Home+د لر او بر افغانانو لپاره چیلنجونه

د لر او بر افغانانو لپاره چیلنجونه

د افغانستان موجوده جغرافیه، تمامیت ارضي او ساتنه په ژبه، قلم، سوک او ټوپک د ټولو افغانانو مسوولیت او وجیبه ده. د افغانستان د جغرافیې بله برخه چې د انګریزانو لخوا د افغانستان نه په جبر یا د پخوانیو واکمنانو د جوړ جاړي په اساس جدا شوې، د افغانانو مقدسه داعیه ده. د پاکستان د ایجاد نه وروسته، د افغانستان هیڅ حکومت او ملي حرکتونو د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې.
البته د ډیورند د فرضې کرښې دواړه خوا ولسونه او افغانان د سختو چیلنجونو سره مخامخ دي. افغانستان کې یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام نشته. افغانستان د انزوا حالت سره مخ دی او په نړیوال ستیج د خپلو حقوقو او د پاکستان د مستقیمو هوایي بریدونو نه دفاع نشي کولې.
له بله خوا لر پښتونخوا کې افغانان د دوه افراطي نظریاتو او مسلحو ډلو تر منځ راګیر دي او هره ورځ قرباني ورکوي. له یوې خوا د تحریک طالبان پاکستان او نورې افراطي ډلې دي چې د دې سیمې ولسونه ځپي او له بلې خوا د پنجاب پوځیان دي چې دا سیمه یې د تشدد او افراطیت مرکز ګرځولې ده. د پنجاب پوځ د غلطو پالیسیو، ظلم او تشدد له امله، ځکه مسلح حرکتونه د پوځ په وړاندې راپیدا شوې دي چې ټوله سیمه یې د بې ثباتې سره مخامخ کړیده.
پدېتوګه لر او بر ټول ولسونه او هم پاکستانیان د افراطیت او د پنجاب د پوځ د غلطو پالیسو قرباني دي. هغه  افغانانو ته چې ملي فکر لري، د لر او بر افغانانو د خاورې ارضي تمامیت، مالکیت، استقلال، ژوند او سوکالي یو شان اهمیت لري.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د افغانستان د خوځښت د سیاسي چارو مسوول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...