تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ چارو مرستیال وحید جلالزاده، چې افغانستان ته په سفر راغلی دی، نن ننګرهار ولایت ته لاړ او د دغه ولایت له والي محمدنعیم آخوند سره یې د سوداګرۍ، کرنې او ښوونې او روزنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په جلالاباد کې د ایران جنرال قونسل هم ګډون درلود او د ننګرهار او ایران د سیمهییزو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا، د کرنې او روغتیا په برخو کې د همکارۍ، د ښوونیزو پروګرامونو، د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د سیمهییزو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو موضوعات هم مطرح شول.
د ننګرهار د یو شمېر سیمهییزو ادارو مشرانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی وو.
ننګرهار د خپل جغرافیایي موقعیت او د افغانستان د ختیځ د مهمو سوداګریزو لارو پر سر د واقع کېدو له امله، د سیمهییزو اقتصادي اړیکو له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. ایران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د محدودېدو او خنډونو له امله، ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره په لومړي اقتصادي شریک بدل شوی دی. ایران وايي چې افغانستان یې په نړۍ کې پنځم ستر تجارتي شریک دی.