شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاریانا هوايي شرکت هند، کویټ او چین ته بيرته الوتنې پیلوي

اریانا هوايي شرکت هند، کویټ او چین ته بيرته الوتنې پیلوي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏ د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکي وايي، چې دغه شرکت به ډېر ژر ‎هند، ‎کویټ او چین ته الوتنې پیل کړي.

دا خبر د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په خپله ويب پاڼه خپور کړی، خو په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له هندوستان سره د طالبانو اړیکې مخ په ښه کیدو دي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د کابل هوايي ډګر د بې نظمیو، د هوايي ځواک د یوې لوېې برخې مسلکي کادرونو د جلا وطنۍ او دغه راز د طالبانو د حکومت د نه په رسمیت پېژندلو له کبله د اریانا او نورو افغان هوایي شرکتونو چارې او الوتنې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې وې.

د‌ افغان هوایي شرکتونو د چارو د خرابتيا له کبله د افغانستان ډېرې اړوندې الوتنې یا له ګاونډيو هېوادونو تر سره کیږي او یا هم له افغانستان څخه د‌ همدغو او نورو هېوادونو د هوایي شرکتونو په وسیله ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب