یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین: امريکا دې د افغانستان د بیارغونې لګښت پر غاړه واخلي

پوتین: امريکا دې د افغانستان د بیارغونې لګښت پر غاړه واخلي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکمنستان ولسمشر سردار بردی‌محمداف سره د لیدنې پر مهال امريکا او ناټو د افغانستان په ناورين کې ملامت ګڼلي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې امريکا بايد د افغانستان د بیارغونې لګښتونه پر غاړه واخلي.

د روسیې د ولسمشر په خبره، چې د افغانستان د زيربناوو د له منځه تلو ملامتي د امریکا په غاړه ده.

د روسیې ټاس خبري اژانس ويلي، چې روسي او ترکمنستاني ولسمشر په عين حال کې د افغانستان د بيارغونې لپاره د خپلو مرستو خبر هم ورکړی.

دوی يادونه کړې، چې له جګړې وروسته، د افغانستان د بیارغونې، ادغام او د سيمه ييزو پروژو د زيربناوو په جوړولو کې لوژیستیکي همکاري کوي.

دواړو ولسمشرانو د افغانستان د وضعيت، د امنيت او ثبات د ټينګښت، د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو او له خاورې څخه يې د پیښو ګواښونو په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

امريکايي او طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې طالبانو هم له افغانستان سره د مرستو د بيرته پيل غوښتنه کړې وه.

1 COMMENT

  1. زما په نظر باید نړیواله محکمه او د حقوق بشر سازمان غړی افغانستان ته راشی او وګوری چی امریکا او غرب او بیا همدا روسیی او پآکستان ایران سعودی افغانستان ته څومره مالی او بشری زیان رسولی ټول شریک سازمانونه په شراکت ډول سره یو اساسی او جامع راپور د نړی ته وړاندی کړی چی غرب او شرق څومره ملامت دی او افغانانو ته یی پدی ۴۵ او ۲۰ جګړه کی څومره مالی او بشری زیان رسولی هر پریکړه چی ملګری ملتونه ، امنیت شورا او بشر جقوق سازمان او نور سازمانونه ونیولو بیا موږ پوهیږو چی نړیوال په رښتیا د افغانانو غږ اوری او دوی بشری او مالی تاوان غم وړی دی
    بل باید ووایم چی دا غږ پوتین کړی باید برتانیا چین او ایران او سعودی او امریکا هم وکړی ترڅو موږ پوه شو او ملګری ملتونه باید د پوتین ددی خبری په اساس نړیوال سیاسی مشران چی د مخکینی جمهوری نظام ، خلق او پرچم ګوند غړی، او اوسنی طالب مشران هم وغواړی چی موږ پوه شوی چی نړی له موږ سره څه کړی او څه کوی ، آیا رښتیا ځینی هیوادونه چی شعار ورکوی د افغانانو غم خوار دی که تنها رسانیز پیغام خپروی مګر پخپله عمل نه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب