شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله نن کابل ته را ګرځي، د تاند سرچېنې: امريکا او...

عبدالله عبدالله نن کابل ته را ګرځي، د تاند سرچېنې: امريکا او اماراتو ته هم تللی و

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏ د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي، چې نن له هندوستان څخه بیرته پلازمينې کابل ته ستنيږي.

نوموړي يو ځل بيا هندوستان ته پیل شوی خپل دغه شاوخوا یو میاشتينی سفر شخصي ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده، چې يوې باوري سرچينې له هېواد څخه د ډاکټر عبدالله له وتو وروسته امريکا متحده ايالاتو او متحده عربي اماراتو ته د نوموړي د پټو سفرونو خبر ورکړی.

سرچينه زياتوي، چې ښاغلي عبدالله د دغو پټو سفرونو په ترڅ کې د يادو هېوادونو له چارواکو او د افغانستان په قضیه کې له یو شمېر نورو ښکېلو خواوو سره لیدنې او بحثونه لرل.

رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کېږي، چې د طالبانو د لوی کندهار ډلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په تفاهم عبدالله عبدالله یا سیاسي ډلې ته ېې په خپل حکومت کې ونډه ورکول منلي، خو په دې اړه د لوی پکتیا د ډلې ( حقاني شبکې) لېوالتیا کمه ښکاري.

مخکې یوې بلی سرچېنې تاند ته ویلي وو، چې عبدالله عبدالله او حامد کرزي په ګډه د هندوستان په ګډون یو شمېر هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو ښه کیدو لپاره خپلې لابۍ چټکې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب