Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت تمدید کړ

جرمني په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت تمدید کړ

تاند ( جمعه، د حوت ۸) د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت وغځوره.

د یاد هېواد حکومت دا پرېکړه اوس د دغه هېواد د فدرالي پارلمان تایید ته هم اړتیا لري.

بهرنۍ رسنۍ د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ له قوله وایي چې د حکومت دغې پرېکړې له مخې، جرمني ځواکونه به تر لسو نورو میاشتو په افغانستان کې پاتې کېږي.

په افغانستان کې د جرمني پوځيانو د ماموریت غځولو پرېکړه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې نږدې یوه اوونۍ وروسته وشوه.

د یادونې ده چې جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ پوځيان لري او تر امریکا وروسته دا په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو لوی شمېر دی.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي، د نوې پرېکړې له مخې به لږ تر لږه ۱۳۰۰ جرمني پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.

سټیفن وویل دا پرېکړه د افغانستان وضعیت ته په پام سره شوې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وتل او مېشت کېدل تر ټولو جنجالي موضوع ده ځکه طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي خو بهرنیان بیا وایي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او ښايي د دوی ماموریت وغځېږي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي.

محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي کړې دي.

نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...