جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، لا خبرې دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې پر...

طالبان وايي، لا خبرې دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې پر اوربند وږغېږي

تاند(جمعه، د حوت ) په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي وايي چې د رسمي خبرو پر اجنډا یې بحث روان دی او تمه لري چې خبرې به پرمختګ وکړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی نعیم وردک د روسیې سوپتینک خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي«مخکې تر دې چې موږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره موافقې ته ورسېږو، خبرو نژدې یونیم کال دوام وکړ، اوس هم موږ تمه لرو چې له کابل سره د سولې په خبرو کې موافقې ته ورسېږو.»

نعیم په عین حال کې وویل چې تراوسه پورې د دواړو خواوو مرکچیان لا دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې پر اوربند خبرې وکړي.

«موږ اوس پر هغو موضوعاتو خبرې کوو چې باید د خبرو په اجنډا کې یې شاملې کړو؛ یعني پر کومو موضوعاتو باید موږ خبرې وکړو…»

طالبانو وروسته له دې د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره ابتدايي خبرو ته کښېناستل چې امریکايي چارواکو پر له پسې خبرداري ورکړل چې ممکن له ټاکلي مهالوېش یعني د مې تر لومړۍ له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي. ځینو امریکايي او ناټو چارواکو خو په زغرده وویل چې تر څو په افغانستان کې د سولې لرلید نه وي څرګند شوی دوی خپل پوځیان له دې هیواده نه باسي.

کتونکي وايي طالبان قصداً غواړي چې د سولې خبرې وځنډوي چې امریکايي پوځیان ووځي او بیا بې له دې چې اوربند وکړي جګړه لا تېزه کړي او د جګړې له لارې ځان هدف ته ورسوي. خو یو شمېر امریکايي چارواکو وویل چې طالبان به پرېنږدي چې دا ارمان یې پوره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د دولت وزارت ویندویې ناجیې انوري پرون وویل چې له درو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ غونډې پیل شوې دي او د اجنډا په اړه مفصل بحثونه او د نظرونو تبادله شوې ده.

دې په دې بحثونو کې د پرمختګ په اړه څه ونه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب