پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکابل: احمدشاه بابا مېنه کې د يوه موټر ۴ سپرلۍ وژل شوي...

کابل: احمدشاه بابا مېنه کې د يوه موټر ۴ سپرلۍ وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏د کابل په ختيځ احمد شاه بابا مېنه کې د يوه ليني موټر ۴ سپرلۍ وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي، چې دغه پېښه په يوه لیني موټر کې د اور لګیدو له امله رامنځته شوې ده.

 ځدران ونه ویل چې دا عام خلک دي که نه، خو وایي دا لومړني معلومات دي.

نوموړی وایي سیمې ته د دوی څېړنیو ټیم رسېدلی او وروسته به معلومه شي دا اور له څه امله دی.

بلخوا يو شمېر ځايي خلکو ويلي، چې پر یاد موټر چاودنه شوې ده.

دا په کابل ښار کې له وقفه يي ځنډ وروسته چاودنه ده، چې پکې په دې حد کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

د يادې پېښې اصلي علت لا نه دی معلوم، خو طالبان په وروستيو کې د نا امنیو د پېښو په پټولو او په اړه يې د غولونکو معلوماتو په خپرولو تورنیږي.

طالبان بيا دا تورونه بې بنسټه بولي او د بشپړ امنيت ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب