Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ پر ترانزیتي همکارۍ خبرې وشوې

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ پر ترانزیتي همکارۍ خبرې وشوې

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) ایران، افغانستان او تاجکستان د درې اړخیز ټرانزیټ او د سړک له لارې د بار وړلو د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د درې واړو هېوادونو چارواکو د جولای په ۱۴ او ۱۵مه د ایران د رضوي خراسان ولایت په مرکز مشهد ښار کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د سړک له لارې د بار وړلو په برخه کې د درې اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا، د ترانزیتي دهلېزونو پر فعالولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتولو او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت ویلي، دا نوښت کولی شي نړیواله سوداګري اسانه کړي او په سیمه کې د دوامدارې پراختیا ملاتړ وکړي.

وزارت زیاته کړې چې دا غونډه د درې واړو هېوادونو د ګډو ظرفیتونو د اغېزناک استعمال، د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، په نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو کې د سیمې د رول د لوړولو او د ترانزیتي زیربناوو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

منځنۍ اسیا د ټرېنډ (Trend) خبري اژانس د شننې له مخې، د ترانزیت او د سړک له لارې د بار وړلو په اړه دا درې اړخیزه غونډه د سیمې په کچه د نویو لوژستیکي لارو د پراختیا لپاره یو مهم ګام کېدای شي.

دا همکاري د ایران له هغې پراخې ستراتیژۍ سره همغږې ده چې هدف یې له منځنۍ اسیا سره د نښلوونکو لارو پیاوړتیا او په اغېزمن ډول د خپل ترانزیتي ظرفیت کارول دي.

تریند همداراز وايي، ایران په وروستیو کلونو کې د نړیوال شمال- جنوب ترانسپورتي دهلېز (INSTC)، چابهار بندر، د ختیځو سرحدي لارو او د رېلارز په پروژو کې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي، څو ځان د سیمې په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل کړي.

له افغانستان او تاجکستان سره د بار وړلو د همکارۍ پراخول د ایران له دې ستراتیژۍ سره مرسته کولی شي، چې د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي او د ترانزیت له لارې د ایران عواید هم زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...