جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند کې ځانګړي مسافر وړونکو موټرو فعالیت پیل کړ

هلمند کې ځانګړي مسافر وړونکو موټرو فعالیت پیل کړ

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې نوي VIP ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکو موټرو په فعالیت پیل وکړ.

ځايي چارواکي وایي دا ۵۸۰ VIP ماډل مسافر وړونکي موټرونه احمدشاه بابا ابدالي شرکت هلمند ته را وارد کړي چي د هلمند څخه کابل او کابل څخه هلمند ته مسافر وړي.

 د یاد شرکت د هلمند څانګې مسئول عبدالهادي (هلمند) وویل چي دانوي تازه افغانستان ته وارد شوې موټرې دي چې ګڼ سهولتونه لري او مساپرین پکې په ارامه تګ راتګ کولای شي.

 ځایي خلکو د دغو موټرو د فعالیت په پيل خوښي ښودلې او ویلي، چې نورو ټرانسپورتي اسانتیاوو ته  هم اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...