Home+په کندز کې د لوی احمد شاه بابا ۲۵۰م تلین ونمانځل شو

په کندز کې د لوی احمد شاه بابا ۲۵۰م تلین ونمانځل شو

په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او هېواد ښوونیز مرکز لخوا د معاصر افغانستان بنسټګر لوی امپراتور غښتلي، ویاړلي، متدین او مقتدر واکمن احمد شاه بابا ۲۵۰م تلین په پار یاد غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې رهبري او غړي، د کندز اطلاعاتو او کلتور مشرتابه، د هېواد ښوونیز مرکز د رهبرۍ استازي او ښوونکو، د پوهنتون استادانو شاعرانو، لیکوالانو، خبریالانو او زده کړیالانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې مشر محمد اسلم رشیدي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ملي یووالي په برخه کې د ستر امپراتور احمد شاه بابا د کارنامو په هکله معلومات وړاندې کړل.
وروسته پیاوړی ځوان استاد عبدالبصیر وهاج د لوی امپراتور احمد شاه بابا د ژوند، مبارزې او اند په اړه په زړه پورې سیمینار وړاندې کړ.
ورپسې د علي آباد ولسوالۍ د کرکټ مسؤل عصمت الله بنیاد، پیاوړي شاعر او لیکوال غلام حیدر حیدر او د کندز اطلاعاتو کلتور رئیس مطیع الله روحاني د بابا پر ویاړلې تاریخ خبرې وکړې او لوی امپراتور احمد شاه بابا یې د عزت، غیرت او مېړانې یو دنګ څلی یاد کړ.
د غونډې په دویمه برخه کې آزاده مشاعره ترسره شوه چې ځوانو شاعرانو پکې خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول او غونډه د دعايې په ویلو سره پایته ورسېده.
د پردېس ټولنې د اړیکو او رسنیو څانګه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...