شنبه, جون 1, 2024
Home+چين له شدیدې بېوزلۍ سره په مبارزه کې بری اعلان کړ

چين له شدیدې بېوزلۍ سره په مبارزه کې بری اعلان کړ

جان روان ځاځی 

په چين کې د شديدې بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.   

    په دغې غونډې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم ګډون کړی و او د شديدې بې وزلۍ پر وړاندې د چين د بشپړ بري اعلان یې وکړ او دغه برياليتوب يې بشري معجزه وبلله.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې چين نه يوازې په کوردننه شديده بې وزلي له منځه وړې، بلکې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په نړيوالې همکارۍ کې يې هم مثبت رول لوبولی، خپله نړيواله دنده يې ادا کړې او تر وسې پورې يې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې دي.

هغه په دغې غونډې کې د کليوالي ټولنو چارواکو ته جايزې ورکړې او د دوی چارې يې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې پرمختيايي هيوادونو سره به د چين تجربې شريکې کړي.

چين ادعا کوي، چې په تېرو کابو څلوېښتو کلونو کې يې شاوخوا ۷۰۰ ميليونه کسان له مطلقې بېوزلۍ څخه اوباسلي دي او د نړيوالې بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د خدماتو انډول له ٪70 څخه اوښتی دی. 

د چين حکومت وايي، چې د تېرو ۸ کالونو پرله پسې زيارونو پر مټ يې  د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې ۹۸.۹۹ ميليونه کليوال له شديدې بېوزلۍ څخه خلاص کړي او په ټول هيواد کې يې ۸۳۲ ولسوالۍ د بې وزلۍ لېست څخه اېستلې دي.

په همدې ورځ د چين د کليوالو سيمو د سمسورتيا دولتي اداره هم رسماً جوړه او په کار يې پيل وکړ. د دغې ادارې عمده دنده د بېوزلۍ ضد د مبارزې برياليتوب ساتل او د کليوالو سيمو سمسورتيا ترسره کول دي. دغې ادارې د بېوزلۍ ضد مبارزې د برياليتوب د ساتلو لپاره ۵ کلنه انتقالي موده ټاکلې او په پوره توان به هڅه کوي، چې ياد برياليتوب وساتي.

 دغه اداره وايي، چې په دغې انتقالي موده کې به د پخوانيو بېوزلو ولسواليو لپاره اړوندې امتيازي تګلارې بدلې نه کړي، د بېوزلۍ په رکود کې د ولسي وګړو د بيا لوېدو مخه به ونيسي او د کليوالو سيمو سمسورتيا به پرمخ بوځي. 

چين وايي، چې د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژي به د څه باندې ۵۰۰ ميليونو هغو چينايانو لپاره، چې په کليوالو سيمو کې ژوند کوي، د راتلونکي ژوند ښکلې اينده تصوير کړي. د دغې ستراتيژۍ په رڼا کې به د کليوالو او ښاري سيمو ترمنځ پرمختيايي توپيرونه په پر له پسې توګه کم شي او ټيټ عايدات لرونکي کسان او وروسته پاتې سيمې به له پرمختيايي ګټو څخه هم برخمنې شي.  

د چين حکومت وايي، چې د کليوالو سيمو د سمسورتيا دولتي ادارې په جوړېدو سره به د دغه هېواد کليوالې سيمې اوکرنيزې چارې لا وغوړیږي، بزګران به د پرمختګ نوي ګامونه واخلي، په کليوالو سيمو کې به يو ځل بيا د ليدو وړ ستر بدلونونه راشي او چيني بزګران به لا ښکلی او نيکمرغه ژوند ولري.

نړيوال بانک وايي، چې چين له ۱۹۷۰م  کال راهیسې د بازار اصلاحاتو ته مخه کړې او له ۸۰۰ ميليونو ډېر وګړي يې له مطلقې بې وزلې څخه راپورته کړي دي. 

افغانستان هم يو کرنيز هېواد دی او زياتره افغانان پر کرنيزو چارو بوخت دي او د عايداتو زياتره برخه له همدې لارې ترلاسه کوي. هر افغان دا هيله لري، چې خپله بې وزلي غوڅه او ښه ژوند ولري، نو ښايي د بهرنيو هيوادونو په ځانګړې توګه د شديدې بې وزلې د له منځه وړلو په برخه کې د چين له تجربو ګټه واخلي او خپل ځانونه له بې وزلۍ خلاص او د هيواد اقتصاد په پښو ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب