سه شنبه, مې 28, 2024
Home+د ۱۰۴ نمبر واټ مړی

د ۱۰۴ نمبر واټ مړی

ارمان قریشي
دا د هغه ورستۍ ټولګه وه شايد ماته يې د کوم ملګري په لاس ډالۍ کړې وه زه يې اکثره نظمونه وخت ناوخته لولم د شاعرۍ په حواله مي حافظیه ډيره بدنيئتې ده د يادولو لپاره هيڅ ځای نه ورکوي خو بيا هم په څه زور مي د هغه په شمار څو نظمونه د حافظې په يوه کونج کي اوډلي دي “زه فکر کوم چي دا نظمونه هغه بلکل ماته ليکلي دي” اما زه نه خوښوم چي زه دي يوه شاعر ته داسي يوه کلېشه ووايم څنګه چي په کاليو کي دوه رنګه يو شان نه خوښوم هم داسي د يو رقم جملو له استعمال څخه هم ليري ګرزم.
زه که هغه ته ووايم چي دا نظمونه دي ماته ليکلي يا داسي تکرار کړم چي “اي شاعره ته بلکل يو ځيرک څوک يې ستا هر هغه درد ته فکر شوی چي د تيارې په يوه نهامه کونج کي پټ دی يا شايد د هغه د ستايلو لپاره داسي ولیکم شاعره وروره تاسو د راده د هغه اوبو په څير يې چي په ظاهره ارامي او خال خال خلی پر سر بهيږې خو په باطن کي له جنونه ډکې مستې او رڼې روانې وې دا هغه اوبه دي چي يو طلايي کب يې خوښوي يا ويلای شو چي دغو اوبو له ځان سره راوړي ډبره تل تراشلي وي” داسي به هيڅ خوند نه وکړي شايد دا جملې هغه ته بل چا هم ويلې وې.
چا شاعر ته وويله، ته پوهيږي شاعره! ستا په څير مي يو وخت يوه شاعر ته څو جملې ليکلې وې له مينې ډکې د اها، واه، واخ په تار پېئلې خوږې جملې؛ زه يې د شعر په راض نه پوهيدم ږغ يې ګونګ وو که زما غوږونه کاڼه وو خو هغه د چا خبره د شعر ويل په سر کيږي يا شايد زړه يې ياد کړی وو.
تاته بايد ووايم شاعره په هر نظم کې ده يوه مړه ارواح ږغولې وه زه نه پوهېږم چي دا الفاظ به ستا د شعر د ستايلو لپاره مناسب وي ؟ خو زما د قلم څوکه يواځي او يواځي ستا د شعر د ستايلو لپاره صفا کاغذ رنګينوي، هو شاعره ستا شعر يو زهير شوی زړۀ نور زهيروي يوه ناکراره ارواح نوره ناکراره کړي ما تل داسي يو څه غوښته چي په درد کي مه نور دردمن او په خوشحالۍ کي خوشحاله کړي.
يا شايد زه يو شاعر داسي وستايم فرق نه کوي که کمزوري وي خو لفظونه مي بايد خپل وي “اوري شاعره ستا د تتلۍ و ملا ته ليکل شوی نظم مي د کوټې پر هر ديوال ليکلی ته پوهيږي ما تيره ورځ ځان ته يوه کُتبه تياره کړه د شناخت پر ځای مي د ۱۰۴ نمبر واټ و مړي ته ليکل شوی نظم غوره کړی؛ سنګتراش حيران وو څو ځله يې تفوس وکړئ «مړی دي څه کيږي؟»ما يې سترګو ته کتل درد يې په بڼو کي ټومبلی وو؛ زه رشتيا نه وم خبر چي مړی مي څه کيږي؟ هغه نظم يوار بيا تکرار کړی تور غټ شونډان يې رږنا اخستي وو دا ځل يې پوښتنه په غريو نيولي ژبه وکړه «جنازه يې څه وخت ده؟» ماته ناګهانه را ياد شوه چي “د کوټې په کړکۍ کي پراته ګلان به له تندې مړاوې شوي وي”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب