پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeسپورتسرپل کې د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې بشپړې شوې

سرپل کې د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې بشپړې شوې

تاند ( جمعه، د کب ۸)  د سرپل ولایت چارواکي دې ولایت کې د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو خبر ورکوي.

د سرپل والي قربانمرداد وایي، دا جمنازیوم چې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلې چارې یې بشپړې او تېره ورځ افتتاح شو.

د سرپل والي زیاتوي چې دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې جوړ شوی جمنازیوم په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ظرفیت لري.

د معلوماتو له مخې، دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...