لمر د غره په څوکه داسې ولاړ و لکه څاري مې چې، سترګې مې وبرېښېدې.ولټېدم.پرده مې کش کړه.د کټ تر څنګ مې لپټاپ خلاص و، په ښیښه یې ګرد پروت و، د مېز پر سر د ویلي شویو شمو بېخونه ور وچ وو.نه پوهېږم د څه وخت به وې د پرون شپې یا وړمې، په یاد مې نه دي.
تشناب ته لاړم ،مخ ته مې لپه واچوله ،ښه راباندې ونه لګېده ،اوبه یخې وې.غاښونه مې له برسېدا سره داسې برېښېدل لکه اوسپنه چې پرې تېروم.
پخلنځي ته لاړم.یخچال مې پرانیست.توند بوی ترې ولټيد.بد راباندې ولګېد.بند مې کړ.د مېز پر سر دوې مڼې په غاب کې ایښې وې.له یوې يې کپ شوی و.د کپ ځای یې ژېړ و.
کوټې ته راغلم.چای مې واچاوه.څو سره غوړپه مې وکړل.ستونی مې وسوځېد.پاڅېدم.کړکۍ مې پرانیسته.کوڅه تشه وه.
په آینه کې مې وېښتانو ته ځير شوم.سپینه لار یې داسې راښکاره شوه لکه چوڼه چې پکې دوړېدلې وي.له غاړې مې د زنګ وهلي پتنګ زنځیر خلاص کړ ،تور شوی و.
پای
۲۰۱۹ د نومبر ۱۲
کابل