یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل ته د عبدالله بیرته ستنیدل، په کرارۍ او عدالت کې ېې...

کابل ته د عبدالله بیرته ستنیدل، په کرارۍ او عدالت کې ېې د افغانانو د ژوند غوښتنه وکړه

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په داسې حال کې کابل ته بيرته را ستون شو، چې په هوايي ډګر کې یې د طالبانو د يو شمېر استازو تر څنګ د لغوه شوې مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار هرکلی کاوه.

عبدالله په کابل نړيوال هوايي ډګر کې افغانانو ته په آرامۍ او عدالت کې د ژوند هيله وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

نوموړي دا هم وويل، چې هندوستان ته تللی و او د خپلې کورنۍ تر څنګ و.

هغه له افغانستان څخه د شاوخوا یوې نيمې مياشتې مسافرۍ په اړه ېې نور جزییات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې نن یوې باوري سرچينې تاند ته وويل: ښاغلی عبدالله له هېواد څخه تر وتو وروسته امريکا متحده ايالاتو او متحده عربي اماراتو ته هم پټ سفرونه او د افغانستان د وضعیث په اړه یو شمېر بهرنيو او کورنيو لوریو سره خبرې او بحثونه لرل.

د ښاغلي عبدالله نیږدې سرچينو دا خبره تاييد يا رد کړې نه ده.

د يادونې وړ ده، چې په هندوستان کې د عبدالله عبدالله د موجودیت پر مهال د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم ياد شوي هېواد ته سفر کړی و او له نوموړي سره د افغانستان پر وضعیت غږیدلی و.

2 COMMENTS

  1. د ډاکتر عبدالله د ښه راغلاست لپاره د مشرانو جرګی پخوانۍ رئیس د طالبانو ځینی چارواکی او یو شمیر نور د کابل بین المللی هوائي ډګر ته راغلی و، خو په زړه پوری صحنه دا و چی یو شمیر طالب چارواکي د دی پر ځای چی د الوتکی د زینی لاندی د ډاکترعبدالله د راتګ آنتظار وباسی، الوتکی زینی ته ورپسی ختلی او د الوتکی د دروازی مخ کی هغه سره د روغ اوبړ په حال کی و، که په هماغه شیبه ډاکتر عبدالله له الوتکی نه وای وتلی طالبان به ورپسی د الوتکی سالون ته داخل شوی وای، عاقبت مو د داسی خلکو سره پخیر وي لس میاشی کیږي چی د واک په ګدۍ ناست دي مګر تراوسه نه پوهیږی چی د یو میلمه د هرکله راشۍ لپاره چیری سړی ودریږي.
    بله خبره دا ده چی طالبان د پخواني اداری د پنځوس په سلو کی د یو چارواکی د راتلو لپاره د الوتکی زینی ته خیږي مګرډیر داسی پیښ شوی چی د هغه اداری یو عادی کارکونکی افسر یا عسکر یی وژلی دی ، دا هم شوعمری عدالت.

  2. د حیرانتیا خبره خو دا ده چی عبدالله په رېږدېدلو پایڅو او تلواری او ساده او د بېری څخه ډک احساس طیارې ته پورته سو او هند ته ئې پرواز وکړ خود راتګ په وخت کی د تاوده هرکلی سره مخامخ سو. دا چی ولی؟ جواب ئې ډیر مفصل او پېچلئ او حتی حیرانوونکئ دئ.
    ما ۴۰۰ ورځی لیکلی وه چی د انتظار او توقع خلاف او حیرانوونکی کړنی به زموږ په وطن کی ولیدلی سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب