Home+افغانستان له زیمبابوې لومړۍ ۲۰ اوره سیالي وګټله

افغانستان له زیمبابوې لومړۍ ۲۰ اوره سیالي وګټله

افغانستان زیمبابوې ته په ۶ ویکټونو او ۴ توپونو ماتې ورکړه. دا لوبه هغه مهال هیجاني شوه چې د افغانستان د توپونو شمېر شېبه په شېبه د پکار منډو پرتله کمېدل.

د لوبې په وروستیو شېبو کې محمدنبي د نجیب الله ځدراڼ په همکارۍ ځان هدف ته ورساوه. او په داسې حال کې چې ۵ توپونه یې لرل او ۶ منډو ته یې اړتیا وه، نجیب الله ځدراڼ شپږیزه ووهله او د ټولو اندېښنې یې په همدې شپږیزې پای ته ورسولې.

په پیل کې د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي او رحمت الله ګوربز ښه ملګرتیا پیل کړه. ځاځي په ۲۶ توپونو ۴۵ او ګوربز په ۳۶ توپونو ۳۳ منډې وکړې. وروسته نجیب الله ځدراڼ د تل د اکثرو نورو وختونو په شان ښه بیټنګ وکړ. ده په ۲۵ توپونو ۴۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وګڼل شو. محمدنبي په ۸ توپونو ۱۵ حساسې منډې جوړې کړې.

زیمبابوې، افغانستان ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

دا د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د درو شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ مسابقه ده. د دې سیالۍ پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوه نوي لوبغاړي نجات مسعود ښه باولینګ یا توپ وهنه وکړه. ده په ۴ اورونو کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د زیمبابوې ټولتال ۸ لوبغاړي وسوځېدل. دوه تنه د راشدخان او کریم جنت له لوري رن اوټ شول او ۳ نور راشدخان، فضل حق فاروقي او محمد نبي وسوځول.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو ښه بیټنګ سکندر رضا وکړ. ده په ۳۱ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...