یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کورونا ضد ۱۰ زره ډوزه واکسین دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي

د کورونا ضد ۱۰ زره ډوزه واکسین دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي

تاند ( جمعه، د کب ۸ ) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د هندوستان د مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین څخه ۱۰ زره دوزه‌یې دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه ۵۰۰ زره دوزه واکسین په دوو پراوونو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی وو چې دا واکسین به په لومړي پړاو کې روغتیا پالانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او خبریالانو ته تطبیقوي.

خو اوس دا وزارت وایي چې په یاده کټګورۍ کې دولتي چارواکي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي چې یو اندازه واکسین یې دولتي چارواکو ته هم ځانکړي کړي چې په وینا یې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره دوز ته رسېږي.

هغه زیاتوي: ((له مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه واکسین څخه ۱۱۰ زره دوزه‌یې روغتیا پالانو ته، ۱۲۰ زره‌یې امنیتي ځواکونو ته، ۱۰ زره‌یې دولتي چارواکو ته او پاتې نور یې خبریالانو ته ځانکړي شوي.))

دولتي چارواکو ته د کرونا ضد د واکسینو د تطبیق دا پرېکړه داسې مهال ده چې هېواد کې ګڼ شمېر بې وزله خلک په کرونا ناروغۍ اخته دي او د تداوي لپاره یې د عادي دوا وس هم نه لیدل کیږي.

عام هېوادوال له حکومت څخه د کرونا ضد واکسین د عادلانه وېش غوښتنه کوي.

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې په دې پروسه کې به چا ته د فساد اجازه ورنه‌کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه نفوس ته به واکسین واخیستل شي او په دوهم پړاو کې به ورته تطبیق شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب