یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې یو شمېر ځوانان د ویډیویي ګېمونو د کارولو له امله...

هرات کې یو شمېر ځوانان د ویډیویي ګېمونو د کارولو له امله ډبول شوي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏خبري سرچېنې وايي، چې طالبانو په هرات کې پرون د جمعې په ورځ یو شمېر ځوانان د ویډیویي ګېمونو د کارولو له امله ډبولي دي.

ويل شوي، چې دا وهل ډبول د ویډیویي ګېمونو په ځینو مرکزونو کې شوی.

د طالبانو جنګيالي دغو مرکزونو ته په ننوتو، هلته شته ځوانان ډبولي او دا کار ېې د وخت ضایع کول ګڼلي.

طالبانو هلته شته ځوانانو ته ګواښ کړی، چې نور به د ویډیویي ګېمونو مرکزونو ته نه ورځي.

د دې ترڅنګ د ویډیویي ګېمونو د مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې خپل مرکزونه بند او پکې د خلکو د را ټولیدو لړۍ نوره پای ته ورسوي.

د طالبانو له واکمنيدو سره ورځ تر بلې دافغانستان د نیږدې هر قشر پر ژوند داسې پراخ قيودات لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب