دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د افغانستان طبیعي زیرمې او د ګاونډیانو جهاد

د افغانستان طبیعي زیرمې او د ګاونډیانو جهاد

 محمد اسماعیل ” وزیري”
سره له دې چې د څلورو لسیزو راهیسې زمونږ په ګران هیواد کې ورور وژنه روانه ده، خو بیا هم د جګړو تر څنګ ښه خبرونه هم تر غوږو کیږې. هغه داچې دامریکا د دفاع وزارت په وینا زمونږ تاسو هیواد کې داسې کانونه موجود دي چې ارزښت یې کیدای شي ۳ ټریلیونو ډالرو ته ورسیږې. دې زیرمو مونږ ته د خوشالی ترڅنګ ډیرې ستونزې هم زیږولې. یو تر ټولو مهمه مسله د جګړې ده چې د جهاد په نوم زمونږ تاسو ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیرې په کې وژل کیږې. سوال دلته پیدا کیږې چې دا جګړه د څه لپاره روانه ده او تر شایې څه پټ دي؟
دې سوال ته د ځواب موندنې په پار اړینه بولم چې لمړۍ د هیواد د کانونو په اړه لږ مالومات لوستونکو ته وړاندې شي، بیا به د نړیوالې مافیا په اړه او په پای کې به خلکو او چارواکو ته د ځینو سپارښتنو ذکر  وشي.
په سر کې خو ما داسې انګیرله چې دا طبیعی زیرمې یوازې د افغانستان په شمال کې دي، خو داسې نه ده، پاک الله جل جلاله په ټوله نړۍ باندې مهربانه دی خو افغانانو ته یې بیا داسې د خزانو ډک ډک غرونه په سوغات کې ورکړې چې په ټوله نړۍ کې ساری نه شته. بله دا چې له نیکه مرغه دا زیرمې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې شته. د ځمکپیژندونکو د پلټنو په پایله کې د افغانستان د خاورو لاندې ډول ډول منرالونه او نور عناصر موجود دي لکه: سره زر، سپین زر، یاقوت، زمرد، لاجورد، لعل، مس، لیتیم، نفت، ګاز، د ډبرو سکاره، مرمراو داسې نور.
دوهمه مسله د هغو ملکونو ده چې دلته یې جیولوجیکې سروی ګانې کړی لکه په کال ۱۸۴۱ م کې برتانوي پوځیانو چې غوښتل یې خپل هیواد ته زمونږ منرالونه صادر کړي تر څو خپل صنعتي سکتور کې ګټه ترې پورته کړي. ۱۹۱۹م کال کې روسي کارپوهان کابل ته راغلل او ورپسې په ۱۹۲۰ م کال کې امریکایان هم راغلل تر څو د افغانستان د کانونو په هکله خپلې پلټنې وکړي او ګته ترې پورته کړي. دوهمه نړیواله جګړه په پیل کیدو شوه او د څیړلو کارونه هم وځنډیدل. لڼډه چې د دوهمې جګړې وروسته د روسانو او امریکایانو تر څنګ جرمنیانو، فرانسوایانو، ایټالویانو او چکسلوکیایې کارپوهانو هم د زیرمو د پلټنو چارې پیل کړي.
د دوی تر مینځ سیالي ډیره شوه او دې هیوادونو د پیسو په بدل کې ځینې افغانان واخیستل چې لا تر اوسه هم دوی ته وفا دار او افغان حکومت او مخالفینو کې څرګنده وڼډه لري.
دا چې امریکا څه ډول ځینې مخکښ افغانان لکه: برهاالدین رباني، ګلبدالدین حکمتیار، احمد شاه مسعود، ملا عمر، عبدالرب رسول سیاف دیته وهڅول تر څو د ولسمشر داود خان پر ضد د جهاد اعلان وکړي، دیته کرنل امام په خپل کتاب (د افغانستان د جهاد داستان) کې اشاره کړې. هغه وایي” زه د یو ګروپ  کسانو سره امریکا ته د د پوځي روزنې لپاره ولیږل شوم او هلته یې زما نوم په داسې روزنیز پروګرام کې لیکل شوی و، چې په یو ملک کې د ګډوډۍ رامنځته کولو او همدا ډول د بمي چاودنو مهارتونه زده کړم. د دې تر څنګه مې ځان په اسلامي اصولو برابر کړ، د لمونځ او دین په اړه مې مالوت راټول کړل.  دا هغه وخت وو چې ولسمشر داود د روسانو سره اړیکې غښتلې شوې او د مرستو او همکاریو خبره تر دې راورسیده چې یو شمیر افغان محصلین یې د زده کړو لپاره پخوانې شوروې اتحاد ته ولیږل.”
تر هغه وروسته امریکایانو لمړۍ ذوالفقار علی بوټو او هغه بیا نصرالله بابر ته دنده وسپارله چې د روسیه هیواد د پرمختګ مخه ونیسې او یوه ۳۵ کسیزه ډله چې پاس یاد شوي افغان مجاهدین په کې شامل وو منظمه کړي.
همدا وو چې امریکایانو روسان دیته اړ او وهڅول تر څو زمونږ په ګران هیواد یرغل وکړي. د امریکا او روسیه جګړه لا تر اوسه هم روانه ده، له بده مرغه چې د سون توکې یوازې افغانان دي.
پایله کې باید ووایم چې همدا اوس د هیواد  ډېر کانونه د طالیبانو، ځایې اوسېدونکو او مافیایي کړیو له لوري په غیرې مسلکي او غیرې قانوني توګه  استخراجېږي. د دې نه چې کومې پیسې لاسته راځي هغه باندې جګړه تمویلیږې. داچې زمونږ هیواد د زیرمو له درکه ډیر بډایه، خو د بې کاری او فقر کچه یې خورا لوړه ده؛ نو که غواړو چې هیواد مو اقتصادي پرمختګ وکړي او د سړی سر عاید مو هم ډیر شي، عام ولس او دولت ته په کار ده چې د کانونو د ناقونونه  کندنو څخه ډډه وکړي. دولت د خصوصی سکتور ته د د پانګونې زمینه برابره کړي. تر څنګ یې هغه کانونه چې په لرې پرتو سیمو کې موقعیت لري او تګ ورته ستونزمن وي کیدای شي چې د ډرون الوتکو څخه ګته پورته شي او یا هم دیته ورته د نوي ټکنالوژی څخه کار واخیستل شي. بله دا چې د هیواد ټول کانونه باید د حکومت د څارنې لاندې راوستل شي تر څو دا ملي شتمني د مافیایې کړیو او مخالیفینو له منګولو خلاصه شي. د منرالونو د ترانسپورت لپاره باید د ریل ګاډو پټلی جوړې شي تر څو سوداګر وکولای شي د توکو د پلورلو لپاره نړیوال بازار ته لاره پیدا کړي. همدا نن مې واریدل چې د ننګرهار تلک او بدخشان سره زر مو د پاکستان په نوم نړیوال بازار ته عرضه کیږې. دا بیا بلکول نه منلو وړ نه ده
لڼډه دا چې کوم جهاد چې دافغان ماشومانو او ښځو د وژلو لپاره روان دی دا د زیرمو او کانونو د لاسته راوړلو لپاره پیل شوی. پاکستان او ایران د خپلو موخو لپاره غواړي چې امریکایان همدلته پاتې شي. همدا دلیل دی چې زمونږ د هیواد دننه یې تاوتریخوالی ډیر کړی او د سولې خبرې یې په ټپه درولي.
سرچینه: 
د افغانستان د جهاد داستان کرنل امام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب