یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، د‌‌ يوه مخکيني امنيتي مقام په ګډون ۳ تنه وژل...

بېلابېلې پېښې، د‌‌ يوه مخکيني امنيتي مقام په ګډون ۳ تنه وژل شوي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏د افغانستان له مختلفو سيمو څخه خبرونه وايي، چې د څو پېښو پر مهال يو پخوانی امنيتي مقام، یو ځوان او يو ټپي شوی ملکي وګړی‌ وژل شوي.

له بدخشان څخه په ورکړل شوي راپور کې راغلي، چې د دې ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د بدخشان د امنیې قومندانۍ د مبارزې پخوانی مدير نصیر احمد د چړو په ګوزارونو وژل شوی.

ځایي سرچينو ويلي، چې نوموړی په شخصي کار و بار بوخت و، چې طالبانو ته منسوبو کسانو وواژه.

په یوه بل خبر کې طالبان تورن شوي، چې د دې ولایت د تالاشۍ په یوه پوسته کې يې د ایمرجنسي روغتون پر یوه ټپي په دې تور ډزې وکړې او ويې واژه، چې ګواکې د ‌مقاومت ډلې غړی و.

سرچينه زياتوي:« دا پېښه د جمعې ورځې له غرمې مخکې د پنجشېر د دالان سنګ سیمې د تلاشۍ په یوه پوسته کې شوې ده.»

د معلوماتو په اساس، دغه کس حبیب الله نومېده او پر پښه ټپي و.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي

د یوه بل خبر له مخې، د لوګر د مرکز پل علم ښار په پادخواب کې یوه ځوان په سهوي ډزو

خپل ملګری وژل شوی.

د‌ دغې پېښې په اړه هم نور جزییات نه دي تر لاسه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب