Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ځانګړي فرمان له مخې د واخان دهلېز سړک به ژر بشپړ...

د ځانګړي فرمان له مخې د واخان دهلېز سړک به ژر بشپړ او پرانیستل شي

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي وایي، د اسلامي امارت مشر ځانګړی او عاجل فرمان صادر کړی چې د واخان دهلېز د سړک پروژه باید چټکه بشپړه او ژر تر ژره د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

غزنوي وویل، د واخان دهلېز سړک د لومړیتوب له پلوه د اسلامي امارت له مهمو ملي پروژو څخه دی او د دې پروژې د ژر بشپړېدو لپاره ځانګړې لارښوونه شوې ده.

هغه زیاته کړه:
«دا یوه ستره پروژه ده. ځینې خلک فکر کوي چې لا یې کار نه دی پیل شوی، خو امیرالمؤمنین ځانګړی او عاجل حکم کړی چې دا سړک په چټکۍ سره بشپړ شي.»

له بلې خوا، د دفاع وزارت لوی درستیز رئیس فصیح‌الدین فطرت ویلي، که د واخان دهلېز د لارې د پرانیستلو پرېکړه وشي، امنیتي ځواکونه بشپړ چمتو دي چې د دې لارې امنیت خوندي کړي.

هغه وویل:
«که د دې لارې د پرانیستلو هر ډول پلان عملي شي، زموږ امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته هم ډاډ ورکوو.»

د واخان دهلېز پرانیستل به په تېره بیا له چین سره د افغانستان د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کړي او افغان سوداګرو ته به د سیمې بازارونو ته د نورو ترانزیتي لارو پرتله چټک او اسانه لاسرسی برابر کړي.

تر دې وړاندې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هم اعلان کړی و چې د واخان دهلېز د سړک د جوړولو چارې په دوو برخو کې روانې دي.

د دغه وزارت په وینا، د پروژې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان د واخان دهلېز له لارې له چین سره ونښلول شي، چې له امله به یې د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لپاره نوې فرصتونه رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...