شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستاني کلدارو سقوط؛ ځینې شنونکي یې پړه پر افغانستان اچوي

د پاکستاني کلدارو سقوط؛ ځینې شنونکي یې پړه پر افغانستان اچوي

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د پاکستان د پولي واحد( کلدارو) له ورځ تربلې سقوط سره یو شمېر پاکستانیان د دغه کار پړه پر افغانستان اچوي او ادعا کوي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ډالر قاچاق کیږي او دا د کلدارو د سقوط سبب شوی.

د پاکستان مالیې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل بیا وایي، چې پاکستانیان پر نورو د پړې اچولو له عادته باید تېر شي او ومني، چې  ملامتي په دوی کې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغانان بیا د کلدارو د نسبي دوام یو دلیل هم له افغانستان څخه دغه هېواد ته د امریکایي ډالرو او نورو مهمو بهرنیو پیسو قاچاق بولي.

طالب چارواکي بیا پاکستان او ایران ته د بهرنیو پیسو قاچاق ردوي او وایي، چې د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب