لیکوال: پروفیسور دکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی
د شپاړسمې پېړۍ له پیل څخه صفویانو ایران تر خپلې واکمنۍ لاندې راوست. دغه دولت په لوېدیځ کې له عثماني امپراتورۍ، په ختیځ کې د ترکستان له خانانو او په سوېل کې له بابري دولت سره ګډې پولې درلودې. د اتلسمې پېړۍ تر پيله پورې یې د سیمې د یوه مهم سیاسي ځواک په توګه خپل موجودیت وساته. صفویانو په ایران کې د څه باندې دوو پېړیو واکمنۍ پر مهال، د خپلې واکمنۍ د قلمرو د پراخولو، له ایران او شاوخوا سیمو څخه د تېرېدونکو سوداګریزو لارو د کنټرول او د شیعه مذهب د خپرولو لپاره چې هغوی ورته د ملي عقیدې په توګه کتل، په درې واړو لوریو کې پراخې مبارزې وکړې او د پام وړ بریاوې یې ترلاسه کړې.
خو د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې تر ټولو مهمه مسئله چې صفویان ورسره مخ شول، هغه په هرات او کندهار کې د افغان قبایلو مخ پر زیاتېدونکي ځواک و. هغه لښکرې چې صفویانو کندهار ته د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره استولي و، د افغان قبایلو پر وړاندې یو په بل پسې مات شول. دې ماتې په ایران کې سیاسي ثبات ګډوډ کړ او څه موده وروسته افغان قبایلو اصفهان ونیو او د صفوي واکمنې کورنۍ واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
د مقالې مهمې کلمې: صفوي واکمنه کورنۍ، افغان قبایل، غلجیان، ابدالیان، میرویس خان او میرمحمود.
سریزه
د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې په ایران کې د صفوي دولت له جوړېدو وروسته، په لوېدیځ کې له ګاونډي عثماني دولت سره د صفویانو د سیاسي او سوداګریزو اړیکو په اړه ډېر معلومات لرو. د دغو دوو دولتونو ترمنځ، په ځانګړي ډول پر آذربایجان او عراقِ عجم کې، نږدې دوه پېړۍ روانه سیالي د سیمې د تاریخ له مهمو مسئلو څخه وه (Uzunçarşılı، 1988: III/2، 243). له عثمانیانو پرته، د صفویانو بل سیال د دوی په ختیځ کې پروت بابري دولت و.
د شپاړسمې پېړۍ له نیمايي وروسته، بابري دولت په هند کې د یوه ځواک په توګه راڅرګند شو. له دې سره، د صفوي او بابري دولتونو ترمنځ پر کندهار کې نه ختمېدونکې سیالي روانه شوه، ځکه کندهار د هند، ایران او ترکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو په مهم نښلونکي ځای کې موقعیت درلود.¹ کندهار، چې د هند او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له سترو مرکزونو څخه و، په ۱۵۲۲ زېږدیز کال کې د بابرشاه له خوا ونیول شو.² په دې دوره کې په کندهار او شاوخوا سیمو کې چې د بابر زوی کامران یې د والي په توګه ټاکل شوی و، ډېر ځواکمن قبایل مېشت وو. غلجیان³، چې د کابل، غزني، کندهار پر کرښه یې د اوړي او ژمي د موسمي مهاجرت ژوند درلود، د پسونو د لویو رمو او له سوداګریزو کاروانونو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو له امله د سیمې د تر ټولو سترې قبیلې په توګه راڅرګند شوي وو (بابر، ۱۹۸۷: ۲۳۰–۲۳۵).
غلجیان، چې د بابري دولت تر واکمنۍ لاندې راغلي و، د شپاړسمې پېړۍ له نیمايي وروسته د کندهار په مرکزیت د غزني-کابل لارې د کنټرول او په سیمه کې د نظم د ټینګښت دنده ور وسپارل شوه. په دې توګه، د بابریانو د ملاتړ او له سوداګرۍ څخه د ترلاسه شویو عوایدو پر مټ، هغوی په لنډه موده کې پر یوه سیاسي ځواک بدل شول (عبدالکریم بخاري، ۱۸۷۶: ۸).
ابدالیان د خراسان تر ټولو مهم ښار هرات ته، چې د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې و، مېشت شول. هغوی اصفهان ته د مالیې په ورکولو او د عسکرو په برابرولو سره په دې سیمه کې د سولې او آرامۍ ژوند غوره کړ.⁵ د وخت په تېرېدو ابدالیان د دې سرحدي ولایت له مهمو ځواکونو څخه وګرځېدل. لومړی شاه عباس (۱۵۸۷–۱۶۲۹)، چې د ابدالیانو له خدمتونو څخه ډېر خوښ و، په ۱۵۹۸ زېږدیز کال کې د دې قبیلې یوه مهم مشر اسدالله خان، چې په سدو هم مشهور و،⁶ ته د «میرِ افغانان» لقب ورکړ (Lockhart، 1958: 95).
لومړي شاه عباس د کندهار ستراتیژیک او سوداګریز اهمیت په ښه توګه درک کړی و. د هغه په اند، کندهار چې د هند او ایران ترمنځ پر مهمو سوداګریزو لارو پروت و، له هرات سره یوځای د خراسان برخه ګڼل کېده، له همدې امله د خراسان د امنیت د ټینګښت لپاره اړینه وه چې کندهار د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې وي. له همدې کبله، هغه مهال چې بابري واکمن جهانګیر په دکن کې د پاڅونونو پر ځپلو بوخت و، شاه عباس د کندهار پر لور لښکرکشي وکړه او د ۱۶۲۲ زېږدیز کال د جون پر ۲۱مه یې یاد ښار ونیو (Aydoğmuşoğlu، 2013: 136).
په دې لښکر کشۍ کې د اسدالله خان تر مشرۍ لاندې ابدالیانو له صفوي پوځ سره تر ټولو ستره مرسته وکړه. لومړي شاه عباس د دې خدمت په بدل کې اسدالله خان ته د «سلطان» لقب ورکړ او هغه یې د کندهار د حاکم په توګه وټاکه.⁷ په دې توګه، ابدالیان په کندهار کې د غلجیانو په پرتله لوړ مقام ته ورسېدل، د صفویانو په استازیتوب د سیمې واکمنان شول او نږدې سل کاله یې کندهار او شاوخوا سیمې د صفوي دولت په استازیتوب اداره کړې.⁸
۱. په کندهار کې د صفوي واکمنۍ پای
له اصفهان سره د ابدالیانو ښې اړیکې د شاه حسین (۱۶۹۴–۱۷۲۲) د واکمنۍ پر مهال په خرابېدو شوې. دا هماغه دور و چې صفوي دولت په کې د زوال او ړنګېدو پر لور روان شوی و. په اداره کې د شاه حسین ناتواني، د مالي نظام پرلهپسې خرابوالی، د خپلسرو والیانو او قوماندانانو په لاس کې د پوځ لوېدلی حالت، او پر حکومت د شاه دمور او د حرمسرای د خواجهسرایانو نفوذ، د دولت د کمزورۍ او پر پراخو سیمو د هغه د اغېز د کمېدو لامل شول (Foran، 1992: 282).
شاه حسین، چې غوښتل یې مالي انضباط او د پوځ نظم بېرته ټینګ کړي، پر ولایتونو د مالیاتو بار زیات کړ. له دې وروسته، د مالیاتو راټولوونکو له کندهار او شاوخوا سیمو کې مېشتو قبایلو څخه په نامعقوله کچه لوړې مالیې وغوښتې او هغه اوسېدونکي یې وځورول چې د مالیاتو په اړه یې اعتراض کاوه. دا چاره پر کندهار د صفویانو د نفوذ د کمزوري کېدو تر ټولو مهم لامل و (Sykes، 1940: 235؛ Bellew، 1982: 17).
د کندهار او شاوخوا سیمو د مالیاتو په راټولولو کې د صفویانو د ناعادلانه کړنو پر وړاندې، تر ټولو لومړی د دولت خان تر مشرۍ لاندې ابدالیانو پاڅون وکړ. صفوي ځواکونو دغه پاڅون په ډېره خونړۍ توګه وځپه او دولت خان یې اړ کړ چې ملتان ته پناه یوسي. هغه سیمه چې ګڼ افغان قبایل په کې اوسېدل. دولت خان په ملتان کې نوي ځواکونه راټول کړل او هغه صفوي لښکرونه یې په دوو جلا جګړو کې مات کړل چې د ده د ځپلو لپاره استول شوي و. د دغو بریاوو په پایله کې، هغه د ټولو افغانانو ترمنځ پراخ شهرت وموند.
د دولت خان دغو بریاوو د صفوي پوځ د نه ماتېدونکي قدرت تصور هم له منځه یووړ. کله چې د کندهار او شاوخوا سیمو افغان قبایلو د هغه د بریا خبر واورېد، هغوی هم یو په بل پسې په پاڅون لاس پورې کړ. صفویان له دې وضعیت څخه ووېرېدل او په سیمه کې یې خپل فشار لا پسې زیات کړ. شاه حسین د کندهار پخوانی والي بېرته وروغوښت او پر ځای یې د صفویانو له مشهورو قوماندانانو څخه د ګرجستان شهزاده، ګیورګي یوولسم، د شاهنواز خان (ګرګین خان)⁹ په نوم د کندهار د بیګلربیګي (لوی والي) په توګه وټاکه (یوزیفو تفلیسي، ۱۱۳۷: ۷ب؛ لاکهارت، ۱۹۳۸: ۲).
ګرګین خان د ۱۷۰۴ زېږدیز کال د مې میاشتې په لومړیو کې، له څلورو زرو ګرجستاني او شلو زرو قزلباش سرتېرو سره، له کرمان څخه د کندهار پر لور وخوځېد. سیمې ته تر رسېدو سمدستي وروسته، ګرګین خان د افغان قبایلو ترمنځ له شته دښمنیو څخه ګټه واخیسته او د ابدالیانو له سیالې غلجي قبیلې سره یې اتحاد وکړ. (Malleson، 1879: 213 او ورپسې مخونه). ګرګین خان د غلجیانو په ملاتړ، د کندهار په څنډو کې د ابدالیانو روان پاڅون په ډېره خونړۍ توګه وځپه. وروسته یې دولت خان او د هغه زوی، نظر خان، د شار صفا کلا ته نږدې راګیر کړل او دواړه یې ووژل. د دولت خان نور زامن، رستم خان او زمان خان، یې هم د قبیلې له یوې لویې برخې سره یوځای کرمان ته تبعید کړل (مراشي، ۱۳۴۲: ۲۱).
له کندهاره د ابدالیانو ایستل کېدو غلجیان یو ځل بیا په سیمه کې پر یوه مهم ځواک بدل کړل. غلجیان په هغه وخت کې د کندهار او شاوخوا سیمو په کچه د نږدې پنځوس زره کورنیو نفوس په درلودلو سره خورا پیاوړي و.¹⁰ سربېره پر دې، هغوی د میرویس خان په څېر یو ډېر بانفوذه او کاریزماتیک مشر درلود، چې د ډیلي د واکمن شاهجهان له یوې لمسۍ سره یې واده کړی و او د بابري دولت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن و. میرویس خان، د غلجیو د خان او مشر په توګه، په کندهار کې د کلانترۍ¹¹ دنده هم پر غاړه درلوده او د خلکو په منځ کې یو محبوب او محترم مشر و.¹²
کله چې ګرګین خان د ابدالیانو ګواښ له منځه یووړ، نو پر غلجیانو یې د فشار په زیاتولو سره دا څرګنده کړه چې په کندهار کې به د هېڅ افغان قبیلې پیاوړي کېدو ته اجازه ور نه کړي (Lockhart، 1958: 84؛ Yezdî، 1359: 109). پر غلجیانو د ګرګین خان فشار باید د افغانستان او ایران د دواړو هېوادونو په تاریخ کې یو برخلیکټاکونکی پړاو وګڼل شي، ځکه له دې وروسته رامنځته شویو پېښو د سیمې د تاریخ بهیر په بشپړ ډول بدل کړ.
د غلجیانو پر وړاندې د ګرګین خان لومړنی اقدام هغه مهال پیل شو، چې میرویس خان ته یې د پاڅېدونکو هزارهګانو د ځپلو او تأدیب دنده ور وسپارله. میرویس خان په لنډه موده کې دغه پاڅون وځپه او کندهار ته بېرته راستون شو، خو کله چې یې ولیدل په کندهار کې مېشت ګرجستاني سرتېري له حده اوښتي، ګډوډۍ جوړوي او پر خلکو زورزیاتی کوي، نو پاڅون یې وکړ.¹³ ګرګین خان د غلجیانو پاڅون په ډېرې سختۍ وځپه، میرویس خان یې ونیو او اصفهان ته یې ولېږه (Krusinski، 1729: 115؛ Uzunçarşılı، 1988: IV/1، 172). ګرګین خان د اصفهان دربار ته په خپل استولي لیک کې خبرداری ورکړی و چې میرویس خان خورا خطرناک سړی دی، باید تل تر څارنې لاندې وساتل شي او که په ازاده توګه د ګرځېدو اجازه ورکړل شي، ښايي دوی ته ستر زیان ورسوي (Yozefo Tiflisî، 1137: 8a؛ Ewans، 2001: 22).
میرویس خان، چې اصفهان ته راوستل شوی و، تر یوې مودې تر څارنې لاندې وساتل شو. وروسته یې د دربار او شاوخوا بانفوذه کسانو ته هغه کشمیري شالونه، هندي ټوکران او نغدې پیسې د رشوت په توګه ووېشلې، چې له کندهاره یې ورغوښتي و. په دې توګه، هغه په لنډه موده کې خوشې شو او په درباري مجلسونو کې پر داسې بانفوذه شخصیت بدل شو، چې خبرې ته یې غوږ نیول کېده (Maraşî، 1342: 4؛ Krusinski، 1729: 116). په همدې موده کې میرویس خان له نږدې ولیدل چې د اصفهان دربار په څه ډول ناوړه حالت کې دی. هغه دا هم درک کړه چې هلته د لوی وزیر فتحعلي خان په ګډون ګڼو دولتي چارواکو له ګرګین خان سره دښمني درلوده. میرویس خان د مناسب فرصت له موندلو سره سم شاه حسین ته ځان ورساوه او څرګنده یې کړه چې د ایران پر وړاندې هېڅ ډول دښمنانه او ناوړه نیت نه لري، بلکې دی له خپلې قبیلې سره یوځای د صفوي دولت خدمتګار دی.
له بلې خوا، میرویس خان په ډېر مهارت سره د ګرګین خان د لوړو اداري وړتیاوو یادونه کوله او ټینګار یې کاوه چې نوموړی په ګرجستان ولایت کې د پلویانو یوه خورا پیاوړې ډله لري. هغه ګرګین خان د یوه وړ، زړور او اتل سرتېري او ځواکمن مشر په توګه ستایه او داسې یې څرګندوله چې نوموړی د دریو سترو ولایتونو، یعنې ګرجستان، کرمان او کندهار، د والي کېدو وړتیا لري (Muhammad Ali، 1958: 9). د میرویس خان دغو خبرو په دربار کې د ګرګین خان په ګټه موجود نظرونه بدل کړل او د هغه په اړه یې یو لړ شکونه او اندېښنې راپیدا کړې (Yozefo Tiflisî، 1137: 9a).
میرویس خان، چې پوه شو په اصفهان کې پاتې کېدل ورته کومه ګټه نه رسوي، د صفوي دربار د یوه لوړپوړي چارواکي خواجهسرا محمود آغا، په وسیله یې شاه حسین ته خبر ورکړ چې غواړي د خپلې دیني فریضې د ادا کولو لپاره حج ته ولاړ شي. کله چې یې له شاه څخه اجازه ترلاسه کړه، د شیراز له لارې د فارس خلیج ته ورسېد، له هغه ځایه قطیف ته واوښت او د حج سفر یې پیل کړ. میرویس خان مکې ته له رسېدو سره سم، د حجاز له علماوو څخه د دې مسئلې په اړه فتوا وغوښته چې د شیعهګانو تر واکمنۍ لاندې ځپل شوي سونیان باید څه وکړي.¹⁴ هغه له سني علماوو څخه د صفویانو پر وړاندې د جګړې د جواز فتوا ترلاسه کړه او د ۱۷۰۸ زېږدیز کال په اوړي کې اصفهان ته راستون شو.¹⁵ اصفهان ته تر رسېدو وروسته، لومړی یې د صفوي دولت له مخورو سره وکتل، له مکې څخه راوړې ارزښتناکې ډالۍ یې ورته وړاندې کړې او د هغوی د پاملرنې او درناوي وړ وګرځېد (Krusinski، 1729: 126).
هغه مهال چې میرویس خان اصفهان ته راستون شو، صفوي دربار له یوې نوې ستونزې سره مخ شوی و. د روسیې تزار پتر خپل ارمنيالاصله استازی اسرائیل اوري، شاه حسین ته ورلېږلی و. کله چې دغه استازی د شماخي سرحدي ښار ته ورسېد، د هغه په اړه خپرو شویو خبرونو په اصفهان کې پراخ اغېز او اندېښنه رامنځته کړه (Krusinski، 1729: 127). په ځانګړي ډول په اصفهان کې مېشتو اروپایانو دا خبره خپروله چې ګواکې نوموړی د ارمنستان د پاچاهۍ ولیعهد دی او د ایران تر واکمنۍ لاندې پر ارمني سیمو د مالکیت دعوه لري. په دې توګه یې د وېرې او وارخطایۍ رامنځته شوې فضا لا پسې پراخه او متشنجه کړه.
میرویس خان له دې وضعیت څخه ګټه واخیسته او په لومړي مناسب فرصت کې یې شاه حسین ته وویل چې دولت له یوه خورا خطرناک پړاو څخه تېرېږي او له هر لوري تر ګواښ لاندې دی. هغه زیاته کړه چې د روسیې تزار پتر د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې د مسیحیانو د ملاتړ او پالنې دعوه کوي او راغلی استازی هم بېشکه په همدې تړاو کوم پټ هدف لري. میرویس خان همدارنګه څرګنده کړه چې اصلي خطر دا دی چې مسکو غواړي د ارمنیانو ترڅنګ مسیحي ګرجستانیان هم خپل لوري ته راواړوي، که داسې وشي، دولت به له رښتینې او سترې خطرې سره مخ شي. هغه دا هم ورزیاته کړه چې د ګرجستانیانو یو تر ټولو مهم مشر له یوه پیاوړي پوځي ځواک سره لا دمخه په کندهار کې مېشت دی. که نوموړی هلته پاڅون وکړي، صفوي دولت به په بشپړه توګه د اور په کړۍ کې راګیر شي (Krusinski، 1729: 131 او ورپسې مخونه).
د میرویس خان دغو خبرو د اصفهان پر دربار ژور اغېز وکړ. شاه حسین، چې د خطر حساسیت یې درک کړی و، له ګرګین خان سره د مقابلې لپاره میرویس خان ته خلعت ورواغوست او کندهار ته یې ولېږه.¹⁶ ګرګین خان د خپل دغه دښمن له ازادېدو او کندهار ته له بېرته ستنېدو څخه سخت ناخوښ شو. خو میرویس خان د صفوي دربار رسمي فرمان له ځان سره درلود، له همدې امله ګرګین خان نه شوای کولای هغه ته زیان ورسوي یا یې پر وړاندې اقدام وکړي.¹⁷ ان دا چې هغه میرویس خان ته اجازه ورکړه چې له کندهاره د پنځو یا شپږو منزلو په واټن، په کلات کې خپلې کرنیزې ځمکې ته ولاړ شي او هلته مېشت شي (Maraşî، 1342: 5).
میرویس خان هم په پیل کې له ګرګین خان سره خپله دښمني هېڅ څرګنده نه کړه، بلکې په ظاهره یې ورسره دوستانه اړیکې لا ټینګې کړې. په همدې وخت کې خبر راورسېد چې د کندهار ختیځ ته د فوشنج او شرج د رباطونو په شاوخوا سیمو کې مېشتو کاکړانو پاڅون کړی دی. میرویس خان سمدستي ګرګین خان ته خبر ورولېږه چې دغه قبیله خورا خطرناکه ده، نو باید یو پیاوړی پوځ ورولېږل شي او پاڅون یې وځپل شي، که نه په کندهار کې به صفوي واکمني له ګواښ سره مخ شي. ګرګین خان د میرویس خان په خبرو قانع شو او د ۱۷۰۹ زېږدیز کال په اپرېل کې یې د خپل وراره الکساندر تر قوماندې لاندې یو پوځي ځواک د کاکړانو پر ضد ولېږه، چې ډېری سرتېري یې افغانان، بلوڅان او ګرجستانیان وو.¹⁸
په دې توګه، میرویس خان له هغه فرصت څخه ګټه واخیسته چې د ګرجستانیانو او قزلباشانو له سرتېرو څخه جوړ د صفوي پوځ لویه برخه له کندهاره وتلې وه. هغه ګرګین خان له ښار نه دباندې د کوهکران په کلا کې یوې مېلمستیا ته راوباله، چې په ځانګړي ډول یې ورته برابره کړې وه. ګرګین خان دغه بلنه په خوښۍ ومنله او له نږدې دوو سوو سرتېرو سره د میرویس خان کرنیز استوګنځي ته ورغی. له مېلمستیا وروسته، کله چې ګرګین خان او ملګري یې د استراحت لپاره خپلو ځایونو ته لاړل، د شپې په نیمایي کې ټول ووژل شول او په بشپړه توګه له منځه یووړل شول (Yozefo Tiflisî، 1137: 11a–11b).
میرویس خان خپلو کسانو ته د ګرجستاني سرتېرو جامې ورواغوستې او په چټکۍ سره د کندهار کلا ته ورسېد. د کلا ساتونکو ګومان وکړ چې ګرګین خان او سرتېري یې بېرته راستانه شوي دي، نو د کلا دروازې یې ورته پرانیستې. غلجیان د دروازو له لارې کلا ته ننوتل او له هغو سرتېرو پرته چې په تېښته بریالي شول، نور ټول یې ووژل (Yozefo Tiflisî، 1137: 11b–12a).¹⁹ میرویس خان په کلا او ښار کې ټول هغه کسان ونیول چې د ګرګین خان پلویان وو یا یې له هغه سره مرسته کړې وه او د ګرګین خان خزانه یې هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته. وروسته یې کلا په چټکۍ سره ټینګه او د دفاع لپاره چمتو کړه، شاوخوا افغان قبایلو ته یې پیغامونه واستول او هغوی یې کندهار ته راوبلل، څو ورسره یوځای شي (Maraşî، 1342: 7).
الکساندر، چې د کاکړانو پر ضد له لښکرکښۍ څخه راستون شو، د ګرګین خان له برخلیک څخه تر خبرېدو وروسته له غلجیانو سره په یوې سترې جګړې کې ښکېل شو، خو سره له دې چې د سرتېرو شمېر یې ډېر و، ماتې یې وخوړه او اړ شو چې ګرشک ته پناه یوسي. میرویس خان، د کندهار په کلا کې تر ځای پر ځای کېدو وروسته، الکساندر ته د ګرګین خان د وژل کېدو په اړه داسې پیغام واستاوه: «ما دا کار په خپل سر نه دی کړی. کله چې زه په اصفهان کې وم، د پاچاهۍ امیرانو د دې شرط په بدل کې د کندهار حکومت ماته سپارلی و چې ګرګین خان ووژنم…»
«اوس د هغه فرمان رارسېدو ته منتظر یم چې د کندهار د حاکم په توګه زما ټاکنه تأییدوي، دغه فرمان به ډېر ژر راورسېږي. ستاسو لپاره غوره دا ده چې د خپل تره مړی او خپل پاتې کسان درسره واخلئ او اصفهان ته ستانه شئ.» میرویس خان الکساندر ته په همدې مضمون پیغام واستاوه. الکساندر، چې بله چاره یې نه درلوده، د خپل تره تابوت، د هغه کورنۍ او پاتې ګرجستاني سرتېري له ځان سره واخیستل او هرات ته ولاړ (Maraşî، ۱۳۴۲: ۷ او ورپسې مخونه).
میرویس خان، چې د کندهار د کلا د ټینګولو او دفاعي پیاوړتیا په هڅه کې و، د افغان سردارانو څخه یې ځینې په نرمه او د لطف په چلند او ځینې نور په زور تر خپل اطاعت لاندې راوستل. وروسته یې اعلان وکړ چې په کندهار کې یې یو خپلواک حکومت جوړ کړی دی (Maraşî، ۱۳۴۲: ۸). کله چې اصفهان ته دا خبر ورسېد چې ګرګین خان وژل شوی او صفوي پوځ هم له سختې ماتې سره مخ شوی دی، شاه حسین سمدستي خپل استازی کندهار ته ولېږه، ترڅو د پېښې له څرنګوالي ځان خبر کړي، خو میرویس خان له اصفهانه راغلی استازی بندي کړ.
شاه حسین، چې اوس یې د ورپېښې شوې سترې ستونزې حقیقت درک کړی و، بېله ځنډه یې د ګرګین خان وراره، خسرو خان چې په «کي خسرو» هم یادېده او هغه مهال په اصفهان کې د داروغې(د نظم د ټینګښت مسؤل) دنده پر غاړه درلوده، د پوځ د لوی قوماندان یا سپهسالار، په توګه وټاکه. وروسته یې هغه د دولس زره کسیز پوځ په مشرۍ، چې له قزلباش او ګرجستاني سرتېرو جوړ و، د ۱۷۰۹ زېږدیز کال په نومبر کې د کندهار پر لور ولېږه (Krusinski، 1729: 138 او ورپسې مخونه).
خسرو خان د لارې په اوږدو کې له کرمان او هرات څخه د راټولو شویو ځواکونو په یوځای کولو سره د نږدې پنځوس زره کسیز پوځ په مشرۍ د کندهار پر لور وخوځېد (Maraşî، ۱۳۴۲: ۸).²¹ خو په پوځ کې د ګرجستاني او قزلباش سرتېرو ترمنځ د پرلهپسې شخړو او نښتو له امله، دغه لښکر یوازې د ۱۷۱۰ زېږدیز کال په نومبر کې د فراه کلا ته ورسېد.²² خسرو خان په فراه کې تر اوږدې دمې وروسته، د ۱۷۱۱ زېږدیز کال په اوړي کې د کندهار پر لور وخوځېد او د هلمند سیند پر غاړه یې خپل پوځي پنډغالی جوړ کړ (Maraşî، ۱۳۴۲: ۸). د میرویس خان تر مشرۍ لاندې غلجي ځواکونه هم د سیند پر مقابلې غاړې ځای پر ځای شول. دواړو پوځونو د یوې اوونۍ لپاره پر یو بل توپچي بریدونه وکړل. خسرو خان د هغو ابدالیانو په مرسته، چې په سیمه کې یې د صفوي پوځ ملاتړ کاوه، له سینده را واوښتل او د غلجیو پر سنګرونو یې بریدونه پیل کړل.²³
میرویس خان چې پوه شو د صفوي پوځ پر وړاندې په پرانیستې جګړه کې د خپلو سنګرونو ساتلو توان نه لري، د کندهار کلا ته پر شا شو. صفوي ځواکونو کندهار کلابند کړ او مخه یې ونیوله چې ښار ته له بهر څخه خوراکي توکي او پوځي مهمات ورسېږي. خسرو خان په دې ډاډه فکر عمل کاوه چې خپل دښمن یې په کلا کې کلابند کړی دی، خو افغان توپچیانو او ټوپکچیانو په ډېرې مېړانې او هڅې سره نه یوازې صفوي سرتېري کلا ته نږدې کېدو ته پرېنښودل، بلکې د شپې له خوا به په ناڅاپي ډول له کلا څخه راووتل او د ګرجستاني او قزلباش سرتېرو ګڼ شمېر به یې ووژل (Maraşî، ۱۳۴۲: ۱۴).
غلجیانو د همدې لوړ مورال په مټ او د سیمې د شاوخوا قبایلو په مرسته، هره ورځ صفوي پوځ ته درانه تلفات اړول او له بهر څخه یې د دغه پوځ د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لارې هم وتړلې. سربېره پر دې، د اوړي د سختې ګرمۍ له پیلېدو سره په پوځي پنډغالي کې د وبا ناروغۍ خپرېدو د صفویانو ټولې هیلې له منځه یووړې. خسرو خان دې پایلې ته ورسېد چې په دغو شرایطو کې د کندهار نیول ناشوني دي. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې د ژمي د تېرولو او له نویو ځواکونو سره د بېرته راستنېدو لپاره هرات یا مشهد ته پر شا شي (Maraşî، ۱۳۴۲: ۱۵ او ورپسې مخونه). په همدې وخت کې، د ۱۷۱۱ زېږدیز کال د سپټمبر پر ۲۷مه، د خسرو خان وراره الکساندر او ملګري یې په یوې نښتې کې ووژل شول (Sykes، ۱۹۴۰: ۳۲۶). صفوي ځواکونه چې پوه شول د غلجیانو پر وړاندې خپل دریځ په چټکۍ سره له لاسه ورکوي، د ۱۷۱۱ زېږدیز کال د اکتوبر پر ۲۶مه یې شاتګ پیل کړ.
میرویس خان د صفوي ځواکونو له شاتګ څخه په ګټې اخیستنې، په چټکۍ له کندهاره راووت او په ناڅاپي بریدونو سره یې صفوي پوځ ته درانه تلفات واړول. خسرو خان د تېښتې پر مهال، د آس د ښویېدلو او پر ځمکه د لوېدو له امله ونیول شو او د ګُرز په ګوزار ووژل شو. (Krusinski، ۱۷۲۹: ۱۴۴).²⁴ د صفوي پوځ ټول پوځي بارونه، تجهیزات او مهمات هم د غلجیانو لاس ته ورغلل (Maraşî، ۱۳۴۲: ۱۷).
میرویس خان، چې د صفویانو له مزاحمت او لاسوهنې پرته یې په کندهار او شاوخوا سیمو کې خپل واک په بشپړ ډول ټینګ کړی و، په خپل نوم یې سکې ووهلې او د «عادل شاهِ عالم» لقب یې غوره کړ.²⁶ میرویس خان له ۱۷۰۹ څخه تر ۱۷۱۵ زېږدیز کال پورې کندهار او د هغه شاوخوا سیمې، چې د ده تر واک لاندې وې، په ډېر تدبیر او مهارت اداره کړې. نوموړی د ۱۷۱۵ زېږدیز کال په نومبر کې په کندهار کې وفات شو او په کوهکران کې خاورو ته وسپارل شو (Krusinski، ۱۷۲۹: ۱۴۹).²⁷
د لومړۍ برخې لمنلیکونه
۱. د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ: ریاضالاسلام (۱۳۷۳)، د ایران او هند د اړیکو تاریخ، ژباړونکي: محمدباقر آرام او عباسقلي غفاريفرد، تهران: د امیرکبیر خپرندویه ټولنه.
۲. بابر په ۱۵۲۲ زېږدیز کال کې د کندهار ښار، چې د ارغونشاهیانو د شجاعبیګ په واک کې و، ونیو او خپل زوی کامران یې د دغه ښار د والي په توګه وټاکه. وګورئ: ظهیرالدین محمد بابر (۱۹۸۷)، وقایع: د بابر خاطرې، لومړی ټوک، د ر. ر. آرات په سمونه، انقره: د ترکیې د تاریخ ټولنې خپرونې، مخ ۱۱۱.
۳. د دې قبیلې د اصل او نسب په اړه، چې په سرچینو کې یې نوم د غلجایي، غلجي، غلجای او غلزای په بڼو ثبت شوی، وګورئ: اورهان یازیجي (۲۰۱۲)، «د غلجایانو اصل»، پروفیسور ډاکټر انور قونوقچو ته ډالۍ شوې علمي ټولګه، د ا. اې. آتنور په سمونه، انقره: بریکان خپرندویه ټولنه، مخونه ۴۶۱–۴۷۶.
۴. ابدالیان په ځینو سرچینو کې د «ابدالان» په نوم هم یاد شوي دي [وګورئ: یوزیفو تفلیسي (۱۱۳۷)، د میرویس خان او شاه حسین پېښې، استانبول، خطي نسخه، پاڼه ۴الف]. د دې نظریې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، چې ابدالیان د هپتالیانو یا سپینو هونانو پاتې شوني او اولاده ګڼل شوي، وګورئ: قیامالدین رای برلاس (۱۹۸۶)، «له ترکتوب سره د افغان قبایلو اړیکې: آیا ابدالیان د هپتالیانو (سپینو هونانو) لمسیان دي؟»، ترکي کلتور، ۱۴م ټوک، ۲۷۸مه ګڼه، جون، مخونه ۳۶۲–۳۷۰.
۵. په دې دوره کې په هرات کې د ابدالیانو د نفوس شمېر د اټکل له مخې شاوخوا شپېتو زرو کورنیو ته رسېده. وګورئ: جان فوران (۱۹۹۲)، «د صفوي واکمنې کورنۍ اوږدمهاله زوال: له دودیزو نظریو ورهاخوا»، Middle East Studies، ۲۴مه ګڼه، مخ ۲۹۴.
۶. د اسدالله خان اولاد، چې په قبیله کې په «سدو» مشهور و، وروسته د سدوزیو په نوم وپېژندل شول. وګورئ: فیضمحمد کاتب هزاره (۱۳۷۲)، سراجالتواریخ، لومړی او دویم ټوک، تهران: د بلخ د څېړنو او خپرونو مؤسسه، مخ ۴۸؛ اورهان یازیجي (۲۰۰۳)، احمدشاه ابدالي او د افغانستان د ملي دولت بنسټاېښودنه، ۱۷۴۷–۱۷۷۲، ناچاپ شوی دوکتورا تیزس، مالاتیا: د ټولنیزو علومو انستیتیوت، مخ ۱۷.
۷. د صفویانو تر واکمنۍ لاندې د کندهار د راتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ: عنایت خان (۱۹۷۶)، «شاهجهاننامه»، د هند تاریخ؛ لکه څنګه چې د دغه هېواد خپلو تاریخلیکونکو روایت کړی دی، اووم ټوک، د الیوت او ډاوسن په سمونه، لاهور، مخ ۸۹ او ورپسې مخونه. له اسدالله خان وروسته، په ترتیب سره محدود خان، خواجه خضر خان، خداداد خان ــ چې په «خدکي خان» هم یاد شوی ــ شیر خان، سرمست خان او دولت خان د قبیلې مشري پر غاړه اخیستې وه. وګورئ: ګنډا سینګ (۱۹۵۹)، احمدشاه دراني، بمبۍ: ایشیا پبلشینګ، مخ ۳ او ورپسې مخونه.
۸. صفوي والي عليمردان خان، له دربار سره د اختلاف له امله، په ۱۶۳۸ زېږدیز کال کې کندهار هغه پوځ ته وسپاره چې شاهجهان استولی و. خو دویم شاه عباس، چې په ۱۶۴۲ زېږدیز کال کې پر تخت کښېناست، په هماغه کال یې د کندهار پر لور لښکرکشي وکړه او ښار یې بېرته ونیو. شاهجهان درې ځله د کندهار د نیولو لپاره لښکرکشي وکړه؛ خو له شاهي دربار څخه یې د اړتیا وړ ملاتړ ترلاسه نه کړ، له همدې امله بریالی نه شو. په دې توګه، کندهار د اتلسمې پېړۍ تر لومړیو پورې د صفویانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. وګورئ: محمد علي (۱۹۵۸)، افغانستان: ملي ویښتیا، لاهور: د پنجاب تعلیمي مطبعه، مخ ۱ او ورپسې مخونه.
۹. یوولسم ګیورګي، چې د شاهنواز خان په نوم د کندهار د بیګلربیګي په توګه ټاکل شوی و، په ایراني سرچینو کې تر ډېره د «ګرګین خان» په نوم یاد شوی دی. [وګورئ: میرزا محمد خلیل مراشي صفوي (۱۳۴۲)، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په سمونه، د سنایي کتابتون، مخ ۳]. موږ هم په دې څېړنه کې غوره ګڼلې چې د ګرګین خان نوم وکاروو.
۱۰. غلجیان د کندهار او شاوخوا سیمو په کچه، د پنځوس زره کورنیو یا نږدې دوه سوه او پنځوس زره تنو نفوس په درلودلو سره، یوه خورا ځواکمنه قبیله وه. وګورئ: جان فوران (۱۹۹۲)، «د صفوي واکمنې کورنۍ اوږدمهاله زوال: له دودیزو لیدلورو ورهاخوا»، Middle East Studies، ۲۴مه ګڼه، مخ ۲۹۴.
۱۱. د «کلانتر» اصطلاح، چې د تاجیکانو او پښتو ژبو افغانانو ترمنځ د ادارهکوونکي او مشر په معنا کارېږي، د ترکانو ترمنځ د «آقسقال» او د هزارهګانو ترمنځ د «مختار» له اصطلاح سره برابره معنا لري. وګورئ: هنري والټر بلیو (۱۸۸۰)، د افغانستان توکمونه، کلکته: Thacker, Spink & Co.، مخ ۱۶.
۱۲. د میرویس خان او د هغه د دورې په اړه وګورئ: بېنومه لیکوال (۱۷۲۴)، د فارس کروموېل: د میرویس د ژوند، حیرانوونکو لاسته راوړنو او بریاوو بیان، لندن: J. Roberts.
۱۳. په هغه صفوي پوځ کې شامل ګرجستاني سرتېري، چې کندهار ته رسېدلي وو، د سیمې له خلکو سره یې خورا سخت او بېرحمانه چلند وکړ؛ تر دې چې د خلکو د سر او مال خوندیتوب له منځه ولاړ.
میرویس خان ګرګین خان ته خبرداری ورکړ چې د مسیحي ګرجستاني سرتېرو د سرغړونو او تېریو مخه ونیسي؛ خو کله چې یې کومه پایله ترلاسه نه کړه، د سیمې د مسلمانانو مشري یې پر غاړه واخیسته او پاڅون یې وکړ. وګورئ: میرزا محمد خلیل مراشي صفوي (۱۳۴۲)، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په سمونه، د سنایي کتابتون، مخ ۴.
۱۴. میرویس خان د مکې له علماوو څخه په لاندې ټکو فتوا غوښتې وه:
«موږ د ایران د هېواد په تر ټولو ختیځه برخه کې، د هند له هېوادونو سره پر پوله، یو سني مسلمان ولس یو چې په بېلابېلو عشایرو او قبایلو وېشل شوی دی. له څه مودې راهیسې د عجم رافضي شاهان پر موږ برلاسي شوي او موږ د هغوی د قهر، زور او واکمنۍ لاندې بېوسه او درمانده محکومان ګرځېدلي یو.
اوس چې موږ د دغو عجمیانو تر واک او رعیت لاندې یو، هغوی د خپلو بېشمېره او ډول ډول تېریو ترڅنګ، زموږ په مخ کې زموږ د څلورو غوره یارانو [څلورو راشده خلفاوو] ځینو ته ښکاره سپکاوی او ښکنځل کوي. همدارنګه یې د ساتنې په پلمه یو ناپوه، کافر او بېایمانه ګرجی خان له ګرجستاني پوځ سره زموږ د حاکم او والي په توګه ټاکلی دی.
هغوی د څرګند شریعت خلاف ګڼې کړنې ترسره کوي؛ په زور او جبر زموږ پر عزت، ناموس، کورنیو او اهل و عیال تېری او لاسدرازی کوي. زموږ اولادونه کله په زور او کله د غلا له لارې وړي، ګرجستان ته یې لېږي او هلته یې پلوري. ګرجستاني کافران زموږ پر ښځو هم په زور او جبر تېری کوي.
ایا شرعاً موږ بېوسو ته روا ده چې د دیني غیرت له مخې د دوی پر وړاندې توره راوباسو؟ که دغه چاره جګړې او وژنې ته ورسېږي، ایا زموږ له ډلې د دښمن وژونکی غازي او وژل شوی کس شهید ګڼل کېږي؟ که د لوی خدای په مرسته د بریا باد زموږ پر لور راوالوزي، ایا د روافضو مالونه زموږ لپاره حلال او غنیمت دي؟ ایا شرعاً موږ ته اجازه شته چې هغوی اسیران او غلامان کړو، یا خپل هېواد د هند هغه مسلمان پاچا ته وسپارو چې زموږ په ګاونډ کې دی او هېواد یې زموږ له خاورې سره نښتی دی؟»
میرویس خان د همدې پوښتنې په وړاندې کولو سره د مکې له علماوو څخه فتوا غوښتې وه. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي (۱۲۷۷)، تاریخ افغان؛ تاریخِ سیاح در بیانِ ظهورِ افغانان و سببِ انهدامِ بنای دولتِ شاهانِ صفویان، د ابراهیم متفرقه ژباړه، استانبول: د دارالسعادت جریدهخانې مطبعه، مخ ۳۹ او ورپسې مخونه.
۱۵. میرویس خان په دې وینا سره څرګندوي چې خپلې موخې ته رسېدلی و: «کله چې موږ هغوی ته موضوع بیان کړه او د حکم غوښتنه مو ترې وکړه، د دې کار د جواز په اړه یې ګڼې فتواوې راکړې؛ همدارنګه د مدینې او مکې ټولو فاضلو علماوو د هغه د جواز څرګندوونکي تصدیقونه لاسلیک او تأیید کړل.» وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي (۱۲۷۷)، تاریخ افغان؛ تاریخِ سیاح در بیانِ ظهورِ افغانان و سببِ انهدامِ بنای دولتِ شاهانِ صفویان، د ابراهیم متفرقه ژباړه، استانبول: د دارالسعادت جریدهخانې مطبعه، مخ ۴۰.
۱۶. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي (۱۷۲۹)، د فارس د انقلاب تاریخ، لومړی او دویم ټوک، ډبلین: د S. Powell چاپ، مخ ۱۳۲ او ورپسې مخونه؛ لارنس لاکهارت (۱۹۵۸)، د صفوي واکمنې کورنۍ سقوط او د فارس اشغال، کمبریج: د کمبریج پوهنتون مطبعه، مخ ۸۶.
۱۷. میرویس خان کندهار ته د راستنېدو پر مهال د ګرګین خان د ورور له خوا یو لیک له ځان سره راوړی و؛ د ګرګین خان ورور د اصفهان په دربار کې د دیوانبیګي دنده لرله. په دغه لیک کې لیکل شوي وو چې میرویس خان د دربار او درباري کړیو له خوا د درناوي او محبوبیت وړ دی. وګورئ: تادئوش یان کروسینسکي (۱۷۲۹)، د فارس د انقلاب تاریخ، لومړی او دویم ټوک، ډبلین: د S. Powell چاپ، مخ ۱۳۳.
۱۸. میرویس خان د خپلو تابع غلجي سپرو له ډلې شاوخوا دوه یا درې زره کسان د الکساندر تر قوماندې لاندې پوځ ته وسپارل؛ خو نږدې څلور زره سپاره یې په خپله کلا کې وساتل، څو هره شېبه جګړې ته چمتو وي. وګورئ: میرزا محمد خلیل مراشي صفوي (۱۳۴۲)، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په سمونه، د سنایي کتابتون، مخ ۵ او ورپسې مخونه.
۱۹. بدرالدینزاده میرلواء عليبیګ په هغه استخباراتي راپور کې چې دامات ابراهیم پاشا ته یې لیکلی و، د ګرګین خان د وژل کېدو په اړه داسې معلومات وړاندې کړي دي:
«د هند او عجم ترمنځ د کوچي یورکانو په څېر یوه ډله اوسېږي چې د “سلیماني افغانانو” په نوم یادېږي. دغه خلک اهل سنت او د حنفي مذهب پیروان دي. د هغوی قومي مشر، حاجي میرویس، هغه مهال چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره په مکه کې و، پر قبایلي پیروانو یې ظلم او تېری وشو. کله چې بېرته راستون او خپلې سیمې ته ورسېد، هغه دیني دښمني او فطري غیرت یې څرګند کړل چې په زړه کې یې پټ او ټینګ ځای نیولی و.
هغه د خپلې قبیلې له نږدې څلور زره کورنیو سره راغی، د یادې کلا په دښته کې یې خېمې ودرولې او سیمه یې د خپل لښکر تمځای وګرځوله. وروسته یې د کلا سپهسالار، د تفلیس اوسېدونکی، د شاهنواز زوی او ګرجستانیالاصل ګرګین محمد خان، خپل کور ته مېلمه کړ او د شپې په نیمایي کې یې هغه له ټولو پیروانو، خدمتګارانو او ملګرو سره یوځای په بشپړه توګه وواژه.
بیا کلا ته ننوت؛ هلته مېشت ګرجستانیان او بدعقیده روافض یې د شړۍ شوې وړۍ په څېر تیتوپرک، تباه او هکپک کړل. یاده کلا یې فتح او تر خپلې ولکې لاندې راوسته، د شیعهګانو له سپکاوي او واکمنۍ څخه یې پاکه کړه او شاوخوا څلور زره زمرېصفت غازیان یې په کلا کې ځای پر ځای کړل.»
وګورئ: بدرالدینزاده میرلواء عليبیګ (۱۹۷۵)، «قائمه: ۱۱۳۵–۱۱۱۷ هـ.ق. (۱۷۰۵–۱۷۲۳)»، د م. ف. قرزیاوغلو په خپرونه، د اتاترک پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د څېړنو مجله، ۷مه ګڼه، ځانګړی چاپ، انقره، مخ ۱۰۶.
۲۰. د شاه تر قوماندې لاندې ګرجستانیان، سره له دې چې په ظاهر کې مسلمانان ښکارېدل، په زړه کې مسیحیان پاتې وو. خسرو خان هم د اسلام پرېښودو ته چمتووالی نیوه او په غاړه کې به یې صلیب ګرځاوه. وګورئ: جورج بروس مالېسن (۱۸۷۹)، د افغانستان تاریخ، لندن: W. H. Allen & Co.، مخ ۲۳۳.
۲۱. یوزیفو تفلیسي کندهار ته د استول شویو سرتېرو شمېر څلوېښت زره قزلباشان ښودلی دی [یوزیفو تفلیسي (۱۱۳۷)، د میرویس خان او شاه حسین پېښې، استانبول، خطي نسخه، پاڼه ۱۳الف]. خو میرلواء عليبیګ څرګندوي چې د خسرو خان تر قوماندې لاندې کندهار ته استول شوی پوځ تر شپېتو زرو کسانو پورې رسېده. وګورئ: بدرالدینزاده میرلواء عليبیګ (۱۹۷۵)، «قائمه: ۱۱۱۷–۱۱۳۵ هـ.ق. (۱۷۰۵–۱۷۲۳)»، د م. ف. قرزیاوغلو په خپرونه، د اتاترک پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د څېړنو مجلې له اوومې ګڼې څخه ځانګړی چاپ، انقره، مخ ۱۰۶ او ورپسې مخونه.
۲۲. په صفوي دربار کې چې کوم مخالفت د ګرګین خان پر وړاندې رامنځته شوی و، ورو ورو د خسرو خان پر وړاندې هم پراخېده. سربېره پر دې، د ایران د خزانې مأمورانو له هرې ممکنې لارې هڅه کوله چې ګرجستاني سرتېرو ته ټاکل شوې پیسې ور ونه لېږي. په پوځ کې نورو مأمورانو او قوماندانانو هم نه غوښتل چې د یوه مسیحي قوماندان تر مشرۍ لاندې فعالیت وکړي. وګورئ: جورج بروس مالېسن (۱۸۷۹)، د افغانستان تاریخ، لندن: W. H. Allen & Co.، مخ ۳۲۳ او ورپسې مخونه.
۲۳. په همدې وخت کې میرویس خان خبر ترلاسه کړ چې د ابدالیانو یو پنځه یا شپږ زره کسیز ځواک د خسرو خان مرستې ته ورځي. هغه چې له دې قبیلې سره د غلجیانو له پخوانۍ دښمنۍ ښه خبر و، سمدستي یې نږدې درې یا څلور زره وسلهوال سپاره د هغوی پر وړاندې ولېږل. دغو سپرو، مخکې له دې چې ابدالیان له سینده واوړي، ناڅاپه پرې برید وکړ او د هغوی لویه برخه یې له تېغه تېره کړه. له دې سره سره، د ابدالیانو یوه برخه وتوانېده چې د خسرو خان مرستې ته ورسېږي. وګورئ: میرزا محمد خلیل مراشي صفوي (۱۳۴۲)، مجملالتواریخ، د عباس اقبال په سمونه، د سنایي کتابتون، مخ ۸ او ورپسې مخونه.
۲۴. د صفوي پوځ په لیکو کې د سنټ چارلس د کرملیانو کشیش، فادر باسیل ووژل شو؛ خو ایټالوي جراح فرېسکوراتي وېرونېزي وتوانېد چې ژوندی پاتې شي. وګورئ: لارنس لاکهارت (۱۹۵۸)، د صفوي واکمنې کورنۍ سقوط او د فارس اشغال، کمبریج: د پوهنتون مطبعه، مخ ۹۰.
۲۵. د قورچيباشي محمد زمان خان تر قوماندې لاندې په دې پوځ کې، د خراسان او استراباد د سردارانو ترڅنګ، قاجاران، د چمشګزک کُردان، ګرایلیان او اهلو…
دویمه برخه لري.