Homeخبرونهآمو د یوولسم پړاو شپږیزې اتله شوه

آمو د یوولسم پړاو شپږیزې اتله شوه

تاند ( چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۴مه) د افغانستان د کورني کرکټ د ستر لیګ شپږیزې پایلوبه نن چهارشنبه وشوه چې، آمو پکې اتلولي خپله کړه.

په ننني پایلوبه کې امو نهنګانو د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه!

سپین لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په زیان یې آمو ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

سپین غر لپاره ډېرې منډې عصت عالم ۶۷ منډې وکړې.

امو نهنګان لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې او بهترینې کارکردګۍ پرمټ سپین غر پړانګانو ته په پایلوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې هم د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

سږنۍ شپږیزه په لومړي ځل خوست کې وشوه. ۵ لوبډلو ګډون کړی وو چې امو یې اتلولي خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...