جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانیو نوي بانک‌نوټونه دوه میاشتې وروسته هېواد ته رارسیږي

د افغانیو نوي بانک‌نوټونه دوه میاشتې وروسته هېواد ته رارسیږي

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکي وایي، په فرانسه کې چاپ شوي نوي بانک‌نوټونه به د روان زیږدیز کال په مې میاشت کې افغانستان ته را ورسېږي.

 د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي ویلي، دغه پیسې د یو فرانسوي شرکت له لوري چاپ شوي او دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.

له دې سره ، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، ډېری ۵۰۰ او زرګون بانک‌نوټونه زاړه شوي او په وینا یې دغه وضعیت صرافان له ستونزو سره مخ کړي دي.

له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، نوې چاپ شوې افغانۍ تر اوسه د خلکو په واک کې نه‌ دي ورکړل شوي او له د افغانستان بانکه غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازارونو ته وباسي.

 تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلي وو، د یو نیم مېلیارډ په ارزښت نوې افغانۍ چې د یوه پولېنډي شرکت له لوري چاپ شوي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب