چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ بیا ځلې د ترهګرو د مالي سرچېنو په سر د نړیوالې...

پاکستان؛ بیا ځلې د ترهګرو د مالي سرچېنو په سر د نړیوالې ادارې په خړ نوملړ کې پاتې شو

تاند ( جمعه، د کب ۸)  پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې ایف اې ټي ایف په خړ نوملړ کې پاتې شو.

دغې ادارې پرون ناوخته د خپلې څلورورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه وکړه چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي.

د ایف اې ټي ایف ادارې مشر مارکس پلېیر په دې اړه بیګا ناوخته یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې د دوی بشپړ اعتماد ندی تر لاسه کړی.

د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو او کله چې یې ټول شرطونه پوره کړل نوم به یې له لیست څخه و ایستل شي.

نوموړي له پاکستانه په ټینګار وغوښتل چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا دریم ځل دې چې د نړیوالې څارونکې ادارې له لوري په دې نوملړ کې پاتې کیږي.

د معلوماتو له مخې، راتلونکې جون میاشت کې به ایف اې ټي ایف څاروونکې اداره پخپله بله غونډه کې د پاکستان هڅې بیا وارزوي او پرېکړه به کوي چې دا هېواد له خپل خړ نوملړه وباسي، پکې ویې ساتي او که یې بیخي تور نوملړ ته ور داخل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب