جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندهار د سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

د کندهار د سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د طالبانو د رژیم د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرارداد د لاسلیک خبر ورکړ.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د کندهار ولایت د شور اندام سمنټو پروژې تړون، پرون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د احمد نبی‌زاده شرکت د رئیس له لوري لاسلیک شو.

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کندهار د شوراندام سمنټو پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسس په پړاو کې ده، چې کلنی تولید یې شاوخوا یو میلیون ټنه سمنټو ته رسېږي.

چارواکي وایي په دې پروژه کې به پنځه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...