کلابندۍ پر مهال، د ښار له اوسېدونکو څخه شاوخوا یو لک او شپېته زره کسان د لوږې، بېوزلۍ او جګړو له امله مړه شول. وګورئ: یوزیفو تفلیسي، واقعاتِ میرویس او شاه حسین، استانبول، ۱۱۳۷، ورق ۲۹الف.
۴۲. میر محمود، د لارو د پرانیستلو او په ښار کې د امنیتي تدابیرو د پلي کولو لپاره، خپل لوی قوماندان سردار امانالله خان له دوه زره افغان سرتېرو سره مخکې اصفهان ته واستاوه. کله چې اړین ترتیبات بشپړ شول، هغه له شاه حسین سره یوځای د اصفهان پر لور وخوځېد. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۱۵.
۴۳. میر محمود د خواجو له دروازې تر شاهي ماڼۍ یا دولتخانې پورې د لارې پر سر پر هغو قیمتي زربفت ټوکرانو، چې غوړول شوي وو، په خپل آس تېر شو او وروسته د «الله، الله» په نارو د چهارحوض له دروازې ماڼۍ ته ننوت. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۱۵.
۴۴. د شاه حسین له یوې بلې لور سره د افغانانو مفتي، او د هغه له خور سره سردار امانالله خان واده وکړ. وګورئ: یوزیفو تفلیسي، واقعاتِ میرویس او شاه حسین، استانبول، ۱۱۳۷، ورق ۲۸الف.
۴۵. میر محمود په دې باور و چې طهماسب میرزا د شاه حسین په اجازې د ځواکونو د راټولولو لپاره قزوین ته تللی دی؛ له همدې امله یې شاه حسین، د هغه زامن او وروڼه تر کورني نظارت لاندې ونیول. وګورئ: میرزا محمد خلیل مرعشي صفوي، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په تصحیح، کتابخانه سنایي، ۱۳۴۲، مخ ۵۹.
۴۶. میر محمود د قزلباشو له قوماندانانو څخه لس تنه پر خپلو پخوانیو مقامونو پرېښودل، اعتمادالدوله یې خپل خدمت ته راوباله، او قُلرآغاسي او قورچيباشي یې بېرته پر خپلو دندو وګومارل. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۱۷ او ورپسې مخونه.
۴۷. پر هغې سکّې چې میر محمود وهلې وه، دا عبارت کښل شوی و: «سکّه زد بر سیم و زر مانند قرص آفتاب شاه محمود جهانگیر، سیادتانتساب» وګورئ: میرزا محمد خلیل مرعشي صفوي، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په تصحیح، کتابخانه سنایي، ۱۳۴۲، مخ ۳.
۴۸. اشرف سلطان د میرویس خان د ورور، میر عبدالعزیز، زوی و. میر محمود د هغه پلار وواژه او خپله پر تخت کېناست؛ خو اشرف یې له ځان سره وساته او په لښکر کې یې دنده ورکړه. وګورئ: میر صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، میوند: بنگاه انتشارات میوند، ۱۲۷۸، مخ ۷۸.
۴۹. د خبرو اترو پر مهال محمود ادعا وکړه چې راغلی استازی جاسوس دی او غوښتل یې هغه ووژني؛ خو د مفتي په منځګړیتوب یې له وژلو تېر شو، خلعت یې ورواغوست او د ستنېدو اجازه یې ورکړه. البته هغه ته ټینګار وشو چې له ځان سره هېڅ ایرانی له ښاره ونه باسي. کله چې سفارتي پلاوي ښار پرېښود، دوه ځله وپلټل شو. د پلټنې پر مهال دولس ایرانیان وموندل شول چې د ترکي جامو په اغوستلو یې غوښتل له ښار څخه ووځي؛ هغوی هماغلته اعدام شول. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۲۳ او ورپسې مخونه.
۵۰. د ګیلانتز د روایت له مخې، میر محمود ټولټال یو زر او شپږ سوه کسان ووژل، چې یو سل او اته څلوېښت تنه یې د اشرافو او لوړپوړو کورنیو غړي وو. وګورئ: هراند د. اندریاسیان، «د پیتروس دي سارکیس ګیلانتز کرونولوژي»، په: د عثماني–ایراني–روسي اړیکو په اړه دوه سرچینې، استانبول: د ادبیاتو پوهنځي مطبعه، ۱۹۷۴، مخ ۲۲ او ورپسې مخونه.
شاه حسین، د فریادونو او چیغو په اورېدو، ځان سیمې ته ورساوه او د دې لپاره چې میر محمود له وژنو راوګرځوي، د هغه لاس یې ونیو؛ خو میر محمود هغه هم په توره ټپي کړ. کله چې یې شاه حسین په وینو لړلی ولید، له نورو وژنو څخه یې لاس واخیست او د شاه دوه زامن یې وبښل. وګورئ: لارنس لاکهارټ، د صفوي کورنۍ سقوط او د فارس نیول، کمبریج: د کمبریج پوهنتون مطبعه، ۱۹۵۸، مخ ۲۰۸.
۵۱. ځینې سرچینې د میر محمود د ډېرې ځوانۍ د مړینې پړه د هغه د تره عبدالعزیز پر زوی، میر اشرف، اچوي او باور لري چې نوموړي د خپل پلار غچ ترې اخیستی و. وګورئ: میر صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، میوند: بنگاه انتشارات میوند، ۱۲۷۸، مخ ۸۰ او ورپسې مخونه.
ماخذونه
1. ABDULKARİM BUKHARÎ (1876), Historie de L’Asie Centrale (Afghanistan, Boukhara, Khiva, Khoqand), (Ed. C. Schefeer), Paris: Ecole des Langues Orientales Vivantes.
2. ANDREASYAN, Hrand D. (1974), “Petros di Sarkis Gilanentz’in Kronolojisi”, Osmanlı-İran-Rus İlişkilerine Ait İki Kaynak, İstanbul: Edebiyat Fakültesi Matbaası, s. 1–52.
3. ANONİM (1724), Persian Comwell: An Account of the Life and Surprizing Atchievements and Successes of Miri-Ways, London: J. Roberts.
4. AYDOĞMUŞOĞLU, Cihat (2013), Şah Abbas ve Zamanı (1587–1629), Ankara: Berikan Yayınevi.
5. BARLAS, Kıyameddin Rai (1986), “Afgan Kabilelerinin Türklükle Alakaları; Abdalılar Eftalitler (Ak-Hınlar)’ın Torunları mı?”, Türk Kültürü, XIV/278, Haziran, s. 362–370.
6. BEDREDDÎNZÂDE MİRLİVA ALİ BEĞ (1975), “Kaa’ime: H. 1117–1135 (1705–1723)”, (nşr. M. F. Kırzıoğlu), Ata. ÜEFAD., S. 7’den Ayrıbasım, Ankara, ss. 87–170.
7. BELLEW, Henry Walter (1880), Races of Afghanistan, Calcutta: Thacker, Spink & Co.
8. BELLEW, Henry Walter (1982), Afghanistan and Afghans, Delhi: Shree Publishing.
9. BLUNT, Wilfrid (1966), Isfahan: Pearl of Persia, New York: Stein and Day.
10. EWANS, Martin (2001), Afghanistan: A New History, Curzon: Curzon Press.
11. FERHENG, Mir Sadık (1278), Afganistan; der Penç Karn-ı Ahir, Mayvand: Pengâh-ı İntişarat-ı Mayvand.
12. FEYZ MUHAMMED KÂTİB HAZARA (1372), Sirâcü’t-tevârih, I–III, Tahran: Müessese-yi Tahkikât ve İntişarat-ı Belh.
13. FLETCHER, Arnold (1965), Afghanistan: Highway of Conquest, New York: Cornell University Press.
14. FORAN, John (1992), “The Long Fall of the Safavid Dynasty: Moving Beyond the Standard Views”, Middle East Studies, S. 24, s. 281–304.
15. FRASER-TYTLER, William Kerr (1950), Afghanistan: A Study of Political Developments in Central Asia, New York.
16. INAYAT KHAN (1976), “Shah Jahan-nama”, The History of India, As Told by Its Own Historians, VII, Lahore: Elliot-Dowson.
17. LOCKHART, Laurence (1938), Nadir Shah, London: Luzac & Co.
18. LOCKHART, Laurence (1958), The Fall of the Safavi Dynasty and the Occupation of Persia, Cambridge: The University Press.
19. MALLESON, George Bruce (1879), History of Afghanistan, London: W. H. Allen & Co.
20. MİRZA MEHDİ HAN ESTERABADÎ (1377), Cihangüşay-ı Nadiri, Tahran: İntişarat-ı Encümen-i Asâr ve Mefâhir-i Ferhengi.
21. MİRZA MUHAMMED HALİL MARAŞÎ SAFEVÎ (1342), Mücmüli’t-tevârih, (Nşr. Abbas İkbâl), Kitâbhane-yi Senaî.
22. MUHAMMAD ALİ (1958), Afghanistan: The National Awakening, Lahore: The Punjab Educational Press.
23. RİYAZÜ’L-İSLÂM (1373), Tarih-i Revâbıt-ı İran ve Hind, (Trc. Muhammed Bakır Aram–Abbaskuli Gaffarî Ferd), Tahran: İntişarat-ı Emir-i Kebir.
24. SINGH, Ganda (1959), Ahmad Shah Durrani, Bombay: Asia Publishing.
25. SYKES, Percy (1940), A History of Afghanistan, London: Macmillan.
26. TADEUSZ JAN KRUSINSKI (1277), Tarih-i Afgan; Tarih-i Seyyah der Beyan-ı Zuhûr-ı Agvaniyan ve Sebeb-i İnhidâm-ı Binâ-yı Devlet-i Şâhan-ı Safevîyan, (terc. İbrahim Müteferrika), İstanbul: Dersaadet Ceridehâne Matbaası.
27. TADEUSZ JAN KRUSINSKI (1727), An Historical Account of the Revolutions in Persia, London: Printed for J. Roberts.
28. TADEUSZ JAN KRUSINSKI (1729), The History of the Revolution of Persia, I–II, Dublin: Printed by S. Powell.
29. UZUNÇARŞILI, İsmail Hakkı (1988), Osmanlı Tarihi, III/2, Ankara: TTK Yayınları.
30. UZUNÇARŞILI, İsmail Hakkı (1988), Osmanlı Tarihi, IV/1, Ankara: TTK Yayınları.
31. YAZICI, Orhan (2003), Ahmed Şah Abdalî ve Millî Afgan Devleti’nin Kuruluşu 1747–1772, Basılmamış Doktora Tezi, Malatya: Sosyal Bilimler Enstitüsü.
32. YAZICI, Orhan (2012), “Gılcayların Menşei”, Prof. Dr. Enver Konukçu Armağanı, (Ed. İ. E. Atnur), Ankara: Berikan Yayınevi, s. 461–476.
33. YEZDÎ, Mahmud Afşar (1359), Afgan-name, I–III, Tahran: Mecmua-yı İntişarat-ı Edebî ve Tarihî.
34. YOZEFO TİFLİSÎ (1137), Vakıat-ı Mir Üveys ve Şah Hüseyin, İstanbul: Topkapı Sarayı Müzesi Türkçe Yazmalar, R. 1497.
35. ZAHİRÜDDİN MUHAMMED BABUR (1987), Vekayi: Babur’un Hatıratı, I, (Nşr. R. R. Arat), Ankara: TTK Yayınları.