د بشر حقونه، د ښځو حقونه، ډیموکراسي، د بیان ازادي، ښځو ته د اسلام ورکړي حقوق او… دا ټول بحثونه یوه شېبه یوې خوا ته کړئ. زموږ په ټولنه کې کورنۍ ستونزې په دې بحثونو پورې نه دي تړلې. ډېر عادي موارد دي، چې دلته یې لیکم او تاسو یوازې درې دقیقې وخت راکړئ.
موږ ټول دا غواړو، چې زموږ خور او لور دې د خسر په کور کې ښه ژوند ولري؛ مینه دې ورسره وشي؛ پیغورونه دې نه ورکول کېږي؛ رحم دې پرې وشي؛ ټېټه دې نه ګڼل کېږي؛ خبرو ته دې پرېښودل شي؛ په کور کې دې داسې چلن ورسره وشي، چې هغه کور خپل کور
وګڼي، نه دوزخ؛ مېړه یې مینه ورکړي؛ خواښې، نندرور، لېور، خسر او د هغه کور ماشومان مینه ورکړي او…
همداسې د هغو مېرمنو ورونه، پلرونه او میندې هم غواړي، چې زموږ کور ته یې موږ ته مېرمنې او وریندارې رالېږلې دي. د هغوی ارمانونه هم کټ مټ زموږ غوندې وي. هیڅوک هم خپله خور او لور بلاګانو ته نه ورکوي. ستاسو په کور کې چې کومې مېرمنې دي، دې مېرمنو او کورنۍ یې تاسو ته د انسانانو په سترګه کتلي دي، د انساني چلند تمه درنه لري.
خپلو بچیانو او ورونو ته مو دا فکر مه ورکوئ، چې له خسرګنۍ سره دې راشه درشه مه کوه. مه ډارېږئ، چې خسرګنۍ به یې له تاسو ستاسو ورور یا زوی خپل کړي. دا فکر تر ټولو مخکې همدا ستاسو زوی یا ورور ته د کمترۍ احساس ورکوي؛ اول همدی فکر کوي، چې دا خلک ماته د کمعقل ګومان کوي، کنه نو ما به ولې څوک غولوي، یا به مې ناسمې لارې ته بیایي. ستاسو ورور ستاسو ورور دی. هیڅوک به یې له تاسو سره دا اړیکه در ختمه نه شي کړای. همداسې ستاسو زوی، لور، خور، پلار، مور او… خواښې، اوښی، خسر او ښینې.
ستاسو په کورونو کې مېرمنې ستاسو له درنو کارونو نه ستړې کېږي؛ د هغوی ارمانونه، هیلې، خوښي او خپګان ستاسو په چلند پورې تړلي دي. ستاسو کور ته دې ډاکټره در واده شي، هلته یې د غوجلې او غوشایو مسوله کړئ، خو مینه ورکړئ او په کور کې مو مور، خور، پلار او ورونو ته ووایئ، چې له دې سره د انسان غوندې چلن وکړي، مینه ورکړي او په ارزښت ورته قایل شي، باور مو وشه، که دا ډاکټره ستاسو په کور کې نا ارامه شي.
که کور کې مو کومه ستونزه راغله، کله مو هم مېرمنو ته دا مه وایئ، چې تاسو ځواب مه وایئ او خبرې مه کوئ. مه ورته وایئ، چې ښځه په خبرو بده ښکاري. نه، ښځه انسان دی او انسان په خبرو انسان دی، کنه نو حیوان به و. انسان اوس هم د حیواناتو په ډله کې راځي؛ خو دا چې ناطق حیوان دی، خبرې کوي، نو انسان یې ورته ویلي دي. مه کوئ، ښځې مو انسان پاتې کېدو ته پرېږدئ؛ پرې ږدئ، چې د ستونزې پر وخت د خپل زړه خبره درته وکړي؛ ممکن ستونزه مو در هواره کړي. ښځې انسانان دي. انسان له بل انسان څخه بېل فکر، سوچ او عقل لري. له وړتیا، فکر او عقل یې ګټه واخلئ. تشویق یې کړئ او د ټولو ښو کارونو ستاینه یې وکړئ. مشورې ترې واخلئ. هم ستاسو ژوند به در اسوده کړي. حل لارې به در وښیي او د کورنۍ او ژوند په سمون کې به ملګرتیا درسره وکړي؛ خو چې تاسو په درناوي ورته قایل شی.
ښځې سپېرې مه بولئ. د اولاد مسلې په الله پورې تړلې دي؛ که ناروغه وي، ډاکټر ته یې بوځئ. له دې امله یې مه رټئ، چې تاسو ته یې ولې نر اولاد نه دی زېږولی. که ستاسو کور ته د در واده شوې مېرمنې له پلارګنۍ سره مو کېنه وي، نو اول خو کېنه مه ساتئ؛ ځکه اسلام دغسې وایي او که بیا مو ډېر زړه ورته ډک و، نو له دې مېرمنې یې تاو مه باسئ، چې ستاسو کور ته در واده شوې ده.
که مېرمنې، وریندار یا اینګور مو ډېرې کمې زدهکړې هم کړې وي، د خپل کور په ښه راتلونکي کې ګټه ترې واخلئ. ماشومان مو ورته کېنوئ، مه شرمېږئ، د کور نورې نالوستې مېرمنې مو ورته کېنوئ، چې ستاسو کور ته سواد درولي. په ریشخند، تمسخر او غوسه مه ورته وایئ، چې ته به څه یې او تعلیم به دې څه وي. مه ورته وایئ، چې ستا تعلیم مو نه دی پکار. دا ستاسو کور ته د جهل په تیارو کې یوه درغلې وړانګه ده. خوره یې کړئ، چې ښه راتلونکی ولری.
په اړیکو کې له حده مه تېرېږئ؛ دا د اسلام خبره ده. د مېرمنې د مینې وخت مو مور، پلار، خویندو او ورونو ته مه ورکوئ او د دوی هغه بیا مېرمنې ته نه. هر څوک په خپل ځای له تاسو سره یوه اړیکه لري او هر څوک د هغه چلن تمه درنه لري، چې کومه اړیکه ورسره لرئ.
موږ عموما په اړیکو کې افراط کوو. مېرمنې ته د کورنۍ پرېښودل نه دي پکار او کورنۍ ته مېرمن او خسرګنۍ مه پرېږدئ. هره افراطي اړیکه د فرد، کورنۍ او ټولنې په تاوان ده. که له مور سره مو دومره مینه وکړه، چې د دې مینې له امله ستاسو مېرمن له تاسو پاتې ده، یا مو د مېرمنې وخت مور ته ورکړ، نو دا مینه بیا په راتلونکي کې په شدیده کرکه بدلېږي. تجربې دا وایي. وګورئ، کومې کورنۍ کې چې مېرمنې ته کور پرېښودل شوی وي، وروسته خاوند همدا مېرمن پرېښې او یا یې نهایت بده راغلې ده او چا چې مور او پلار یا ورونو ته مېرمن او خسرګنۍ پرېښې ده، دې خلکو بیا مور شړلې، پلار یې پرېښودلی، ورونه او خویندې یې بدې راغلې دي. افراطي اړیکې کورنۍ ماتوي؛ ژوند بې خونده او بې مینې کوي او ستونزې جوړوي. منځلاري لاړ شئ؛ مېرمنې، بچي، مور، پلار، وریندارو او هر کس ته خپله خپله مینه ورکړئ.
هیڅ کله مو مېرمنه له مور یا خور سره مه پرتله کوئ. مېرمنه مو مېرمنه ده. د نړۍ بل هیڅ انسان مو دا تشه نه شي در ډکولای. مور مو مور ده، خور مو خور. د دې هر کس تشه بل کس نه شي در ډکولای. له مېرمنې، خسرګنۍ او بچیانو سره په مینه او اړیکو شرم کول بې عقلي او سادهګي ده. لطفا داسې مه کوئ.
راځئ لږ ژور فکر وکړو. ښځه ځان وژني، ولې یې وژني؟ اروایي ناروغي اخلي، ولې یې اخلي؟ له بل چا سره تښتي، ولې تښتي؟ وزن کموي، ولې یې کموي؟ رنګ یې تورېږي او ژېړېږي، ولې کېږي؟ او… کله مو ځان پوښتلی، چې دا هر څه ستاسو له امله نه وي؟
لطفا انسانان شئ!
ښاغلی بختیار صاحب، ښاد اوسئ، ډېره مهمه موضوع مو راسپړلې ده. له بده مرغه په پښتني ټولنه کې د کورني تاوتریخوالي پېښې ډېرې زیاتې، خو په دې اړه څېړنیزې او تحلیلي لیکنې او سپارښتنې په نشت حساب دي. هیله دا لاره ټول تعقیب کړو، لومړی خپلو مېرمنو، خویندو، میندو او د کورنۍ نورو غړو سره اسلامي انساني چلند ولرو او وروسته د انسانیت دا پيغام تر نورو هم ورسوو.
ډېر درنښت
مننه ګران حیران صاحب
ورور غواړی چې تشدد او تشدد امیزه الفاظ کم کړی او لوستونکی نرمخویی ته وهڅویی، خو خپله یی هیره کړی ده چی لوستونکی ته لږ درناوی وکړی.
ټول لوستونکی یی له انسانیت ایستلی او ورته وایی لطفاً انسانان شئ ؟!
تاند نه خواهش کوو چي لږ څه عنوانو ته دقت وکړی او لیکنی یوځل چک کړی چی مخاطب او لوستونکی ته د سپکاوی یا د مطلق بیسواده فکر ونه کړی. درناوی