پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهزابل : ترافیکي پېښو ۱۳ تنه ټپيان کړل

زابل : ترافیکي پېښو ۱۳ تنه ټپيان کړل

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱) په زابل ولایت کې دوو ترافیکي پیښو له امله ۱۳ تنه ټپيان شول.

ځایي سرچینو ویلي، چې یوه پېښه د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل ولایت اړوند په جلدک سیمه کې د یوه ۴۰۴ بس موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې او ۱۰ تنه پکې ټپيان دي.

 بله پېښه د زابل د سیوري ولسوالۍ د میرا خور په سیمه کې د یوه فوربکس موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې، چې ۳ تنه پکې ټپيان شوي دي.

د زابل لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ یادې پېښې او ځاني زیانونه تایید کړي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د کابل- کندهار لویه لاره د هېواد له هغو لویو لارو څخه ده، چې ډېرځله ورته ترافیکي پېښې او ځاني زیانونه پکې رامنځته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...