شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بېوزلي د کمولو لارې چارې!

د بېوزلي د کمولو لارې چارې!

څلورمه برخه 

لیکوال : استاد عبدالجبار وحدت

ما په تېرو برخو کې د بې وزلې پېژندنه اغېزې او لاملونه واضح کړل، اوس د بحث د نتیجې برخې ته راځم چې د بې وزلي د کمولو لارې چارې دي:

د بې وزلي د کمولو او یا په مطلق ډول له بینه وړل ، چې دوهم حالت نا ممکن حالت دی ، مګر د کمولو لپاره د اقتصاد پوهانو ځانګړې نظرونه شته ، پدې بحث کې ما کوښښ کړی ، چې د بېلا بېلو مقالو ، لیکنو او خپل شخصي تحلیل یو داسې ځانګړی ترکیب رامنځته کړم، چې په پایله کې جامع پوهاوی رامنځته شي،نو د بې وزلي کمول چې هم په فرد ، هم په دولت او هم په کورنيو پورې اړه لري، هر یو یې مکلف دی چې په خپله برخه کې کار وکړي، لاندې لارې چارې که تطبیق شي او یا لاندې کړنې که تر سره شي، پایله به یې مثبته وي.

  •  د وړو صنعتونو او کار خونو رامنځته کول:

د درېیمې نړۍ د هیوادونو یوه لویه ستونزه دا ده چې، هلته بېکاري په خپل اوج کې ده ، او د بېکاري اساسي لامل دا هم کېدای شي، چې هلته داسې کار خونې او فابریکې نشته ، چې حد اقل زموږ ځوانه کاري قوه پکې بوخته شي، نو د وړو کار ځایونو جوړول زموږ په ځان د بسیاینې او ځوان قشر د کار موندنې په برخه کې نهایت موثر تمامېدی شي.

  •  د کرهڼې سکتور عصري کول او په هغه کې د نوې ټیکنالوژي څخه ګټه پورته کول:

د درېیمې نړۍ هیوادونه ، په ځانګړې ډول په افغانستان کې د احصایوي ارقامو له مخې تقریبا ۸۵٪ کارګره قوه د کرنې په سکتور کې په کار بوخته ده  او له بده مرغه باید ووایو چې په هیوادونو کې د ټیټ عاید لرونکې طبقه هم همدا ده ، د اروپا یي هیوادونو د کرنې سکتور ته که پام وکړو ، هلته کارګره قوه ډېره کمه په فزیکي ډول په کرنه کې بوخته ده ، بلکې ډېری وخت  د ماشینري څخه ګټه پورته کوي ،موثریت او مولدیت یې د هغو هیوادونو په ځای چې د وروسته پاتې میتودونو څخه ګټه پورته کوي په څو برابره لوړ دی ، موږ اوس غذايي مصونیت نه لرو ، حداقل د لومړنیو غذایي موادو په برخه کې په ځان بسیا نه یو ، که دا خبره ساده کړو ، مانا کروندګر نه دي توانیدلي ، چې هیوادوال مو په نس ماړه کړي .نو یادې برخې ته هغه د ماډرن ټیکنالوژي راوړلو په برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وشي.

  •  د صنعت سکتور پیاوړی کول

موږ ډېر ښه لومړنۍ صنعت لرو ، لکه قره قل، خامک دوزي، قالینې  او داسې نور دا باید هم ماډرن شي او هم باید د دې سکتور ودې ته کار وشي ، هم په نړیواله کچه دوی ته بازارونه وموندل شي، زموږ د فقر ستونزه ډېره زیاته هوارولی شي.

  •  د دولت په کچه د منظمو پالیسیو جوړول: 

دولتونه باید  د بې وزلي د له منځه وړلو په پار منظمې برنامې او طرحې جوړې کړې:موږ د مقالې په پورته برخه کې یادونه کړي ، چې ستراتیژي د دولتونو په کچه څومره مهمه ده او نشتون یې هیواد له څومره زیاتو ستونزو سره مخ کولی شي، او بې پلانې د نظامونو په کچه هغه څه ده ، حتی د دې سلنه ان تر اویا(۷۰) پورې ښودل شوی دی مانا دا ده چې د غربت په رامنځته کولو کې بې برنامه ګي اویا سلنه رول لري. د یوې منظمې ستراتيژي نه شتون هرڅه د سوال او ګډوډي سره مخ کوي، رښتینی اقتصادي مسیر ورکېږي او هېواد لوی اقتصادي ناورین لورې ته بیایي، بنا دولت ته پکار ده چې د بې وزلي د له منځه وړلو په پار منظمې پالیسۍ او ستراتیژۍ تدوین کړي.

  1. دوامداره شخړو مخنیوی : دولتونه باید کوښښ وکړي، چې په هېواد کې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي تر څو هېوادوال د ارام سا واخلي ، ارام ژوند، اقتصادي وده او پرمختیا دا هر څه د امنیت په شتون کې ممکن دي، موږ دا یادونه وکړه چې د یوې څېړنې په اساس روانو جګړو  په افغانستان کې د 200 میلیارده ډالرو شاوخوا کې زیان اړولی دی . او د جګړو  په پایله کې د۵۷۴  شاوخوا کې فابریکې له بده مرغه ویجاړې شوي دي ، دومره لوی زیان مالومداره خبره ده چې لوږه او بې وزلي منځته راوړي، بنا دا دولت مکلفیت او وجیبه ده.
  2. هېوادوالو ته د تحصیل زمینه سازي کول: له بده مرغه د درییمې نړۍ هېوادونه دا ستونزه لري ، هلته بې سوادي په خپل اوج کې ده ، او بې سوادي هغه څه ده ، چې موثریت او تخصص هلته امکان نه لري، تر څو رامنځته شي، هلته که فابریکه وي او یا د کانونو استخراج وي ، په ډېر غیر تخصصي او مسلکي شکل سره تر سره کېږي ، چې په لویه کې ډېر لګښتونه ایجابوي ، د هېواد خود کفایي او ټیکاو ننګوي ، په لویه کې یې اغېزې د وګړو د ژوند په کچه منفي دي.
  3. د نفوسو  او تولید زیاتوالې تر منځ تناسب رامنځته کول:

د نفوسو د ډېرښت موضوع په اقتصادي بحثونو کې توده موضوع ده او د اقتصادي ودې یوه مهمه سوژه همدا ده ، نفوس هغه څه دي ، چې په ډېرښت سره یې د تقاضا کچه لوړېږي، مانا لګښتونه زیاتېږي او سړي سرعاید سلنه کمېږي ، دولت او کورنۍ باید دې برخې ته منظمه برنامه ولري، او د دوی تر منځ معقول تناسب رامنځته کړي ، ځکه د درېیمې نړۍ هیوادونو یوه ځانګړنه دا ده ، چې د ټولیز تولید په نسبت هلته نفوس په خورا چټکۍ سره پورته روان وي.

  • د مالي سرچینو درست مدیریت کول

د درېیمې نړۍ هیوادونه له بده مرغه مالي سرچینې په نادرست او بې باکانه ډول سره په لګښت رسوي، دسپما فرهنګ هلته بېخي نشته ، باید دا فرهنګ ترویج شي، لکه څرنګه چې د عاید معادله هم ده (Y=C+S) .افغانان له بده مرغه چې د سپما او سبا اقتصادي ستونزو هیڅ فکر نه لري ، څه چې ګټي هغه بیرته مصرفوي ، د سپما فکر هغه څه دی چې تولید ، پانګونه او د پانګې دوهم ځلي تولید رامنځته کوي او دلته د سپما نه شتون په انفرادي ډول د فقر زیږوونکی دی ممکن ځينې لوستونکې ماته په غوسه شي، یا یو بل ډول فکر وکړي، چې وحدت په ډکه خېټه فارسي وایي ، هدف دا دی چې د سپما د تابع له مخې او همدارنګه موږ د کلي عایدو یوه برخه باید مصرف او یوه یې حتما سپما کړو، د غیر مترقبه پیښو او سختو اقتصادي شرایطو لپاره باید هر وخت اماده واوسو ، دلته ډېرو خلکو ډېرې پیسې درلودې ، مګر مدیریت یې نه کړې او په بېلو بېلو لارو ترې لاړې، په افغانستان کې تر ټولو زیات چې له فقر څخه رنځ وړي ، د لوړو معاشاتو لرونکې بې بندوباره لګښت کوونکې کسان، دي ، بنا هدف دا دی چې ولس باید د سپما فکر ولري ، دا بخل ، کنجوسي او یا بله کومه بده چاره نه ده ، دا اړتیا ده، که لږ سپما هم وکړو ، راتلونکی اقتصادي بحران مدیریت کولی شو او له لویو اقتصادي ستونزو او تشویشونو ځان پرې ژغورلی شو.

 

او د دې تر څنګ دولتونه باید خپل مالیاتي او ټولې سرچینې درستې مدیریت کړي او په داسې ځایونو کې یې وکاروي ، چې تولیدي ظرفیت  رامنځته کړي.

  1. د عوایدو عادلانه وېش رامنځته کول

 دولتونه باید د عوایدو غیر عادلانه وېش مخنیوی وکړي، ځکه دا چاره لوږه او فقر زېږوي او لویه طبقه بېکاره پاتې کېږي ، دهیواد مالي منابع محدودو خلکو ته لاس ته ورځي او د ګمارنې پالیسي هم دا نه ایجابوي ، ځکه چې باید داسې لاس مزد وټاکل شي، تر څو د هېواد ډېری وګړي پرې بوخت شي او عاید باید عادلانه وي، طبقاتي وېش نهايي زیات زیان کوي، موږ وینو چې په تېرو کې د غیر عادلانه وېش پایله نهایي خرابه وه.

  • اقتصادي نوسانات او انفلاسیون مخنیوی

دولتونه باید په هیواد کې د اقتصادي نوساناتو مخنیوی وکړي او تر څنګ یې انفلاسیون نرخ(Inflation Rate) باید ټیټ وساتي،ځکه چې د ثابت عاید لرونکې خلک نهایي زیات اغېزناک کوي، د قیمتونو لوړوالی ولسونه سخت کړوي، موږ وینو چې په بازار کې مستهلکین سخت شکایت کوي، دولت باید د دې تر څنګ د قیمتونو د کنټرول لپاره منظمې برنامې تدوین او جوړې کړي.

  • د نړۍ سره د اقتصادي  او سیاسي اړیکو رغول 

د لته د بې وزلي یو قوي علت دا هم دی چې له نړۍ سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ترینګلي دي او همدا وجه ده ، چې په وارداتي هیوادونو کې یې لوی اقتصادي ناورین رامنځته کړی دی او د اجناسو بیې نهایي لوړې شوي دي ، نن ورځ د اضافي کارګرې قوې د صدور امکان ځکه کم دی ، چې سیاسي اړیکې خرابې دي او  په داخل کې دومره تقاضا نشته ، د کار بازار تقاضا مشبوع ده ، نو دولتونو لره بویه دا کار هم نهایي مهم دی .

  • د ازاد بازار  کنټرول یا د دولت مداخله 

دولت باید مداخله وکړي، ځکه په نړۍ کې ازاد بازار اصطلاح نن د کاغذ پر مخ ده ، هر دولت د عامه مصلحتونو په اساس مداخله کوي، او چیرته چې ازاد بازار د ازار بازار بڼه غوره کړي، لکه په افغانستان کې چې زموږ بازارونه دي، هټۍ وال د ازاد له کلمې نهایي بده استفاده کوي، د قیمتونو لوړوالې بې وزلي زېږولي ده ، دولت باید دې برخې ته متوجه شي.

  • درست مالیاتي  او عایداتي سیستم رامنځته کول

دا هم نهایي مهمه چاره ده ، د عوایدو عادلانه وېش کې مستقیم مالیات بېخي ډېر موثر دي ، دولت باید له تشبثاتي او مالياتي عوایدو څخه  د بې وزلي د کمولو په موخه ګټه پورته کړي او یادې مالي سرچینې درستې او سمې مدیریت کړي.

  • د کانونو منظم او فني استخراجول

موږ بېخي زیاتې منابع لرو ، د دې دومره منابعو په شتون کې بې وزلي رښتیا هم د سوال او تعجب وړ ده ، باید دولتونه کانونه، ځنګلات او نور معدنیات په تخصصي ډول وکاروي، یاد موارد د بې وزلي په له بینه وړلو کې نهایي زیات موثر تمامېدلی شي.

  • د اسلام اقتصادي نظام په درست ډول تطبیقول

دا د تیوري خبره نه ده ، بلکې دا دعمل خبره ده ، باید اسلام اقتصادي نظام تطبیق ، داسې تطبیق چې حتی مرغان هم وږي پاتې نه شي، موږ یو ټولیز او جامع نظام لرو، عشر، زکات، کفالت، بیې، تعاملات، سوداګري او هر څه په اصلاح شوي شکل په ځان کې رانغاړي ، باید او باید تطبیق شي، نن که لوږه په خپل ځای دی ، علت یې د همدې نظام نه تطبیق او یا نا سم تطبیق دی  ، د اسلامي نظام دنده او فرض دی ، چې باید یاد نظام تطبیق کړي.

  •  د بانکونو له لارې خلکو ته د کاروبار په پار واړه پورونه ورکول

باید مرکزي یا مایکروفینانس بانکونه د تولیدي اهدافو لپاره وګړو ته کوچني پورونه ورکړي، ځکه ډېری خلک د کار فکر او علاقه لري، مګر پانګه نه لري، واړه پورونه داستونزه ډېره حلولی شي، د دې ښه بېلګه مالیزیا هیواد کېدی شي.

  • منظم پولي او مالي سیاست تدوینول

پولي سیاست د پولي او مالي سیاست د مالي ټيکاو لپاره مهم دي، دپیسو ارزښت ساتنه او د مالیاتو منظمه او موثره راټولونه د هېواد د اقتصاد د بقا په مانا ده ، نو باید دا چاره تر سره شي، متخصصین یادې پالیسۍ ،ټولو جانبي زیانونو او د هیواد جغرافیوي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په کتو باید جوړې کړي.

  • د اوبو مدیریت او لویو لویو پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰   تکمیلول

 د اوبو مدیریت زموږ د عوایدو بهترینه منبع کېدلی شي، هم د مقابل هیواد څخه غوښتنه کولی شو ، هم په برېښنا، فابریکو او کرنې په برخه کې  او د داسې پروژو تکمیلول  موږ له منځنۍ اسیا سره نښلوي او زیات تعداد ځوانان مو په کار بوختوي او زیاتې سوداګریزې اسانتیاوې رامنځته کوي.

  • د نوښت او په ځان بسیاینې  انګېزه رامنځته کول 

دا اولس تر ډېره مفت خور عادت شو، له بده مرغه موږ د لومړنیو  اړتیاوو په برخه کې هم و نه توانیدولو چې حداقل په ځان بسیا شو، زه عملي بېلګو ته راځم.

موږ غوا لرو ، مګر کوچ،پنیر او ملایي اوس هم ایراني کاروو، دا د مستۍ، لټۍ او  مفت خوړنې نهايي حد دی ، نو ولې؟

همدارنګه چرګې لرو ، بیا هم هګۍ او غوښه د پاکستان څخه واردوو ولې؟ حدا قل د کورنیو په کچه خو دا ستونزه حلولی شو. نو په همدې چارې سره هم لوږې کچه راکمولی شو.

  • د ځینو غلطو متلونو او مسائیلو څخه تېرېدل

مثلا وایي چې یو یې ګټي ، سل یې څټي،ولې داسې وشي؟ ولې یې سل سره نه ګټي؟ حداقل سل واړه ولې هڅه نه کوي؟

یا وایي ، چې چا د هغو هدیرې لیدلې دي، چې د لوږې له لاسه مړه شوي وي، نو دا هغه موارد دي چې افغانان یې د فقر منحوسې دایرې ته ورکش کړي دي، یا وایي  ، چې زموږ هدف دې دنیا ته بل څه دی ، په سترګو یې منم ، دا مسله نه نقضوم، مګر لطفا لدې مسلې څخه غلطه استفاده مکوه، ته د کورنۍ او د هغوی د نفقې مسؤل یې،دا هم هغه موارد دي ، چې موږ یې کمزوري کړي یو او دولت پکې مسؤل نه دی.

  • د متشثب فکر رامنځته کول

ډېری ځوانان کوښښ کوي، چې مسلک اړوند کار ومومي ، که يې پیدا نه کړي، نور کار نه کوي، یا کوښښ داکوي چې له بل چا سره کار مند شي، مګر دا فکر بېخي نه کوي، چې باید داسې تشبث وکړم ، چې له ماسره بل څوک کار وکړي،نو همدغه وجه ده ، چې په انفرادي ډول موږ د فقر طرف ته را کاږي.

د داخلي تولیداتو څخه د ملا تړ په موخه حمایوي سیاستونه پلی کول او  په وارداتو د کواټه سیستم پلي کول

زموږ تولیدي ماتې له هغه وخته پیل شوه ، کله چې حمایوي سیاستونه پلی نه شول، باید دولت داخلي نویو صنعتونو څخه ملاتړ اعلان کړي، هغه که سبسایډۍ وي او که په عوضي جنس د مالیې په بڼه وي.

    1. انټي ډامپینګ سیاست پلي کول 
  • اقتصادي وابستګي  باید ماته شي

په اقتصادي لحاظ د هیوادونو وارداتي وابستګي نهایت زیات زیان کوي،دا ځکه چې د یوه هېواد د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره مستقیما بل هېواد زیانمن کېږي. له بده مرغه چې موږ په دا وروستیو کې په اقتصادي لحاظ په ګاونډیو هیوادونو زیات وابسته شوي یو او  عملا یې ونیو ، چې ځینې ګاوڼدي هیوادونو  کې قېمتونه نهایت زیات شوي لوړ دي،inflation Rate  یې په بې سارې ډول پورته تللی دی،نو تاسې فکر وکړئ، چې د پاکستان اجناس چې د ترانسپورت او ګمرک له ټولیزو لګښتونو سره به دلته په افغانستان کې څومره په لوړ قېمت تمام شي، موضوع واضح ده ، څو چنده به لوړ تمام شي  نو دولتونو ته په کار ده چې د  وابستګي او فقر دا منحوسه دایره ماته کړي . ، دلته باید ډېرې دقیقې او هر اړخېزې اقتصادي پالیسي او ستراتیژۍ تدوین شي، نو په کار دا ده چې موږ دا لاندې کارونه وکړو او  دا  چارې  زموږ ستونزه  په نسبي ډول او یا په لوړه کچه حلولی شي:

 دولتونه باید د اقتصادي تړلتیا ختمولو په پار لاندې کړنې تر سره کړي.

  • د بهرنۍ سوداګري پیاوړی او هر اړخيز  سیاست جوړول او پلي کول
  • د داخلي محصولاتو څخه د ملاتړ سیاست
  • د بهرنۍ سوداګري د ودې په پار د نویو صنایعو جوړېدل
  • . صادراتو تشویقي/هڅوونکی سیاست
  • د وراداتو عوضي سیاست
  • تصدیو ته  د زیان د جبران په پار د سبسایډیو ورکړه
  • د کالیو د ځینو برخو د قېمتونو د تضمین لپاره د سبسایډیو ورکړه
  • نویو جوړو شویو صنابعو څخه د ملاتړ په پار د سبسایډیو ورکړه
  • کرنیزې سبسایډۍ
  • د اسعارو نرخ او د داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ سیاستونه
  • د سیمې له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسي اړیکې له سره پیلول
  • د سیمې له هیوادونو سره تجارتي هوکړه لیکونه لاسلیکول
  • د احتکار مخنیوی او د بازار جدي کنټرول
  • د هیواد په ګرمو ولایتونو کې یخې او په نهایي یخو ولایتونو کې معتدلې هوا خونې جوړول او حبوبات د ذخېري په ډول ساتل
  • د صنعت سکتور ته نهایت زیات کار کول
  • د کار په بازار کې د کار عرضې رامنځته کول

موخه دا ده چې باید د کار په بازار کې داسې کړنې تر سره شي، چې د کارګرو اضافي تقاضا وزېږوي، داسې کار خونې جوړې شي، چې د کارګرو د جذب وړتیا ولري، چې په دې کار سره به د بېوزلي په کچه کې کموالی راشي.

  • استخدام سیاست پلی کول

 د دې سیاست موخه داده چې د ځوانې کارګري قوې څخه باید پر ځای ګټه واخیستل شي، د امکان ترحده باید د ملک په داخل کې زمینه سازي ورته وشي، مګر د هېواد کار ځایونو که د دې ټولې قوې د جذب وړتیا نه لرله ، نو باید له هېواده بهر کارګرانوته دکار سهولتونه برابر شي، او بېلا بېل تړونونه په دې باره کې لاسلیک شي، باید د استخدام پالیسي داسې عیارول ، چې د هیواد هر فرد ته د کار زمینه برابره شي، 

  • حقیقي دستمزد لوړول او د اسمي دستمزدونو کې کموالی راوستل: باید بازار کې قیمتونه وکتل شي، بیا د هغه له مخې حقیقي لاس مزد وټاکل شي، که معاشات مناسب و ټاکل شي، ډېری ځوانانو ته به مو د کار زمینه سازي کړي او په دې کار سره به مو بې وزلي له منځه وړي .
  • د کار قانون اصلاح کول او د کارمندانو لپاره مناسب شرایط ټاکل او د یاد قانون څخه د پیچلتیا لیري کول: باید د کار قانون د هېواد د هرې طبقې لپآره د کاري زمینې د ایجاد او په کار کې د ونډې اخیستنې سبب شي، او پیچلتیاوې باید ترې ختمې شي، مثلا د شرکتونو د جواز برخه . د کار جواز برخه ، په دې برخه کې باید اسانتیا رامنځته شي.

درنښت

3 COMMENTS

  1. وحدت صیب سلامونه او نیکی هیلی،
    تاسی چی کومه لیکنه کړی سمه ده مګر د افغانستان د اقتصادی او سیاسی حالت ته په کتو نا ممکن دی هیله کوم چی په لیکنو غمګین نشی ځکه حقایق لیکل تریخ وی مګر منل یی وخت نیسی

    نړی له موږ سره اقتصادی اړیکی لکه څرنګه چی مخکنیو نظامونو سره وی هغه شان ندی
    افغانستان له بحر سره اړیکی نلری ترڅو زموږ تولیدات نورو هیوادونو ته بی له سیاسی فشار صادر شی
    پاکستان تل کوښښ کړی چی زموږ کرهنیز تولیداتو په وړاندی په هغه وخت کی چی د تولیداتو زیاتوالی وی مخ ډب کړی دی
    ایران همدا اوس خپل خام مواد نه رالیږی ځکه زیاتره تولیدات په خام مواد سره مخی ته ځی پاتی د قالین او نورو صنعتی تولیدات ترویج او بازار موندنه په سیاسی حالت پوری تړلی دی درحالیکه چی طالبانو په راتګ تر اوسه پوری هیڅ اسلامی او غیر اسلامی هیواد زموږ اوسنی نظام په رسمیت نه پیژنی دا زموږ د اقتصادی پیاوړتیا له پاره یوه سرخوږی دی
    همدا اوس عشر ټول کیږی مګر د مصرف ځای که بد مرغه سړی ونه وایی داسی د تیر نظام کسانو د NTA معاش په نوم ورکول کیږی چی په خپله یو بی عدالتی او له ولس سره یو ډول نسبی خیانت دی
    همدا اوس د باران نشتوالی د تیلو د قیمت لوړوالی بل ستونزه ده چی بزګر ورسره مخ دی نو اوسنی نظام باید له تجارانو او اړوندو شرکتونو او هغو هیوادونو سره چی تیل ترینه واردیږی باید په ګمرکی تعرفو باندی بیا کتنه وکړی او همدارنګه وزارت زرعت، حج او اوقاف او امر باالمعروف وزارتونو پدی ۱۰ میاشتو کی په هر ولایت کی د استثقا لمانځه خلک را وبلل شی ترڅو الله تعالی د رحمت باران را باندی نازل او بزګر مو اقتصادی تاوان څخه وژغورل شی او تیل تنها د موټرو مصارف ته پاتی شی او هغه ژوری څاګانی چی اوبه تری ایستل کیږی، ورته پای ټکی کیښودل شی ترڅو د سطحی اوبو له کموالی سره مخ نشو

  2. ګل محمد وروره خلک باید خپله هر ولایت کی د اسثقا لمانځه ته راشی حاجت ددی نشته چی امارت یی راوغواړی او د امارت درسمی پیژندلو لپاره دعاته هم راشی او د سړک غاړی ماین مخنیوی لپاره هم دعا وکړی

  3. سلام
    اسثقا نه بلکې باید اسبتسقاء ولیکل شی او همدارنګه متشب نه بلکې متشبث سیاست
    زه تاسره دمثلو به غلطی کې موافق نه یم
    ۱- دپراخ مفهوم او مانا په خاطر
    ۲- دفولکلور او ادب او عزم په هکله
    ۳- دلورونې ، او عادلانه توزیع به خاطر
    ۴- دبرخې او سهمیې په هکله
    ۵-دعمر او امکاناتو دقناعت به هکله
    ۶-دتولید او کفایت بعد په خاطر
    بناء یویې ګټی سل یې څټي ! اغراق په کې لیدل کیږی خکه د یو مساوی په سلو امکان که موږ داحصایوی ریاضی به خساب محاسبه کړو ستا فتوه غلطه راوځی.
    ستا لیکنه یو منبع لری خو تا ډیر برو ته اشاره کړی ګوګلی معلومات ته ورته او اقتصادی انالوژی ور سر ملګرې نه ده . بیا هم غنیمت ده
    موږ باید دهمپذیری سوچ ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب