پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeټولنیزګټې د ګټو لاندې دي| خبیب علي

ګټې د ګټو لاندې دي| خبیب علي

د حیات اوبه په تورتمونو کې دي. ملغلرو پسې باید د سمندر تل ته کوز شو. موږ که د کامیاب ژوند توقع لرو، باید زحمت وګالو. تاسو به هم لا زما په شان داسې څوک نه وي لیدلی، چې بې زحمته یې راحت موندلی وي. د نن ستونزې د سبا ورځې د اسوده ژوندی زېری راکوي. زه لسګونه داسې کسان پېژنم چې د ورځې به یې په سلو یا دوو سوو کلدارو کار کاوه، خو اوس خلکو ته کار نه کوي، خلک ورته کار کوي او د شخصي کاروبار درلودونکي دي.

په دې خبرو پوهېدل اوس تر پخوا ډېر ضروري شوي، چې هېڅ یو کار وړوکی نه وي، هر کار او کاروبار په خپل ذات کې د ارزښت وړ دی. د نړیوال پرمختګ اوږد بهیر هم راته وایي چې په دې پرمختګ کې د کسب و کار ونډه لویه ده. مثلا: د اروپا په پرمختګ کې د مفیدیت او مطلوبیت د فلسفې رول، چې څنګه یې دودیزو او عنعنوي ارزښتونو ته ماتې ورکړه او اروپا یې د تاریخ نوي دور ته ورداخله کړه. د مفیدیت او مطلوبیت د فلسفې یو اړخ داسې وایي چې څه چې موږ ته ګټه لري، هغه باید وساتو او څه چې موږ ته کومه ګټه نه لري هغه باید له پامه وغورځوو. په هغو کلونو کې په اروپا کې دې نظریې له اقتصاد و سیاسته نیولې د ادب او شعر تر زرینو کرښو پورې هرڅه اغېزمن کړل. انګرېزانو د کار او کسب پر وړاندې ټول پراته خنډونه لېرې کړل او کسب و کار یې د برترۍ عامل وباله. موږ هم که د پرمختګ تمه لرو او که د یوه هوسا او ارام ژوند هیله مو په زړه کې راټوکېدلې وي، د نورو له تجربو باید ګټه واخلو.

 د ګڼو وروسته پاتې ټولنو یو مشترک صفت دا دی چې هغوی ډېرو اقتصادي فعالیتونو ته په سپکه ګوري. زموږ ټولنه چې لا هم دودیزو او قومي ارزښتونو ته ژمنه ده، دا خبره په کې په اسانه نه هضمېږي. موږ لا هم د شرم او عار په زولنو کې ګېر یوو.

په کاروبار او اقتصاد کې بې ځایه عار ګومان د ګټې پرځای ډېر کله تاوان رارسولی دی. یوه ملګري راته وویل چې زموږ په کلي کې سلماني نشته. خلک د ویښتانو د جوړولو لپاره بل کلي ته ځي. د سلماني د نشتون خبره ډېر کله د نورستان ولایت په اړه هم کېږي. جان پرکنز امریکایي دیپلومات یوځای لیکلي وو چې عربو په لومړیو کې د سړک پر سر پرتې پاڼې نه راټولولې. هغوی ته دا د شرم او عار خبره ښکارېده، چې یو اصیل عرب دې د سړک پر سر د ونو پرتې پاڼې راټولې کړي. د دې چارې لپاره هغوی له رمو کار اخیسته. موږ چې لا د جلال اباد په خېوه کې کافي رمې نه لرو، باید د سړک پر سر پرتې پاڼې په خپله راټولې کړو او د سلماني کسب ته په سپکه ونه ګورو.

عرض دا، چې ټولنیزو باورونو کله کله زموږ په خراب اقتصادي حالت کې ونډه لرلې ده. د قومیت او ارزښتونو مینه واقعا خوږه وي، خو که کله یې د ګټې پرځای تاوان رارساوه، باید ترې تېر شو. دغه تېرېدل به دوه ګټې را ورسوي: یو دا چې اقتصادي حالت به مو نه وي زیانمن شوی، بل دا چې د کلچر په ترمیم او بیارغونه کې به مو ونډه اخیستې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب