«۲۵کاله» د استـاد “اجمل ښکلي” د يوه نـظم سرليک دی، چي د پـنځه ويشـت کالـه شاتـه يـا تـېر شوي ژوند ارمان پکي انځوروي. شاعر غواړي بـيرته هغي تېري زمانې ته ستون شي او له اوسنۍ اختراعي نړۍ يو ډول بېزاري ښيي.
موږ،که په اوسنۍ پرمختللې او د اختراعاتو په نړۍ کي اوسو؛ کلـه نـا کـلـه چي د هغـي تـېري زمانې او ژوند انځور ووينو يا ئې تصور وکړو، خامخا ارمان هم پسي کوو. ټکنـالوجۍ چي څومره پـرمختـګ کړی دی، څومره ئې د انسانانو د هوسايني لپاره وسايل جوړ کړي؛ هغومره ئې د انسانوژني او انسان تباهۍ اسباب هم تـيار کړي دي.
په يوويشتمه پېړۍ کي چي ټکنالوجي اسمان ته رسېږي، علم عام شو، دنـيا د ډېر پرمختګ نارې وهي، خو بيا هم انسان داسي وحشيـانه اعمـال وکـړل/کوي، چي تـاريخ ئې څو پېړۍ وړاندي هم ساري نشي وړاندي کولای. ټکنالوجي که مثبت اړخونه لري منفي هم لري.
خوالـه رسنيو کـه نړۍ پـه يوه کلي بدلـه کړه، انسانان ئې سره نژدې کړل او د انسانانو تر منځ ئې فاصلې ختمي کړې، خو انسان تـه ئې ذهــني ستړيا، پرېشاني او رواني ناروغي هم پيدا کړه. د مثال په ډول فيسبوک کورنی او ټولنـيز ژوند او د ملګرو تر منځ فضا اغېزمنه کړې ده. د کورني مجلس او د کورني صميميـت ځای فيسبوک نـيولی دی. تر نـيمو شپـو د فيسبوک په مجازي نړۍ کي ورک يو، خوب مو هـېر وي. تـر دې چي په يوه کوټه، په يوه مجلس کي ملګري ډېر نژدې سره ناست وي، خو دومره لــيري وي چي هر يو په خپله دنيا کي ورک وي. ځیني، خو دې حد ته رسېدلي، چي فيسبوک او… ئې نشه ګرځېدلې ده.
مخکي چي کوم ساده ژوند و، خټين کورونه، په لوګو تور دېـوالـونـه د تېلو څراغ به و، کليوالي ژوند او سادګي وه، خو دومره پرېشاني، ذهني ستړياوي او نـاخوالي نــه وې لکـه نـن چي ئې د ټکنالوجۍ په دور کي د ښار په رنګينيو او اسمانڅکو ودانيو کي وينو يا اورو. که نـنني ښـاري ژونـد تـه وګورو دا به منو، چي د انساني ژونـد لومړني ضرورتونـه د کـليو، ليري پرتو سيمو او مخکي ژوند په پرتله پکي پوره دي، خو هغه خوند چي له کليوالي ساده ژونده د کلي له مازيګري نندارې، تور ماښامي، د شپې لـه شنـه اسمانه، د ستورو له پړکا او د سپـوږمۍ لـه ځلا اخيـستای شو؛ د ښار په رڼاګانو او رنګينيو کي نشته.
هغه صميمـيت او مينه چي ما د کلي پـه خټينو کورونو، زړو لرګينو دروازو، ورانو دېوالونو او خړو کوڅو کي ليدلې په ښاري ژوند کي نه وه.
هغه کليوالي ژوند او تېر وخت چي يـوازي ئې اوس يـادونـه پـاتـه دي که اوس راته رسېږي ښاري ژوند دي ترې لوګی شي.
هغه خوند چي زه له ښاره ليري په کليوالي ژوند او کليواله ساده فضا کي حسوم، ښار نه دی راکړی.
هغه خوند چي د صحرا له خاموشۍ اخلم د ښار ګڼه ګوڼه او زر رنګه اوازونه ئې نشي راکولای.
دا به منو، چي د ټکنالوجۍ ډېر پرمختګ، سپينو او ژېړو رڼاګانو د ژوند خونـد او رنګ پیکـه کړی دی.
نور نو د اجمل ښکلي نظم ولولئ، چي د نظم په ژبه د هغه تېر ساده او کليوالي ژوند خبري کوي.
پخپل شاعرانه کمال مـو د اوسنۍ پرمختللي نړۍ او ټکنالوژۍ نه څو شېبې څوويشت کـالـه شاتـه يـا تېر ژوند ته بيايي.
د هغه تېر وخت يادونه راتازه کوي، چي يوازي مو په خيال کي ګرځي او ارمان پسي کوو.
په نظم کي راغلي «غواړم پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم» دلته له «وروسته» مطلب بعد يا After نه دی، چي شاعر له اوس وخته پنځه ويشت کاله بعده ځي. مطلب ئې ۲۵ کاله شاته/وړاندي او تېر شوی وخت دی. لکه موږ وايو، وروسته پاته خلک، يعني شاته پاته شوي خلک.
په دې نظم کي په تېر وخت پسي ارمان او د اوسنۍ ټکنالوژۍ نه بېزارۍ د شاعر عاطفه هم جوړه کړې ده.
۲۵ کاله
غواړم پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
د خټو کور کې د لالټين رڼا ته ژوند وکړمه
خټين دېوال کې له ګردجني تاخچې
د ادم خان او درخانۍ کتاب په خوند راواخلم
غواړم پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
چې نه رڼا وي، نه فيسبوک وي او نه بله اختراع د معاصرې نړۍ
ــــــــــــــــ
زما له سترګو نه کلونه وشول خوب الوتی
تر نيمې شپې پورې په جال کې بند يم
ګوندې که وموممه څو د خوشحالۍ خبرونه
ګوره که خوب راشي
زه له سبا ورځې نه وېره لرم
فکر کوم چې د راتلونکي کال له هرې ورځې وينې څاڅي
د هر سهار په خوله يې ناڅي د مرګ توره خندا
زما په سترګو کې اوسېږي آ خاورين کورونـه
له اسمانڅکي ماڼۍ کرکـه لرم
ــــــــــــــــ
سترګې مې تېزې رڼا وخوړلې
خونه تياره کړئ، که لږ خوب راشي
ګوندې په خوب کې تر پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
د خټو خونه، ګرد وهلې تاخچه
په دري بله خوږه شمعه لکه ستا سترګې
زما په غېږ کې د شيدا دېوان
او يا کيسه د مومن خان او شېرينۍ د مينې