یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هند انګلینډ ته په ټېسټ لوبه کې ستره ماتې ورکړه

هند انګلینډ ته په ټېسټ لوبه کې ستره ماتې ورکړه

تاند ( جمعه، د حوت ۸) د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د څلورو ټېسټ سیالیو درېیمه لوبه د هند لوبډلې پکې په بریا پای ته ورسېده.

لومړۍ پاڼۍ:

لوبه د انګلستان لوبډلې په توپ وهني پيل شوه، چې انګلستان د هند د قوي بالینګ پر وړاندې مقامت ونه شو کړی او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې جوړې کړې، چې هند ته په توپ اچونه کې ایشان شرما یو ، رويچندر آشوین درې او اکشر پټیل شپږ لوبغاړي وسوځول.

هند د انګلستان د ۱۱۲ منډو په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو دروهیت شرما د ۶۶ منډو پر مټ  په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې چې انګلستان لوبډله يې ۳۳ منډې باقې کړه.

 د انګلستان له لوري جوفرا آرچر یو، جک لیچ څلور او جیو روټ پنځه هندي لوبغاړي وسوځول.

دوهمه پاڼۍ:

انګلستان په خپله دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د هند د توپ اچونکو پر وړاندې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په زیان يې یوازې ۸۱ منډې تر لاسه کړې.

دا چې انګلستان له هند لوبډلې څخه ۳۳ منډې باقې وه نو د انګلستان له لوري هند ته د ۴۸ منډو کوچنی هدف په مخ کې کېښودل شو.

هند لوبډلې ټاکل شوی هدف د روهیت شرما د ۲۵ ناسوځېدلو او د شوبمن ګېل د ۱۵ ناسوځېدلو منډو پر مټ  بغیر له کوم زیانه تر لاسه کړ او سیالې لوبډلې ته يې د لسو ویکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې دا په یاد سیریز کې د هند لوبډلې دوهمه بریا وه چې تر لاسه يې کړه.

د دواړو لوبډلو تر منځ به وروستۍ څلورمه ټېسټ سیالۍ د مارچ میاشتې په څلورمه نېټه تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب