سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبپردی او یوازیتوب | وحید هوتک

پردی او یوازیتوب | وحید هوتک

«پردی» د فرانسوي لیکوال البر کامو یو شهکار اثر دی، چې په کال ۱۹۴۲ کې يې ولیکه. ښاغلی کامو د ۱۹۱۳ د نومبر پر اوومه په الجزایر کې وزېږېد. دا چې پلار یې په ۱۹۱۴ کې ووژل شو؛ نو کامو خپل پاتې ژوند له مور سره تېر کړ. دی د بېوزله کورنۍ بچې و او د بېوزلۍ په اړه یې خاصه اندېښنه او تفکر لاره. نوموړي په کال ۱۹۵۷ کې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله او تر ټولو ځوان لیکوال دی، چې دا جایزه یې ګټلی ده. ښاغلی کامو د خپل ځانګړي استعداد او خلاقیت له برکته و کولای شول چې د بې ساري ادبي ویاړونو خاوند شي. همداراز د هغه له مقالو او لیکنو ښکاري چې له انسان او انسانیت سره یې بې ساری مینه وه.

د کامو «پردی» ناول د یوه روحي حالت او تصویر انځوروي، چې دغه حالت ته په ټولنپوهنه کې «انومي» وایي. انومي داسې حالت ته وایي، چې انسان د پردیوالی احساس کوي او هېڅکله له ټولنې سره خپل کوم احساسات چې لري يې، نه شي شریکولی. د «پردي» ناول اصلی کرکټر د ژوند په اړه دود شوې پوښتنې او پر نړۍ د واکمن بهیر څرنګوالی نه شي ځوابولی. هغه چې هر خوا ګوري، یوازې او یوازې دوه مخي او غم یې تر سترګو کېږي.

«پردی» ناول په عجیب انداز او له یوې ځانګړی تلوسې سره پېل شوی دی، چې ویلی شو که څوک یې پیل کړي؛ نو تر پایه به یې لاس نیولی بیایي، د لوست پر مهال لوستونکی نه تنګوي: «مور نن مړه شوه، ښایي هم پرون مړه شوې وي، نه پوهېږم. د بوډاګانو له کوره راته تلګراف راستول شوی و: مور نن مړه شوه، سبا ښخېږي، درناوی… .»

که په ټوله کې ووایو چې د دغه داستان اتل د مور د  مړینې پر سبا لمبا ته ځي، له یوې مېرمنې سره نامشروع اړیکې پیلوي او د دې لپاره چې وخاندي، د یوه خندونکي فیلم لیدو ته ځي، بیا د لمر د وړانګو له امله یو عرب وژني.

ژان پل سارتر د دغه اثر په هکله ویلي: «پردی» څه نه روښانوي، دا کتاب یوازې بیان کوي، استدلال هم نه کوي، ښاغلی کامو یوازې وړاندیز کوي او هېڅکله د هغه څه د توجیه کولو لپاره چې د اصولو له مخې ناتوجیه کېدونکي دي، ځان ته سرخوږی نه جوړوي. هغه تګلاره چې ښاغلی کامو یې غواړي په داستاني تګلارې سره یې وړاندې کړي، تسلیمېدنه نه ده، د بشري فکر په حدودو کې د سرکشۍ او طغیان پېژنده ده.

همداراز پخپله کامو هم د دغه اثر په اړه وایي، چې ‌‌په «پردي» کې د یو داسې انسان لیدلوری لولئ، چې له کومې اتلوالي پرته پر حقیقت سر ځاروي.

«پردی» ناول په دې وروستیو کې تکړه کیسه لیکوال ښاغلي «حیات ژوند» پښتو ژبې ته ژباړلی او سروش کتابپلورنځي چاپ کړی دی. د دې کتاب له انتخابه ښکاري، چې ښاغلی ژوند د ادبیاتو له روح سره پوره بلد دی او د دې ژباړې په لوستلو سره لوستونکی د داستان په روح کې ورکېږي. د ژباړې کار ډېری وخت له ستونزو سره ځکه مل وي، چې له لومړۍ ژبې څخه دویمې ته د انځورونو او صحنو انتقال ګران وي او د متن مفهوم باید زیانمن نه شي؛ خو په دې اثر کې داسې نیمګړتیا ډېره کمه تر سترګو کېږي، دا د دې ښکارندويي کوي، چې ژباړن په لومړۍ او دویمې ژبې پوره برلاسی دی او کولای شي، چې خپلې ژبې ته ښه انځورونه راولېږدوي.

په پای کې د کیسه لیکوال او ژباړن ښاغلي حیات ژوند نه مننه کوو، چې پښتو ته يې یو مهم اثر ژباړلی او په دې برخه کې ورته لا بریالیتوبونه غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب