Homeخبرونهداعش د مزار پر تبیان فرهنګي مرکز د برید مسوولیت پر غاړه...

داعش د مزار پر تبیان فرهنګي مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱) د داعش یا اسلامي دولت سخت دریځې ډلې خراسان څانګې د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه.

په دې برید کې د طالبانو په وینا یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته نور ټپیان شوي، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو بیا د وژل شویو شمېر ۳ او د ټپي خبریالانو شمېر ۱۶ بللی دی.

داعش د تیلګرام په خواله رسنۍ کې په خپل چاینل کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

تر دې دوه ورځې وړاندې داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي داوود مزمل د وژلو مسوولیت منلی و.

د بلخ والي د ولایت په مقام کې په انتحاري برید کې له دوو نورو کسانو سره ووژل شو.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس ویسټ او د خبریالانو د حقونو د دفاع ګڼو بنسټونو په بلخ ولایت کې پر خبریالانو پرونۍ چاودنه، وغندله.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د شوې چاودنې پېښه له نږدې څاري.

د بلخ لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ بیا ویلي، چې د یادې چاودنې په تور یې د تبیان فرهنګي مرکز مسوولین نیولي او بندیان کړي.

طالبانو دغه مسوولین په دې پړه ګڼلي، چې په دغه مرکز کې یې د خبریالانو د ستاینې لپاره جوړه شوې غونډه د دوی د امنیتي مسوولینو له خبرولو پرته جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...