Home+ تبه او ترمامتر | اسدالله غضنفر

 تبه او ترمامتر | اسدالله غضنفر

هغه ورځ یو چا جالبه وکړه. ویل یې، که د تبې په ګناه ترمامتر ونیسو، ایسته یې واچوو، تبه ورسره نه ختمېږي.

 تر دې خبرې پورې څو نورې خبرې رایادې شوې چې رابطه پکې پیدا کول ستا لوستونکي کار دی.

 زموږ د یوه عزیز له ببرک کارمل سره ډېره ورانه وه. په ۱۳۶۰ کلونو کې چې کارمل د واکمن ګوند عمومي منشي او د دولت مشر و، یوه ورځ یې د تلویزیون له لارې وینا خپرېدله. دغه وخت زموږ عزیز خپلې مخې ته ایښې سګریټ‌دانۍ (ایرونی) راپورته کړې او د خپل تلویزیون شیشه یې ورباندې ویشتې وه. د ده تلویزیون مات شو خو طبعا نه کارمل ته صدمه ورسېده، نه یې ویناوې بس کړې او نه د دولتي تلویزیون خپروونې ودرېدې.

د زرکې په اړه ویل شوي دي چې کله د واورو په موسم کې ښکاري وویني، سر په واوره کې ننباسي. دا ګومان کوي چې که زه ښکاري ونه وینم، د هغه به هم راپام نه شي؛ او هغه یې په اسانه ونیسي.

مورخ مبارک علي د اکبر پاچا په دربار کې د دیني مناظرو په اړه لیکي چې د هندوستان مسلمانو عالمانو د عیسایانو مقدس کتاب نه و لوستی، خو عیسوي عالمانو قرآن کریم لوستی و، ځکه په اروپا کې ژباړل شوی او چاپ شوی و او دې شي له اروپایانو سره په بحث کې مرسته کوله. هندوستاني عالم شېخ قطب الدین، چې د مناظرې په وخت په ځواب ویلو کې پاته راغی، عیسوي مبلغانو ته وویل: راځئ اور ته ودانګو، که هر څوک ورنه روغ راووتل، معنا یې دا ده چې په حقه لار روان دی! خو اکبر پاچا علما له دې چارې په دې دلیل راوګرځول چې د اور کار سوځول وي، نه د حق او باطل معلومول.

دغه مثال راښیي چې که یوه نظریه مخالفه ګڼو او د هغې په باره کې د کافي معلوماتو له لرلو ځان ساتو، نو دا امکان زیاتېږي چې مخالف لوری ماته راکړي.

د اروپا په مقابل کې د عثماني خلافت د ماتې یو علت دا و چې عثمانیانو د مطبعې په خپلولو کې ځنډ وکړ. په اروپا کې د مطبعې په برکت د کتابونو چاپ زیات او ارزانه شو، د ګڼو کسانو د تعلیم یافته کېدلو امکان پیدا شو، د فکرونو لېږد اسان شو او د علم او تکنالوژي وده ورسره د پخوا په نسبت خورا ګړندۍ شوه. وروسته بیا چې کله عثمانیان د مطبعې په اهمیت پوهېدل، اروپایانو ډېر زیات مزل کړی و.

موږ که نن سبا له انټرنیټ او موبایل سره هغه چلند کوو چې عثمانیانو له مطبعې سره وکړ یا زموږ عزیز له خپل تلویزیون سره کړی و، صرف ځان ته تاوان رسولی شو، لکه د پولیو واکسینو په مخالفت کې مو چې یوازې خپل ماشومان په ګوزڼ ووهل. نور په ګرده نړۍ کې د پولیو د ویروس مخنیوی وشو خو افغانستان او پاکستان لا ورسره لاس و ګرېوان دي. (اوس دا معلومه نه ده چې دغه ویروس له پاکستانه افغانستان ته راغلی دی، که یې افغانستان پاکستان ته صادروي؟ واللهُ أعلم.) موږ لا له دې بحثونو نه یوو فارغ شوي چې واکسین خو به کومه خارجي توطیه نه وي؟ واکسین ګټه لري که تاوان پېښوي؟ او واکسین دې ماشوم ته د کور په دروازه کې ورکړه شي، که د کلي د جومات په چوتره کې؟

که بېرته تبې ته راشو. ډاکتران وایي چې تبه مرض نه دی، د مرض عارضه و علامه ده. په بدن کې اصلا یوه بله ناروغي وي چې په نتیجه کې یې تبه پیدا شي. علاج د مرض پکار دی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...