Homeخبرونهد شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه؛ سپین غر او آمو سره مخامخ دي

د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه؛ سپین غر او آمو سره مخامخ دي

تاند ( چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۴مه) د افغانستان د کورني کرکټ د ستر لیګ شپږیزې پایلوبه نن چهارشنبه ترسره کېږي.

کرکټ بورډ وایي، دغه لوبه نن سهار ۹ بجې پیلېږي.

پایلویې ته د سپین غر زمریانو او آمو نهنګانو لوبډلې وتلې دي او نن به هره لوبډله د پایلوبې د ګټلو هڅه کوي.

دواړه لوبډلې تر دې دمه دوه ځل سره مخامخ شوي چې، یوه سپین غر او بله آمو لوبډلې ګټلې ده.

د نمرو په جدول کې تر دې دمه سپین غر لومړی مقام لري او آمو دوهم ځای لري.

زرګونه نندارچیان لوبغالي ته و روان دي څو پایلوبه رنګینه او لوبډلې وهڅوي.

سږني شپږیزه کرکټ لیګ کې ۵ لوبډلو ګډون درلود چې، بند امیر یوازینۍ لوبډله ده چې، هېڅ بری یې خپل نکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...